کور / شعر / غزل

غزل

ته دکا بل دسپېنوواوروپېغله


ته دهلمندسپېره دښتونه څه کړې
ته دې ټول ژمې په سا لنګ کې تېرکه


ته زموږدچم تاوده بادونه څه کړې
دسرواوسپنو نتکې ته پېزوان که


ته زموږدپېغلو شنه خا لونه څه کړۍ
ته دې کولا اوفرېس بوتل اوبه چېښه


ته زموږمنګې اوګدرونه څه کړې
ته دې مېلې دارغوان ګولوکړه


ته زموږ زخمې زخمې تورزړونه څه کړې
ته دنر ګېس په بوې نشه ګرځه تل


ته دباروتوتوردودونه څه کړې
ته په لسم منزل کې شپې سبا کړه


ته زموږ خاورېن خاورېن کورونه څه کړې
ته دې کرزېن کې دپغمان چکرکړه


زموږبې مټګاټه باسېکلونه څه کړې
ته په خارېج کې دې اشنالټوه


زموږاوږدې ږېرې غټ برېتونه څه کړې
ته دې کا کول دېارپرمخ ولول که


ته زموږ دکلې غټ پاجونه څه کړې
ته دجهان دهوس پېغله څارې


خوزموږ خوارانوډېرغمونه څه کړې
ستا هرسهار اختروې سره لاسونه


زموږغم لړلې اخترونه څه کړې
ته دې دهند نوې سندرې اوره


ته د(سېلاب) شعراوبېتونه څه کړې






تا چي پرون دسيند پرغاړه سره بنګړي ما تول


غوسه مين کړي خوبنګړيی دی قندهاری ماتول
دډيره درده دی چيچلی شونډی سری په غاښو


نوی  سينګاردی  ر و اجو نه هلمند ی ماتول


   دنيا ده دغموڅوتکلــــــــيفونه به ګا لـــــــــــــــــو       اشنا ددی جهان يوڅوغمونه به ګاــــــــــــلو


   دزړه دمينی لاررقيب پرمخ بنــــــــــــدول غواړی    دمينی امتحان دی څوسوالونه به ګا لــــــــــو


   محبت دزړونونه وزی څوزړونه ســـــره پاک وی       جانانه خپل ترمينځ څوجوابونه به ګا لــــــــو


    دونيادرياب دهجرزموږکښتی څپواخيــــــــــســـتي       دعشق دخونده خونده ‌‌طوفانونه به ګالــــــــو


    خزان به مدام نه وی خيروخت به بهـــارراســــــی       دګل په مينه مينه خوخارونه به ګا لـــــــــــو


    په زړ و مورب خبردی چی په زړوکی موبدنـــسته       خو خيردچا چا انتقا دونه به ګا لـــــــــــــــو


    دونيا دامتحان ده خوږه ياره خــپه نه ســـــــــــــــی      که جوړرانه منصورکی خيردارونه به ګا لو


    ځنګل چی واخلی اوروچ لانده ټول پکښی سوځيږی     خليل رنګه بنده سه سره اورونه به ګا لـــــو


   مين مدام دمينی خنـجرونه پرزړه اخــــــــــــــــــلی   جا می چی مووی سپينی تورداغونه به ګاـلو


   سيلاب وای هسی خدای مه کړه چی مينی نه انـکارکړی   ياری که صداقت وی زندانونه به ګا لــــــو