کور / شعر / غزل

غزل

لايه زړه سوړ ندي لانو ر داكنډواله ورانوي
دابرهه لښكرپه كبر بيا  كعبه  ورانوي


*****


دغه لښكري فرعوني بياپه غرور راغلي
حضرت موسي ته خداي وركړي معجزه ورانوي


*****


دادنمرود بچيانو بياكړي دعوه دخدايي
دخداي خليل بيادسره اورپه سره لمبه ورانوي


*****


هغه چي دوي يه په مړوسترګو په سرټيټ ليږلي
زمادميوند دشهيدانوهديره ورانو ي


*****


هغه چي پلاريه دروسانو لښكرو شهيدكي
هغه دكونډي ببرسري لوه اسره ورانوي


*****


زماپربڼ باندي جوړكړي دبمونو  باراان
هغه زما دخواربلبل خوږه نغمه ورانوي


******


موږيودبله په جنګونو خورا خوند اخيستي
دوي كلي وران كړه اوس مسجد اوحجره ورانوي


*****


بياسري لمبي دي پورته كيږي دافغان له خاوري
څوك يه په زورڅوك يه په چم اوپه دوكه ورانوي


*****


موږبه لاجوړنوي چلونه كودورورومرګ ته
غليم راغلي داحمد هسكه     شمله  ورانوي


*****


راسي لاسونه سره يوكواسلامي وروڼه يو
كه نه دښمن مودتكبيرحقه نعره ورانوي


*****


په عمري توره درس وركي غليمانو  لره
زموږدښكلواحساساتو حماسه ورانوي