" /> " /> " /> " /> بوش په کابل کښي دئ  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / بوش په کابل کښي دئ  video

بوش په کابل کښي دئ  video

د امریکا ولسمشر جورج واکر بوش نن سهار کابل ته راورسېد او د ارګ په ماڼۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولېدل، دواړو مشرانو په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخېسته، بوش وویل د هیواد راتلونکی اداره به یې له افغانستان د مرستو په دوام ژمنه وي، هغه وویل دده د اداری په مهال افغانستان سره کافي مرسته شوی، ولسمشر کرزي هم له بوش مننه وکړه چې د خپلې اداری پر مهال یې له افغانستان کې د زړه نه کار کړی، بوش تر افغانستان وړاندې عراق ته هم تللی وو.



  


تبصره نسته

  1. سلامونه! زما پوښتنه داده چی ایا په دی ناسته کی ‌یی ژورنالستان دبوټو سره ور غلی وه او که لڅی پښی؟

  2. ای !!! افغان ژورنالسته ته له چا څخه وویریدې چې دوخت د لوی فرغون (بوش) ته لاس په زنه ناست وې. ولې که بوټونه نه وو درنې افغاني څپلۍ خو به وي کنه ؟؟؟

  3. عبدالله او محمد اشرف وروڼو:
    په احساساتو او بوټونو د واشنګټن ماڼۍ نه نړېږي، نه هم د بوش کور پری خرابیږي، نه د هغه میرمن لورا بوش پری بوره کیږي، که تاسې دومره نران یاست، لږ تر لږه یوه ترخه لیکنه لر او بر ویبپاڼې ته خو ولیږئ چې درته خپره یې کړي، که نران او تکړه یاست لاس په سر شئ د امریکا د فجایعو او ظلمونو معلومات را ټول کړئ همدغو خبریالانو ته یې وسپارئ چې درته خپاره یې کړي، ولې هېڅکله له یاده مه باسئ، همدغه وحشي وسلوال ددی پرځای چې د امریکايي سرتیرو کاروانونه پر نښه کړي او زیان ورته ورسوي، په خپلو سېمو کې پښتانه څټ کوي، زده کړیال یې وروژني، پوهان یې وروژني، د خدای لپاره دومره ړانده دي، چې نه خپل پیژني او نه هم دښمن ولې د شمالي لنډه غری ټلوالې غړي نه وژل کیږي، تاسې پری دی خبر یاست که نه ، همدا طالبان دي چې د خبریالانو مخه نیسي دوی یې هغو سېمو ته نه پریږدي چېری چې امریکایان ظلمونه کوي.
    خیر خبری ډېری دي، زړونه د ټولو ډک دي، که تکړه یاست ځانونه ورسوئ خلک و پوهوي چې نه په وحشت کې ګټه شته او نه هم د امریکايي یرغلګرو په ګوډاګۍ کې.