کور / خبرتیا او پيغامونه / د پوهني او کلتور خدمتګار استاد محمداعظم عبيدي په حق ورسېد

د پوهني او کلتور خدمتګار استاد محمداعظم عبيدي په حق ورسېد

 

دفرهنګ او معارف پخواني کارکوونکي ، د اسمايي فرهنګي ټولنه ، او په  جرمنی کی افغانی ټولنو ، په خواشينۍ سره  خبر ورکوي ، چې دهېواد دفرهنګ او ښوونې روزنې خدمتګار استاد محمداعظم عبيدي د ورپېښې ناروغۍ له امله ،  د 1387 کال د مرغومۍ په لسمه نېټه (د 2008  کال د نومبر په دیرشمه نيټه) د ورپېښې ناروغۍ له امله د جرمنی په مونشنګلادباخ ښار کی له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې .



انا لله و انا اليه راجعون


 مراسم تدفین استاد عبیدی  به ساعت 11:30  روز پنجشنبه مورخ 4 دسمبر 2008 در  آرمگاه مرکزی( Haupt Friedhof ) شهر مونشگلادباخ و فاتحه از ساعت 14:00تا ساعت 16:00 عین روز در مسجد  دیانت واقع در شهر مونشنگلادباخ برگزار می گردد.


زمان مراسم تدفین:


ساعت: یازده بجه و سی دقیقه  ؛ روز :  پنجشنبه ؛ مورخ :  چهارم دسمبر سال 2008


 نشانی محل مراسم تدفین :


Haupt Friedhof
Birkenallee
41063 Mönchengladbach
زمان فاتحه :
از ساعت دو ،  الی ساعت چهار بعد از ظهر؛    روز  پنجشنبه ؛ مورخ چهارم دسمبر سال 2008


محل فاتحه : مسجد دیانت
Duven Str. 338
41238 Mönchengladbach
Germany



 د استاد محمداعظم عبيدي ژوندليک


محمد اعظم عبيدي د ثور ( غويي ) د مياشتې په درېمه نېټه په کال 1306 هجري لمريز  (د1927  زکال داپريل په 24 مه ) ،  د کابل په ښار کې زېږيدلی دی .


په 1333 کال کې دادبياتو پوهنځي د پښتو او دري ژبې له څانګې نه فارغ شو ، په 1345 کال کې يې پر ښوونې او روزنې کې دادارې او نظارت په برخه کې دنيويارک دکولمبيا له يونيورسيټي نه د ماسټرۍ درجه ترﻻسه کړه او په 1351 کال يې له نوموړي يونيورسټي نه خپل تخصص هم واخيست .


استاد عبيدي خپله دنده د ښوونکي په توګه داستقلال په ليسه کې پيل کړه . يوه موده يې په ملي موزيم کې د فرانسوي لرغونپوهانو سره د څېړنې او لرغون پېژندنې په برخه کې هم يو ځای دنده ترسره کړې . محمداعظم عبيدي څلور لسيزې د ښوونې روزنې او فرهنګ په برخه کې په تدريسي ، اداري ، علمي او څېړنيزو  دندو او مقامانو کی خدمت ترسره کړي . ده په ۱۳۵۵کال پرېکړه وکړه ، چې د سيدجمال الدين افغانی د ښوونکو د روزنې موسسې ته – چیری چې يو مهال هلته زده کوونکی معاون او عمومی مدیر وو- د استاد په توګه ستون شی . په همدې موسسه کې يې تر1992 ز کال پورې د اروا پوهنې (روانشناسی) د استاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ او له يادې شوې نېټې وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شو .


استاد عبيدي په کابل پوهنتون کې د زده کړې په مهال داستان لیکنی ته مخه کړه اوپه همدې مهال د ده لنډ داستانونه په مجلو او ورځپاڼو کې خپاره شول . په ديرشمو او څلويښتو هجري لمريز لسيزو کې يې د لوستونکو لخوا د لنډو داستانونه هرکلی وشو ، چې له امله يې څو سوه داستانونه په رسنيو کې خپاره شول .


په راډيو افغانستان کې استاد عبيدي د ماشومانو  د خپرونو له پيل سره يوځای ددغه پروګرامونه لپاره په سل ګونو افسانې او مالوماتي ليکنې وکړې ، ليکن د1357 کال دغويي تر کودتا وروسته يې خپلې اړيکې وشلولې .


استاد عبيدي په 1373کال (1994 ) کې جرمني هېواد ته د سياسي پناه وړونکي په توګه مهاجرت وکړ او د آسمايي د مجلې له تاسيس(  د 1375 د ليندۍ مياشت 1997 کال جنوري)  نه د يادې شوي مجلې د مسوول مدير دنده ومنله او لومړۍ پنځه ګڼې د ده ترکتنې او ﻻرښونه ﻻندې چاپ شوې او تر دې مهاله يې دافغان ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او ځوانانو زياتره مطالب په پام کې درلودل.
استاد عبيدي هېڅ کله هم له کومې سياسي ګوند او ډلې سره تړاو نه درلود . ده پر افغانستان باندې د شوروي يرغل مخالفت وکړ او د دغه تيري نه وروسته د رامنځته شويو رژيمونو غندنې يې کړي . نوموړی وروسته د غويي له اتمې مې کال 1371( 1992کال د اپريل 28 ) نېټې نه وروسته بيا هم د حاکمو رژيمونو د غندونکي په توګه د ولس ملاتړ وکړ .


استاد عبيدي يو دينداره مسلمان ، پاک نفسه انسان وو او صريحه لهجه يې درلوده . ده له افغانستان سره د زړۀ له کومې مينه درلوده او د قومي ، مذهبي او سمتي تعصبونو سره مخالف و؛ د افغانستان هرګوټ يې ورته خپل هېواد او هر وکړی یی  ورته یو شان هیوادوال وو. ده دافغانستان له ناوړه حالت ، او د افغانانو په منځ کې د ناباوریو او دښمنیو له موجوديت څخه سخت ناراضه وو او د خپل عمر تر پايه ، هغو ارزښتونو ته وفاداره پاتې شو ، چې ورباندې يې عقيده درلوده .


استاد عبيدي د 1387 کال د مرغومۍ په لسمه نېټه (د 2008  کال د نومبر په دیرشمه نيټه) د ورپېښې ناروغۍ له امله د جرمنی په مونشنګلادباخ ښار کی له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې .
***