د هلمند والي وايي په ولايت كي يې د عملياتو پر مهال ۳۵ كسه طالبان وژلي دي.
والي ګلاب منګل خبريالانو ته وويل دغه عمليات يې په نادعلي ولسوالي كي وكړه، چي ډېر ژر به هلته د بيا رغوني كارونه پيل سي او د دوو ښوونځيو جوړول يې هم په پلان كي نيولي دي.
د منګل په وينا له عملياتو څخه يې موخه په سيمه كي د را روانو جمهوري رياست انتخاباتو د نوم ليكني دپاره د زمينې مساعدول دي.
خو بلي خواته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواك خبري آژانس ته په خبرو كي طالب سرتېرو ته اوښتې پورتنۍ مرګ ژوبله ردوي او وايي په دې جګړه كي يې د افغان پوليسو څو رنجر موټران سوځلي او پكښي سپاره زيات پوليس يې وژلي دي.