کور / طنز / نننۍ سیاست

نننۍ سیاست


خړ  زمري، سپین  ته  په خورا ویاړ ویل: شکر، مکر دا ډیره  ښه خبره  ده، چې  لکه د چونګښو من اتفاق لرو؛ لکه سپي خپل خاوند   ته غوړه مالی- موړه مالی  نه کوو ؛ لکه بیزوچا- ماته  نه  نڅېږو-مڅیږو ؛ شکر – مکر تر اوسه موخپل برم ، شان اوشوکت ساتلی دی
 اوپه زوره یې نارې کړه : ما ټینګ و نیسئ کنه، کنه ،کوم جنایت – منایت ونه کم
او بیا یې په  انقلابي ولولو چیغې  کړې:ولې دی سست  کړم  سپينه!  ټینګ مې که !
دده لا پيریان  نه وو تللی چې  سور  په ریږدیدو سو او غرغړې یې کړې:
تاسو هغه  پریږدئ  ما ټینګ ونیسئ! که نه ،کنه
 نورو خړ ایله  او په ټولو يې سور ونیوئ
هغه ویل: غیږ راباندی وګرځوئ!
سور ویل په   هغه لاره چې زه ځم   ؛غوماښې   الوتلې نسي ، زه پر پزه مچ نه پریږدم چغه يې  کړه : ته  او خدای  ما  مه پرېږدئ کنه کنه….
ټولو دهغه  خبره د لکۍ په ښورولو تایید کړه او نورو یو بل ته حق په جانبه  جوله ویل  : ګناه يې نه ده زړه يې ډک دی !
 زرغون  د خپل زور او قوت او جرات یادونه وکړه او بیا يې په بریتو لاس تیر کړ او ويي ویل:
 ما  مه پرېږدئ  کنه کنه ! ټولوسور پریښووی او زرغون يې ټینګ کئ
دوی په همدی  کښ  او ګیرکې وه چې د پښو ږغ سو
ټوله  یوې او بلې خوا ته وارختا  خپاره  او چوپ کښیناستل .
 چې ږغ ورک سو، هغوی  بیا په ډار سره نژدې سول او بیا  د هر یوه ما ونیسی ماونیسی نارې   پيل سوې.
 ژیړ ځان وڅنډئ او ويي وویل :پخوا- مخوا موږ هر یو یوه ، یوه ځانګړې  – مانګړې پاچاهي- ماچاهي درلوده  خو نن هم  شکر په دې کوشني – موشنی قفس- مفس کې لکه پاچاهان  یوځای  ژوند-موند کوو خو بیا مو هم  الحمد الله خپل غرور، آزادی او وقار او شرف  ساتلی دی.  تاریخ به په دې شاهدي  ورکي (ورکړی).
او نارې يې کړی: ما ټینګ کئ کنه ،   کنه…
   بیا ټو لوژیړ ونیوی چي کوم جنایت – منایت ونه کي
زرغون په بریتو لاس تیر کړ او ويي وویل:  شکر چي موږ لکه نور ژویو -مویو نه یو  چې  په یوه کوشنی  چاکلېټ- ماکلېټ دومره  غټ شي(لاسونه يې خلاص ونیول ) ښوروي
 بیا د پښو ږغ  سو ټوله لکه   د جنګ  اتلان  وارختا  لیري سول او هر یو په یو ګوټ کې په ځړېدلو غوږو  ودریده.
یو جوکر چې خړه شپوخولۍ یې په سر وه  ؛نوکتیزه جګی  موزې  يې په پښو؛ لنډ او تنګ کالي يې اغوستې وه؛ پزه يې سره کړی او مخ يې سپين کړی وو د یوې اوږدې شلاغې سره  قفس ته  ور ننوت.
دوی ټوله په یوه سلا د سر کښته کولو وروسته   په دوو پښو ودریدل او  لکیاني  یې لکه د وفاداروسپو په  یوه سلا لکه پیک چې وهی په  ښوریدو سوې
   په هغوی يې ښه  چپه او راسته  ډانسونه  او د سرکس اکروبات وکړه بیا یې جیب ته لاس  کی او دهر یوه  ته يې    په پوره اخلاص سره  یو، یو د کاغذ سره چاکلېټ په خولو کې   ورکی (ورکړی)  او ولاړ.
 هغوی  بیا سره  راټول سول
 یو وار بیا  ټولو نارې او بغارې کړې: ماونیسئ. ماونیسئ  …کوم جنایت – منایت…
دا چې ټولو نارې وهلې څوک نه وو چي هغوی ټینګ ونیسي
 ټولو ملی اټن    پيل کئ.

خوپه قفس کې اټن  نه کیده