د ارواښاد عبدالهادي هاند ژوندليك
بوراگانو د سپرلو لمني نيسئ
د گلونو قافلې گنې پر تـلو دي
له نن څخه پوره څلور كاله وړاندي د ۱۳۸۳ لمريز كال د ليندۍ پر ۱۱ علامه رشاد بابا (رح) له دې نړۍ څخه رحلت وكړ او د ليندۍ مياشت د پښتو ادب او ثقافت نور درانه مشران او ځلانده ستوري، لكه :
استاد گل پاچا الفت او پوهاند رشتين هم را څخه واخيستل، له ډېره بده مرغه بيا هم د ليندۍ د مياشتي پر ۱۱ مه ، د هيواد د ژورناليزم ، توكمپوهني او څېړني يو بل خادم انسان د لوى استاد علامه حبيبي او علامه رشاد بابا (رح) روزل سوى شاگرد، څېړونكى عبدالهادى هاند له دې فاني نړۍ څخه سترگي پټي كړلې.
انا لله و انا اليه راجعون
استاد عبدالهادي هاند د تاج محمد خان زوى، د حبيب الله خان لمسى په ۱۳۲۸ لمريز كال كي د كندهار ښار د دوهمي ناحيې د پوپلزو په كوڅه كي زېږېدلى و، لومړنۍ زده كړي يې په مشرقي لېسه كي وكړې او په ۱۳۴۸ لمريز كال كي دكندهار ښار د ميرويس نيكه له عالي لېسې څخه فارغ سو.
په ۱۳۵۱ لمريز كال د ادبياتو پوهنځى ته ولاړ او په ۱۳۵۴ لمريز كال د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي د ژرناليزم له څانگي څخه فارغ سو او په همدغه كال د كب پر پنځمه د پښتو د پرمختيا په امريت كي مقرر سو، په ۱۳۵۶ لمريز كال د پښتو ټولني د ترجمې د مديريت مسلكي غړى سو، په ۱۳۵۷ لمريز كال د پښتو نړيوالو څېړنو د مركز له خوا خپرېدونكي مجلې (پښتو) مرستيال و ټاكل سو.
په ۱۳۶۱ لمريز كال د افغانستان د علومو اكاډيمۍ څخه ، خپرېدونكي مجلې ( اريانا) مدير وټاكل سو او لسه كاله يې دا دنده وپالــله.
په ۱۳۷۹ لمريز كال د علومو اكاډيمۍ د حقوق او ژورناليزم د انسيتوت مشر و ټاكل سو او په ۱۳۸۵ لمريز كال له اداري پلوه د رتبې مافوق ته ورسېد.
په علمي څېړنيز ډگر كي يې نه ستړي كېدونكي تتبعات كړي دي، چي له بده مرغه د چاپ په گېڼه نه دي پسولل سوي.
د ده لومړۍ علمي څېړنه ( د مركزي فيوډالي دولت پر تاسيس د شېر سُرخ جرگې اغېزه) نوميږي، چي د علامه رشاد بابا (رح) په لارښوونه يې بشپړه كړې او د هېواد د اكاډيميكو مركزونو تر څنگ يې دغه څېړنه د ازبكستان د علومو اكاډيمۍ له خوا د يو مغتنم اثر په توگه منلې سوې او استاد هاند ته يې، پر دغه اثر غيابي دوكتورا هم وركړې ده.
دوهمه علمي څېړنه يې ( دپښتو نسبي شجرې او ملي هويت د تاريخي مدرك په توگه) نوميږي، چي د دې څېړنيزي پروژې لارښود استاد يې هم، علامه رشاد بابا (رح) و، پر دې څېړنه باندي يې د علومو اكاډيمۍ څېړونكى علمي لقب تر لاسه كړ.
د څېړنوالۍ ( د سرمحقق د مرستيالۍ) د علمي لقب له پاره يې، خپله علمي پروژه ( د افغاني ټولني پر سياسي – ټولنيز نظام باندي د مشروطه نهضت د مطبوعاتو اغېزه) تر نامه لاندي ، سږ كال په دوبي، كي بشپړه كړه او د دې علمي _ څېړنيزي پروژې دفاع او د څېړنوالۍ د علمي لقب تر لاسه كېده، د ده نيمه خوا ژوند په ده، ونه ليده.
ارواښاد استاد هاند د پورتنيو علمي څېړنو تر څنگ يې په لسو مقالې هم كښلي، چي په (پښتو)، اريانا، كابل مجلو او نورو موقوتو خپرونو كي خپرې سوي دي.
ارواښاد استاد هاند د هيواد او سيمي په ډېرو علمي سيمينارو او كنفرانسونو كي هم برخه اخيستې او خپلي ارزښتناكي مقالې يې اورولي دي، لكه:
( دلرغوني كندهار د اولسونو تاريخي هويت) كندهار د تاريخ په اوږدو كي سيمينار ته.
(دمعاصري افغاني ټولني په فكري رنسانس كي د علامه حبيبي د كورنۍ ونډه) د لوى استاد علامه حبيبي د وروستۍ تلينې سيمينار ته.
استاد هاند سربيره پر خپلي مورنۍ ژبي په پاړسي او انگريزي هم پوهېدئ او له روسي آثارو څخه يې هم گټه اخيستلاى سواى،.
د نورو علمي كارونو تر څنگ د خطاطۍ په برخه كي يې هم، ډېر آثار په خپل لاس كښل او (۱۵۰۰) مخيز انگريزي – پښتو نوى قاموس يې د خطاطۍ ښه بېلگه بللاى سو، البته د دې اثر فونيټكه الفبا هم دوى ترتيب كړې ده.
د ژوند وروستۍ ورځي يې په داسي بې كسۍ او بې وسۍ كي تيري كړلې، چي په ډير زهير او ناروغ ځان ، يې لا هم له علمي څېړونو څخه لاس وانه خيست خو د هېواد هيڅ اكاډيميك مركز يې د رغېدا او روغتيا غم ونه خوړ او د كورنۍ غړو يې په ډېر ستونزمن حالت ، له كابل څخه كندهار ته راوستى او نن سهار پر درو بجو يې خپل روح ابديت ته وسپاره.
د هيواد او لوى كندهار ټول فرهنگيان د هيواد د ښه ژورناليست، توكمپوه او خطاط استاد هاند مړينه د افغاني ټولني په علمي – څېړنيز ډگر كي يو تشه بولي او د دې درانه وېر په اړه د دوى درنې كورنۍ او ټول علمي – فرهنگي كړيو ته خواخوږي وړاندي كوي او د زړه صبر ورته غواړي .