کور / تازه خبرونه / دولسي جرګې غړو دڅرخې پله دچارواکيو محاکمه وغوښتل

دولسي جرګې غړو دڅرخې پله دچارواکيو محاکمه وغوښتل

په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي اوددې شورا لمړي منشي عبدالستار خواصي په څرخې پله زندان کې دعدلي وزارت لخواترسره شوي عمليات وغندل اوله دزندان دچاوراکيواوپه دې عملياتو کې دشاملو کسانو دمحاکمه کيدوغوښتنه يې وکړه .

عبدالستار خواصي دولسي جرګې په ننۍ غونډه کې وويل چې دڅرخې پله په زندان کې عمليات په غير قانوني توګه ترسره شوي اودولسي جرګې دپلاوي په ګډون چې کومه پريکړه له بنديانو سره شوي وه دهغې په خلاف دزندان ساتونکي عمليات پيل کړي اودير بنديان يې په بي کناهۍ سره وژلي اويايې ټپيان کړي دي .

نوموړي وويل چې ولسي جرګه بايد چوپه خوله پاتې نه شي اوبايد په دې اړه دبشري حقونواونورو بې طرفه سازمانونوسره تحقيقات وکړي اوعاملين يې په ګوته اومحاکمې ميزته راکش کړل شي .

تبصره نسته

  1. هیله ده چې نور وکیلان هم عبدالستار خواصي غوندې د عدالت پړی را ټینګ کړي او وچ تعصب یې سترګې ړندې نه کړي.