کور / تازه خبرونه / غلو د ۱۰۸ ملیونو ډالرو الماس او جواهرات غلا کړل

غلو د ۱۰۸ ملیونو ډالرو الماس او جواهرات غلا کړل

اسوشیټیډ پریس د پاریس څخه خبر ورکوی چی پنځو وسلوالو کسانو د پاریس د « هیری وینسټن » پلورنځی څخه ډېر قیمتی الماس او جواهرات غلا کړل . هغوی په ښځینه لباس کی ور ننوتل ( که څه هم امنیتی کسان موجود او مختلفی کېمرې چالانه وې ) خو پر ټولو یې توفنګچی ونیولې او د ۱۰۸ ملیونو ډالرو ( یا ۸۵ ملیونویورو ) په ارزښت یې ډول ډول الماس او جواهرات ورڅخه یووړل . دغه مغازه د نړۍ د مشهورترینو جواهر فروشیو څخه ده چی ملکه الیزابت ، مډونا ، الیزابت ټېلر ، د هالیووډ نوری فلمی ستوري او د نړۍ ملیونرانی ښځی د دوی په جواهرو پسولل سوي دي . د پلورنځی کارمندان وایی چی غلو خارجی ژبه ویله او د پرسونلو نومونه هم ورمعلوم وو . امنیتی مسؤلین وایی چی موږ پر « شیرچایی پړانګانو » شکمن یو چی د پخوانۍ یوګوسلاویا څخه دي . د دې مغازې اصلی لویه پلورنځی په نیویارک کی ده او دا یې نمایندګی ده . په اروپا کی په تازه کلونو کی دا تر ټولو ستره غلا ده چی اروپا یې اندېښمنه کړې ده .