کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى په حق ورسېد

تازه خبر: د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى په حق ورسېد

د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى محقق عبدالهادي هاند د ۵۲ كالو په عمر ومړ.
ارواښاد هاند د ژورناليزم له پوهنځي څخه فارغ وو او د افغانستان د علومو په اكاډمۍ كي د منځني ختيځ د چارو كارپوه وو.
نوموړى څو كاله د آريانا د علمي او تحقيقي مجلې مسئول مدير پاته سوى و، چي زيات شمېر علمي او تحقيقي مقالې يې پر اريانا مجله سربېره په نورو مجلو كي خپرې سوي وې.
د آرواښاد محقق عبدالهادي هاند د كورنۍ غړي مختاراحمد انتقام لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي نوموړى تېره شپه پر درې بجې چي د ۱۳۸۷ لمريز كال د قوس د مياشتي يوولسمه او د ۲۰۰۸ د ډسمبر د مياشتي لومړۍ نېټه كېږي، په كندهار كي تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو.
انالله و انا اليه راجعون


د ارواښاد هاند جنازه به نن ماپښين پر درې بجې د كندهار د مشاهيرو په هديره كي چي ارواښاد پوهاند علامه رشاد او ارواښاد استاد محمدانور نوميالى هم پكښي ښخ دي، خاورو ته وسپارل سي.

د نورو معلوماتو لپاره پر دې تليفون شماره اړيكي ونيسئ:
۰۷۰۰۳۱۶۵۰۶