څو دا خېټې دغه ګيرې دا حجرې وي
د پښتون غريب به تل دا ورځې شپې وي
د لټانو په نړۍ کې وي دا چارې
غنيمت يا د خېرات کمک قصې وي
مېړنۍ چارې کړه خپلې د سيالانو د بيا سيال شه
د بې وزله انسانانو يا دعا او يا خېرې وي
که د هر چا ،چارې دا شانې کګې وي
خود به يې مخ او دا سپېړې د مېرې وي