څلورمه برخه
4 } كپيټل ايزمCapitalism یا
« پانګه وال نظام اوماده پالنه» :
ګر مې ګفتار اعضاې مجلس الامانی
يه بهې ايك سرمايه دارون کې هی جنګ زرګری
(علامه اقبال رحمة الله عليه)
[ په غونډوکې د ویناکونکو دو يناوو جوش، دا هم د پانګه والو ترمنځ د زرگرۍ جنګ دې ] .
د دين او روحانيت څخه د بغاوت او سرکښۍ لازمي پایلې همدا وي چې انسان د گيډې غلام اود الله جل جلاله د بنده ګۍ په ځاې ئې د زرو او سيم بنده گرځوي. په غربې نظامونوکې د سود اوگټې نه پرته چاته قرض هم نه وركول کیږي ، دشتمنیو د لاسته راوړلو په خاطرد عصمت او اّبرو خرڅول هم ښه كسب گڼل کیږي . په داسې نظام کې د ټولونه ډیره شتمني لاسته راوړل او د ځمكو اخستل د ژوندانه مقصد او موخې جوړوې ” پناه غواړم په الله جل جلاله له دا هسې شتمنیو نه “.
5 } نشنليزم Nationalismیاقومپالنه:
یا د نورو قومونو استحصال :
متاع غير په هوتې هی جب نظر اس کی
تو هر اول لشكر كليسا کې سفير
هی وهې ساز كهن مغرب كا جمهورې نظام
جس كآ پر دو مين نهې غير از نوای قيصرې
[ كله ئې چې د نورو په مال او شتمنیو نظر ونښلي نو بیا د لښکر هر مشر د كليسا سفير وي – د غرب په جمهورې نظام کې هماغه زوړ ساز دې او په پردوکې یې د قيصرد سرود او نغمې نه پرته بل اّواز نشته ] .
د دين او مذهب څخه د غربیانو د مخ اړولو او انكاركولو علت، قومپالنه ، رنگ ، نژاد پالنه او وطن پالنه ده. د هغوی په فكرکې پراخوالې نشته بلكه فکر یې په یو ځانګړي جغرافیائې چوكاټ کې بند دې ، قوم پالنه او وطن پالنه د هغوی نوې دين اومذهب ګرزیدلې دې .
اویا په بل عبارت قوم او وطن د هغوی خداې او معبود دې .د خپل قوم دگټو په خاطر د نورو قومونو لوټول او استثمارول د فخر سبب ګڼي،د خپل وطن بد ترين وګړي خپل ورورګڼي. لكه څنګه چې انګلیسانودلوې هند او نورو غصب كړو سیمو استثمارکړې و ،اود هغوپیښو څخه تاریخ ډک او هر څوک پرې خبر دې. په امريكه کې چې د تور پوستو او په هندوستان کې چې دنورو كوچنيواو لږه کیو مليتونو سره كوم سلوك کیږي هغه هم د هريوه ترمخه دې. په شرقي پاكستان کې د بنگال په جوړولوکې چې د غير بنگالي مسلمانانو سره كوم وحشیانه سلوك د مجيب الرحمن ” عوامې ليك ” او” مكنې باهنې” ډلوکړې هغه هم دتاریخ په پاڼو کې خوندې او زیاتو خلکو په خپلوسترگو وکوت .
دا هغه قوم پالنه ده چې د جمهوريت يوه ستن گڼله کیږي ، حال دا چې د خپلو خپلوانو او د وطن د خلكو خدمت خو د اسلام حكم او د عدل او احسان غوښتنه ده .
6 } پارټېParty یا گوندي سيستم:
د غربې جمهوريتونو بنسټ د سیاسي ګوندونو په تنافس او مسابقې ولاړ دې. په ولسې جرگه کې د مقتدرګوند او مخالف ګوند دوه ډلې موجو دې وې چې دواړه د يوه بل د راپرځوولو په هڅو کې وخت تيروي، د خپل ګوند ګټې د خپل قوم په گټو پورته ګڼي، مقتدرګوند كه كومه ښه پریکړه هم وکړي نو «Opposition اپوزيسون » ئې خامخا مخالفت كوي اود دې علت دا ښوول کیږي چې دا زما د ګوند موقف او دريځ دې .
هرګوند د ټاکنو د ګټلو له پاره جوړښتونه كوي ، د درواغووعدې كوي دا ځكه چې دهغوی د سیاست مقصد د اقتدار او واکمنۍ لاس ته راوړل دي. هیڅوك د خپل ګوندي دريځ پرته په پارلمان کې چا ته نه ووټ وركولاې شي او نه نظر ، او كه دخپل ګوند پر خلاف کوم قدم پورته کړې نو د ګوند څخه شړل کیږي .
د« راې» د وركولو په وخت کې د ګوند له خوا د ټاكل شوو كانديدانو ملاتړ اړین دې كه څه هم كانديد يو بدكاره، مضر، بدماشه، بد اخلاقه او نا اهله وګړې وي. ځکه هلته یواځې او یواځې ګوندې دريځ د حق معیار دې .
دا شپږ اصول دې چې په هغې د ديموكراسۍ ماڼۍ ولاړه ده. او پارلمانې جمهوريت د كار د طريقې اود نظام د چلوونكو پورې تړلې دي . په هر صورت د جمهوريت فلسفه په همدې پورته یاد کړل شوو شپږو اصولو ولاړه ده .
اشتراكيت یا ”سوسیالیزمSocialism »:
لكه څنګه چې جمهوريت دملوكيت او پاپائيت د عكس العمل په پایلو کې منځ ته راغلې دې نو په همدې ډول ”سوسیالیزم Socialism» د غربې پانګه وال جمهوريت د عكس العمل په پایلو کې منځته راغلې چې لا تراوسه په بين المللې سطحه کې مخ په وړاندې روان دې.
”سوسیالیزم Socialism» يوه انګلیسي كلیمه ده چې د ”سوسائټېSociaty » څخه را اخستل شوې، ماخذ ئې ”سوسیال Social »دې چې معنا ئې [ټولنيز] ده . د سیاست او اقتصاد په اصطلاح د ”سوسیالیزم» تعريف دا ډول کیږي :
[په هغه نظام کې چې د مملكت ټولې توليدې منابع او سرچینې ديوه وګړي یا څو وگړو په ځاې د ټولنې د ټولو افرادو په ملكيت کې وي او مقصد ئې د ټولنې او وګړي دواړوگټه اوښه والې وي اويووګړي ته په کې د ژوندانه د بنسټيزو اړتیاو دپوره کولو د فكرڅخه خلاصون وركړل شي.]
ددغې نظر ئې يوڅه خبرې ديونان د «افلاطون» او دایران د« مزدك» په مسلكونوکې هم ليدل کیږي. بلكه د ”سوسیالیزم Socialism» فكر په هر وخت کې په يوه شكل نه يو شكل موجود و ، خو په دې وروستيو وختوکې د كارل ماركس په واسطه د يوې سیاسي او ټولنيزي فلسفې او نظام په شكل راوړاندې شو، له همدې كبله ماركس د علمې ”سوسیالیزم» یا «سائنټفك سوسیالیزم Sceintific Socialism» د پلار په نوم یادوي نو له دې امله ”سوسیالیزم »ته «ماركسيزم Marxism» هم وایي .
«كارل ماركس Karl Marx »په( 1818زیږدیزكال) په جرمنې کې په يو يهودې كورنۍ کې سترګې پرانستلې ، په(1847زیږدیز كال) ئې[ كمونسټ ليكCommunist league ] جوړكړ او بیا ئې د انگلس په مرسته كمونسټ مانيفسټ [ كمونسټې مرام ] ترتيب كړ د جرمني ، فرانسې او بلجيم څخه د شړلو وروسته په( 1849 زیږدیز كال) کې يې د انگلستان په پلازمینې لندن کې استوګنه غوره كړه او د (1883زیږدیز كال) د مارچ په( 14 مه) نيټه په داسې حال کې چې په چوکۍ ناست و د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او هملته په لندن کې ښخ کړل شو . كه څه هم« ماركسKarl Marx »په خپل ژوند کې د ”سوسیالستېي» انقلاب په راوړلو بریالې نه شو، خو د هغه وروسته د «لينن Vladimir Llyich Lenin » په مشرۍ( 1917زیږدیز كال) د اكتوبر په میاشت کې د روسېي (شوري اتحاد) په خاوره کې ”سوسیالستي انقلابSocial revolution» منځته راغې چې نن د امريکې په مقابل کې يو لوې ځواک ګڼل کیږي .
(دا لیکنه د افغان میړني ولس په لاسو د شوروي اتحاد د سرې امپراطورې د ړنګیدو تر مخه شوې ده . ژباړن )
”سوسیالیزمSocialism» او بنسټيزاصول یې:
1 ] د ژوندانه مادې نظريه :
د ماديت دا نظر د «داروينCharles Darwin » د ارتقا او تكامل په فلسفه ولاړ دې. لنډيز ئې په دې ډول دې چې:
[ بشر د مادې مكروبونو يو تكاملي شكل دې او ټول حيوانات ، نباتات او جمادات د مادې مختلف شكلونه دي] يعنې د خداې پالنې او روحانيت په ځاې ماده پالنه د ”سوسیالیزم» بنسټ دې –
لينن Lenin وایي : [د ماركس فلسفه د ماده پالنې فلسفه ده .]
2 ] د پاك ذات الله جل جلاله د وجود څخه انكار یا دهريت :
لینن Lenin، همدا راز وایې :[په اصولې توګه هر ”سوسیاليست دهرې دې ، د الله د موجوديت په هكله وايو چې مونږ په الله جل جلاله يقين نه لرو او مونږ ته دا په ډاګه ده چې دیني او مذهبې مشرانو او د ځمکې څښتنانواو پانګه والو د خداې انګیرنه منځ ته راوړې ده . او هغوی هم د لوټمارانو په شان د خپلوګټو ساتنه کوي . ]
لينن Lenin، په بل ځاې کې وایي” چې د خداې تصور د شرم نه ډكه خپريدونکې ناروغتیا ده “.
3 ]د دين څخه انكار :
د ماركس دا وينا د هرچا په خوله کې ده چې ويلې يې دې چې [دين دیوې ټولنې له پاره تریاك دې] – لينن وایي ” ماركسيزم ماده پالنه ده او د همدې په اساس هغه د دين سخت مخالف دې” مونږ بايد د دين په خلاف وجنګيږو او د دين جرړې وباسو. دهغه شعار داو چې :” تل دې وې دهريت “.
اوس د روسانو په قانون کې د دين په هكله د خبرو كولواجازه نشته خو د دين په خلاف پروپاګندكول د ټولو اوسيدونكوحق دې .
4 ] د كورنې نظام نه منل :
ماركس كورنۍ نظام د بورژوازی نښه ګڼي، د كمونست ګوند په اساسنامه کې ماركس ليكلې دې چې ” مونږ د كورنۍ له منځه وړل غواړو”.
«لينن» په خپله يوه ويناکې داسې ويلې ووچې ” مونږ د حلالي او حرامي اولاد ترمنځ توپير له منځه يووړ.» ” شريکې ښځې نيول د ماركسيزم اصول دي.»
5 ] د وګړېز ملكيت نه منل :
ماركس فردې ملكيت د پانګوالۍ له اړخه يوه استثمارې حربه ګڼي او د يوې كمونستي ټولنې د جوړولو له پاره ددې ملكيت له منځه وړل يو ضرورې امرګڼي . لينن وایي : [ “كمونست”يوه لاطينې كلیمه ده ځكه چې د شريك لاطينې معنا«كميونس» ده ، نو كمونستې ټولنه هغه ټولنه وې چې په هغه کې هرڅه شريك اوګډ وې يعنې ځمکې او فابريکې ګډ او شريك ملكيت وي په هغه کې خلك په ګډه كار کوي او له هغه څه شريكه گټه واخلي .]
”سوسیالیزم » په حقيقت کې يو بدترين پانګوال او د زحمت كښانو په نوم د خلكو د استثمار ولو يو ظالمانه نظام دې ځكه په ملوكيت کې شاه په ټول دولت قبضه نه شي كولاې او همدا راز په پانګه والو نظامونوکې هم په ميليونونو انسانوکې يو محدود شمير پانګه وال اوسې خو په ”سوسیالستې ټولنه کې يوازې یو پانګه وال وې اوهغه هم [حاکمه بیرو]، د حكومت مشراو رئیس.
6 ] جدلي فلسفه او طبقاتي كشمكش :
ماركسيزم جدلي فلسفه او طبقاتي هلې ځلي يو حتمې امر ګڼي. ماركس وایي چې : [په مادې عواملو او ټولنيزو قوتونو کې ټكر واقع کیږي ، انګیرنې ، خیالونه او آندونه د همدې مادې حالاتو او ټولنيزو قوتونو د ټكر په پایلو کې پيدا کیږي. طبقاتي كشمكشونه په هره زمانه کې موجود وي ، په لومړې وختوکې د غلام او بادار تر منځ، د هغه وروسته د دهقان او د ځمکې د خاوند ترمنځ او اوس دا تربګني د بورژوا [ پانګه والو ] او پرولتارې [ مزدورانو] د طبقوترمنځ روانه ده. او دا اّخرنې جنګ دې چې پرولتاریا به په کې برې ترلاسه كوي. ]
د ”سوسیالیزم » د سیاست نظريه دا ده چې نړۍ په دوه طبقو وويشل شي اوبیايوه طبقه دمنځه و لاړه شي او بله طبقه غالبه شي، ”سوسیالیزم زیارايستونكوته غږكوي ،او هغوی د تیري په مقابل کې جنګولو ته هڅوي.
د ظلم د له منځه وړلو په ځاې ديوې ډلې دله منځه وړل اود بلې ډلې راپورته كول د دوې اساسي قانون دې په دې طبقاتي جنګ کې يوازې دا نه چې ځمكه لرونکې او پانګه وال مړه کیږي بلكه زیاركښان اومزدوران هم په ټولنيز ډول وژل کیږي. كله چې په 1917زیږدیز كال کې په روسيه کې كمونستې انقلاب منځ ته راغې، نوهغه خلك چې په لومړيو كلونوکې ووژل شوه د هغوی شميريومليون درې سوه شپږاویا زره شپږسوه شپږ شپيته كسان وو چې په دې جمله کې يومليون او شپږاتیازره مزدوران اوزحمت كشان شامل وه او دوه سوه نوې زره كسان د مختلفوكسبونوخاوندان پکې په قتل ورسيدل خو يوازې پنځه شپيته زره اته سوه پنځه شپيته كسه پانګه وال پکې وژل شوې وو. دا هغه تحفه وه چې مزدورانو او زیاركښانو ته ”سوسیالیزم ورکړې وه.
7 ] ديكتاتورې پرولتاریا، یا دكارګرانو امريت :
كارل ماركس وائې چې[ په عبورې دوره کې د پرولتاریا ديكتاتورې یا د كارګرانو اّمرانه حكومت جوړول اړین دي . ترڅو د پانګه والو د پاتې شوو نښواو پټو اغیزونو څخه ټولنه پاكه شي ].
دكارګرانو د اّمريت شكل د تيرشوو اّمريتونوڅخه پرته بل څه ندي ځكه چې د ماركس په نظر هر ډول حكومتونه د نوعيت له پلوه اّمرانه دې د ”سوسیالیزم مشران وایي : [ دكارګرانو د حكومت دجوړيدوله پاره ضرورې شرط په ډیرې چالاکۍ،او اّزادۍ سره د پانګه والو او د ځمکې د خاوندانواو د هغوی ددوستانود تدافعې قوت د ختمولوله پاره د زورنه كار اخيستل دي. او هر هغه څوك چې په دې خبره نه پوهیږي هغه انقلابې نه دې ، هغه بايد د كارګرانو د مشرۍ یا مسئوليت څخه لرې کړل شي .]
لينن وایي : [انقلابي حكومت ته اّمرانه كړنه په كارده .]
8 ] ډله ايزه ديكتاتوري :
كه څه هم د روسيې د اساسي قانون له مخې هر(18كلن) وګړي كولاې شي خپله رايه استعمال کړي او هر(23 كلن) اوسيدونکې په ټاکنوکې د كانديد په توګه ودريداې شي .نو په همدې ترتيب د اساسي قانون له نظره [سپريم سويتSupreme Soviet ] چې د ریاست د ټولوڅخه لويه جوړونکې اداره ده او د كاغذ پرمخ د دې ادارې د واکونو يو اوږود د فهرست هم ليكل شوې .
«سوويټ اف يونينSoviet of Union » د شوروې جماهيرې اتحاد او [ سويټ اف نيشليسټ Soviet of Nationalist ] پر دوو ادارو باندې مشتمله ده، دا اداره د څلوروكالو له پاره د عامو ټاکنو په واسطه منځ ته راځي، ”سوسیالستې مشران دا ادعا كوي چې روسې نظام په صحيح ډول جمهوري حكومت دې .
خو دا ټول هرڅه ظاهرې بڼه لرې اصلاً د اقتدار واګې دكمونست ګوند په لاسو کې دي ، هلته د كمونسټ ګوند نه پرته بل كوم سیاسي ګوند وجود نلرې څوك چې د دې ګوند ركن نه وي نو هغه په ټاکنوکې د كانديد په توګه نه شي دريدلاې او دكانديد انتخاب هم كمونست ګوند په خپله كوي. د ګوند د كانديدانو پرته بل هیڅ څوك مقابلې ته نه شي راوتلاې نو همدا علت دې چې له ټاکنو وروسته نړيوالو ته دا اعلان كوي چې ګویا زمونږ ټول كانديدان پرته له مقابلې څخه بریالي شول. په شوروي جماهیرو کې د نومونو په ګوته كولو ته ټاکنې او د ګوند اّمريت ته جمهوريت وایي چې په حقيقت کې نه انتخابات شته او نه جمهوريت بلكه ګوندي ديكتاتوري ده .
ټولې پريکړې ګوندكوي، د[سپريم سوويټ Supreme Soviet] يوازې په نوم قانون جوړوونکې اداره په كال کې دوه ځله د اته یا لسو ورځو له پاره راغوښتل کیږي ، ترڅو پريكړوته رسمي شكل ورکړي ، دا اداره د غور و فكر یا بحث او څيړنې له پاره نه ده جوړه شوې، بلكه د ګوند د فيصلو د توثيق له پاره جوړه شوې ده. د وزيرانو د شورا ټاكل كه څه هم د اساسي قانون له مخې بايد د ټاکنو له لارې وشي خو دا كارهم ګوند تر سره كوي .
9 ] د مشرانو د يكتاتورې :
د ګوند اّمريت اود هغې واکمني هم يوه ظاهرې بڼه لري خو اصل واک او اقتدار په دې نظام کې د ګوند د مشرانو په لاس کې وې ، ستالين وائې: ” مونږ ليبرال [اّزادې خوښوونکې] نه يو، مونږ ته د رسمي جمهوريت څخه ګوندي ګټې ډیرې مهمې دې” په كمونستي هيوادونو کې مشر د قدرت نه لرې كول تقريباً د امكان نه لرې وې . ستالين او ماوزتونگ د ژوند تراّخرې سلګۍ پورې د خپلو خپلو هيوادو مشران و و كه څه هم له مړيني وروسته دې دواړو ته كنځل کیږي خو د هغوی په ژوندکې په هغوی تنقيد كول مرگ ته د بلنې سره برابر و .
په كمونستي نظامونو کې مشرانو سره د اختلاف كولوپایلې هماغه وې لكه چې «تراتسکې» ورسره مخامخ شوې وه .
حقيقت دا دې چې ”سوسیالستي په اصل کې د ليډرانو وګړېېز اّمريت او د يوه وګړي د ظالمانه پادشاهي بل نوم دې .
دا هغه اساسات وو چې د ”سوسیالیزم سیاسي نظام پرې ولاړ دې د ”سوسیالیزم د اقتصادې نظام څيړنه د دې كتاب موضوع نه ده زمونږ مقصد يوازې ددې نظام د سیاسي اړخ پيژندنه ده 1.
اشتماليت [كمونيزم Communism]
يه علم وحكمت مهره بازې يه بحث وتكرارکې نمايش
نهين هی دنیا كو اب ګوارا پرانی افكار کې نمايش
تیرې كتابون مين ای حكيم معاش ركهاهې كیاهی اّخر؟
خطوط خم دار کې نمايش مريز و كجدارکې نمايش
[ دا د علم او حكمت لوبې او دا د بحث او تكرار ښودنې- دنیا نوره د دې زړوشوو افكارو دښودانې زغم نه لري – اې د اقتصاد حكيمه ستا په كتابونوکې – د دې کږو وږو او ښكته پورته كرښو نه پرته اّخر دې څه؟ ] .
د علمې سوسیالیزم خاوندانو د پانګه والۍ نظام د پاې ته رسولو په خاطردوه پړاوونه ښودلي دي، لومړې مرحله ”سوسیالیزم» دې چې په هغه کې د جدلیاتي اصولو او طبقاتي هلوځلو په ذريعه د كارګرانو حكومت جوړیږي چې د پانګه والو او ځمکې لرونكود له منځه وړلو له پاره د غير طبقاتي ټولنې د جوړولو په منظور اقدامات کیږي چې دا دكمونيزم لمړنۍ او عبورې مرحله ده، د ”سوسیالیزم په مرحله کې د توليد د سرچینو په ملې كولو سره د ریاست ځواك كلکیږي او هر وګړي ته د هغه د كار په اندازه معاش وركول کیږي .
خو ددې په مقابله کې دكمونيزم Communism یا اشتماليت په دویمه مرحله کې د هر وګړي څخه د هغه د استعداد په اندازه كاراخيستل کیږي خو هغه ته معاش د هغه داړتیا په اندازه وركول کیږي. كمونيزم د ”سوسیالیزم يوه لوړه درجه ده چې په هغه کې د كارګرانو د پرله پسې هلوځلو په پایلو کې يوه غير طبقاتي ټولنه منځ ته راځي چې په هغه کې پرمختګ او خوشحالۍ وي او د خلكو ترمنځ هر ډول امتیازاتو ته خاتمه ورکول شوې وي او بیا د هیڅ ډول حكومت او ریاست موجوديت ته اړتیا نه وې بلكه خلك خپل معاملات په خپله جوړوي او د خپلې خوښې په انجمنونوکې غړيتوب ترلاسه كوي دطبقاتي امتیازاتو په ځاې مساوات اوټولنيز اصول رواجوې چې دا د بشريت د تكامل او لوړوالي مطلوبه مرحله ده خو د( 1917)څخه تر(1980)پورې(63 )کاله وشول چې د اولې مرحلې او عبورې حكومت د پاې ته رسولو نښې له ورايه هم نه تر سترګو کیږي .
ښكاره ده چې غيرمملكتي ګډ ژوند يو غولوونکې حقيقت او خیال دې چې هغه ته رسيدل د امكان څخه ليرې دي او د غير طبقاتي ټولنې جوړول يوازې د ماركس خیال و چې هیڅ حقيقت یې نه درلود او نه به یې په راتلونکې کې ولري .
د بې دينهSeculer سیاست زبيښې:
دوه نړيوالې نښتې:
د سیاسي نظريو په لړکې چې د څلورونظريو( ملوكيت ، پاپائيت ، جمهوريت او اشتراكيت [كمونيزم]) یادونه په پورته دوه بابونو کې وشوه – په حقيقت کې دا دټولې نظريي د يوه نظر څانګې دي او هغه نظرد ماده پالنې د هوا او هوس دتابعدارۍ ، د بې دينه سیاست [سيكولريزمSeculerism ] څخه عبارت دې چې پایلې ئې، حرص ، كينه او د گيډې لوږه ده . اقتصادې او تجارتې رقابتونه، قوم پالنه، وطن پالنه او د شهوتونو غوښتنې د نه مړكيدونکي اور په څير را څرګندیدل دې چې د نړۍ امن له منځه وړي . د بې دينه سیاست او ماديت په بنسټ د دې ولاړ تهذيب پایلی، نړۍ په دوه نړيو الونښتو کې د تباهۍ په شکل کې وليدې او اوس دا د روحاني ارزښتونوڅخه سرغړوونکې حيوانې سیاست د درېیم نړيوال جنګ له پاره ځان تیاروي .
«لوئيس سنائیډر» په خپل كتاب کې د( 1939څخه تر 1945پورې) په نړيوالو نښتو کې د تباهۍ راپور په ډیر زیاراو تحقيق سره داسې وړاندې كوي :
[ لومړې نړيواله نښته په( 1914زیږدیز كال) پیل شوې وه اود (1918زیږدیزكال) د نومبر په يوولسمه نيټه پاې ته ورسيده، په دې نښته کې د ځانې او مالي تاوان شمير په لاندې ډول دې :
په نښته کې د ورټيل وهل شووو خلكوشمير پنځه شپيته … ميليونه تنه – مړه شوې عسكر لس ميليونه – عام مړه شوې خلك دیارلس ميليونه- ورك شوې مړه عسكر درې ميليونه – زخمې عسكر شل ميليونه – پناه اخيستونکې لس ميليونه – بندیان درې ميليونه – يتيم شوې كوچنیان نهه ميليونه – کونډې شوې ښځې پينځه ميليونه.
مالي تاوانونه درې كربه او يو ديرش اربه او شپيته كروړه دالر2.]
دا و د څلوروكالو او درې میاشتو[ 1565ورځو] د ماده پالو قومونو د وينې تويوونكو نښتو تباهي اوبر بادي . اوس نو د دویمې نړيوالې نښتې د تباهۍ او هلاكت شميره وګورئ چې د( 1939زیږدیز كال) د ستمبر د میاشتې د لومړې نيټې د لمرڅرك څخه پیل شوې وه او د (1945زیږدیزكال) د مئ په اتمه پاې ته ورسيده. د(2191 ) ورځو نښتو د تاوانونو تفصيل په لاندې ډول دې :
په جنګ کې د ورټيل وهل شووخلكو شمير اویا ميليونه.
د مړه شوو عسكرو شميردولس ميليونه .
د عامو مړشوو خلكو شمير اتلس ميليونه.
د نښتې تاوان كروړونه كربونه ډالر3.
د( 1945زیږدیزكال) د اگست د میاشتې په شپږمه نيټه امريكا د جاپان د «هيروشيما» په ښارکې د اتوم بم وغورځاوه چې په هغه وخت کې د ښار د اوسيدونكو شميردرې ميليونه او پنځه ديرش زره تنو ته رسیده .
د(1945زیږدیز كال) د اګست د میاشتې په نهمه نيټه ئې د دې هيواد په مهم ښار «ناګاساکې» باندې دویم اتومې بم استعمال كړ چې د ښار د اوسيدونكو شمير لكونو تنو ته رسيده او د (1861څخه تر 1865زیږدیز كال) پورې د امريكا په كورنېو نښتوکې لس ميليونه انسانان وژل شوې و4.
د ويتنام ديرش كلن جنګ چې په( 1975زیږدیزكال) د اپريل په( 30 مه)نيټه د اّزادۍ د قومې محاذ د فتحې په اساس پاې ته ورسيد ،په دې جنګ کې لس لكه انسانان مړه شوې چې (56 زره كسان) په کې امريكایان وو او هم په دې جنګ كي- امريكاته يوبلیارد او پنځوس ملیارده ډالره تاوان ورسيد5.
دروس او چين دكمونستي انقلاباتو په وخت اویا د هغې نه وروسته چې په لكونو خلك وژل شوي نود هغې شمير په ډیرو كتابونو او مجلاتوکې خپور شوې دې. دا د غربې جمهوريت اوكمونيزم د مفكورې هغه خبيثه میوه ده چې نړۍ یې خوند وکوت . د ماديت په دې نظامونو کې يوازې په دوه نړيوالو نښتوکې اویا ميليونه انسانان په قتل رسيدلي او همدا اوس د بې دينه پانګه وال جمهوريت بیرغچي امريكا او د كمونيزم پيرو روس يو ځل بیا د درېیمې نړيوالې نښتې او د ميليونو انسانانو د وژلو په هڅو کې لګیادې ځانونه تیاروي ، د نړۍ په هرګوټ کې چې نښتې روانې دې اویا يې دكيدو شونتیا شتون لري د ټولوتر شا دهمدغه دواړو څيرونکې قوتونو لاسونه دي .
دروسانو زړه لا تر اوسه د افغانستان د مسلمانانو په وژلو يخ شوې نه دې او د دوستۍ تر څپر لاندې د انسانانو (په ککریو) خیژې او خپلو موخو ته ځان رسوي. همدا راز د ایران او عراق په نښته کې او د عراق اوكويټ په نښته کې د امريكا او روس دواړو لاسونه شتون درلود .
امريكا په فلسطين او عراق کې( دیهودیانو د برلاسۍ له پاره، دډیموکراسۍ تر بیرغ لاندې) د انسانانو عامه وژنه پیل کړي .
نو ددې چاره اوس دا ده چې بې دينه سیاست پریږدو او دیني سیاست غوره كړو چې بنسټ يې د الله جل وعلې شانه د وحې په اساس ايښودل شوې دې .
سیاسة الوحې هې السیاسة اين عقولكم اولې الریاسة
[ يوازې د وحې په بنسټ سیاست حقیقي سیاست دې نو اې حكمرانانو ستاسې عقل چيرې دې ] .
دوحې په بنسټ ولاړ سیاست ته “خلافت” وایي ا وپه راتلونکي فصلونوکې په “خلافت” یاپه بله معنا په” ديني سیاست” او د هغې په حقيقت او اصولو به رڼا واچول شي.
پاته په بنځمه برخه کې ولولئ….