کور / تازه خبرونه / کندهار د اختر په شپو کي ( انځوريز رپورټ )

کندهار د اختر په شپو کي ( انځوريز رپورټ )

 


کوچنی اختر او لوی اختر د نړۍ د ټولو مسلمانانو سره يو ځای په لراوبر افغانستان کي هم په ډيرو شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي ، ددې مراسمو يوه برخه د اسلام او مذهب پر بنسټ ترسره کېږي او پاتي نور يې نو د هري سيمي او هر ولس په کلتور او رواجونو پوري اړه لري ،  د راتلونکي لوی اختر په مناسبت د تياري نيولو د نن ورځي تازه عکسونه زموږ ګران همکار خليل الله سروري د کندهار په ښار کي اخستي او تاسو ته يې وړاندي کوي . تاسو کولای سئ د دې عکسونو تر ليدلو وروسته د خپلو سيمو د رسم او رواجونو په اړه له نورو لوستونکو سره معلومات شريک کړئ ،خپل نظر او د خپلي سيمي د رواجونو لنډيز د لاندنۍ تبصرې له لاري وليکئ .


      

 

      
 


      
 


      
 


     ماچې ، موټايي يا مېټايي چي پخوا يوازي هندوانو خرڅول خو اوس يې عام کندهاريان هم پخوي او له دې لاري روزي ګټي ، د اختر په شپو کي دا خوندور خواړه لارو او کوڅو ته راوزي
 


     مغزيانه ، دا خواږه له شېدو ، د نخودو له اوړو ، رنګ ، هېل ، او خدای پوهيږی چي کومو شيانو څخه جوړيږي ، نرم خو خوندور خواږه دي ، په کندهار کي اوسيدونکي هندواڼ يې پخوي او خرڅوي
 


  د لوی اختر لپاره تياري نيول کېږي خو د روغتيا پام نه ساتل کيږيکندهار ، لوی اختر او د ولس ګڼه ګوڼه  
 


جلبۍ، مغزيانه او نور د اختر د ورځو خوندور خواړه ـ له دې تصويره هم ښکاري چي دا خواړه د هر غريب او بېچاره په وسه پوره نه دي کندهار په اقتصادي ډګر کي هغومره ښه نه دی لکه چي له ليري ښکاريعکاسي : خليل الله سروريدا لوی اختر هم په ژمي کي او هم په ګراني کي راځيد چهارسو څخه د کابل بازار پيل - د اختر شپې ګوڼه ګڼههرات بازار - دا لوکس کالي هم د هر چا د رانيولو نه دي ، ځکه دلته ګڼه ګوڼه کمه ده
  

تبصره نسته

  1. عکسونه مې ولیدله ، رښتیا هم اختر ډېر ښه دی، ځکه دخوشحالۍ ورځې په کې لیدل کېږي .
    خو داچې ما دغه عکسونه ولیدل ، ډېر خوشحاله شوم ، کندهاریان خو ډېر مست خلک دي ، ډېر باتوره او ننګیالي دي ، زموږ افتخارات هم همدغو کندهاریانو دنورو ترڅنګ خپل دوینو په قیمت راوړي دي .
    کندهاریان دې تل ژوندي وي ..

  2. salaam dear khwashahla swam chi Kandahar shahryan khwashala wenam hila da chi akhtar ham da si pa khwashali ter kre hamisha khashala aw abad wasi ….stasi musafer wror Samim Karimy