دستوروپه رڼاځمه ګل پام مې لټومه
تياروکې تپ اوتوريمه انجام مې لټومه
چاوېل راته پخپلوزهرولاس ځماککړدي
ګرزېږمه خلاصون ته ارماغان مې لټومه
هرشاخ زخمي زخمي دئ هره پاڼه بادوهلې
وطنه ستاسپرلي ته به پيغام مې لټومه
دنياشوله سپين سترګې دسپوژمۍ کورته لارغواړي
پښتون يم بدنصيب وينوکې ځان مې لټومه
زاهدماماپه لپوکې جنت دخدايه،ج،غواړي
زه وړم په سرسکروټې انتقام مې لټومه
شهيده ترمزاردې تاوراتاولکه يتيم شوم
مړې اوښکې دګريوان يمه مقام مې لټومه
اينې ته مخامخ شم خپل تصوير راته پره دئ شي
غزل د،اصلزي،شمه الحام مې لټومه
سويډن
2008-12-02