کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ددوستی فرهنګي ټولنې پيغام

ددوستی فرهنګي ټولنې پيغام

ملي تلويزيون  هغه وخت بريالی اومنلی دی کله چې دافغان ولس لپاره دمنلووړوي

 

د۲۰۰۸ زکال دنومبر ۲۰

درنو لوستونکو داپيغام  دهغې درنې غونډي په ادرس لېږل شوی وو، کوم چي د۲۰۰۸ کال د نومبر د مياشتي پر ۲۱ مه نېټه په هالنډ کښي د افغاني کلتوري ټولني په ابتکار ( د افغانستان اوسنی حالت او د رسنيو رسالت ) تر سرليک لاندي ، د افغانستان پېژندل سوی  سېنماپوه ، سناريست او طنزليکونکي ډاکټر واحد نظري په ددرناوي په وياړجوړه شوې وه . زه دگران اوتکړه ژورناليست ښاغلي احمدشا بهاندڅخه دمننې په څرگندولو سره چي زموږ یيغام اووړانديزونه ئي دغونډي برخه والوته واورول ،ددې پېغام لوستل دټولولپاره په گټه بولم .

په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني مشر تابه جرګي غړو!

تر هرڅه وړاندي ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله تاسو اوستاسودټولنې  ټولوغړواوهغوفرهنگپالوته چي ستاسو سره ئې ددې غونډي په جوړېدوکي مرسته کړېده نه دزړه له کومي مننې په څرگندولوسره دځان اوټولنې دمشرتابه جرگې دغړو تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم .

اغلو اوښاغلو!
دادډير وياړ ځاي دی چي اوس زموږدهيواد وياړلي څېرې په ژونديني ستايل کيږي اودراتلونکوکارونولپاره ورسره مشورې کيږي .

په رښتياسره ډاکتر واحد نظري هغه فرهنگی څېره ده چي نازول ،ستايل  اوهڅول ئي زموږ اوستاسو  ټولودنده بولم . ماډير غوښتل پدي پرتمينه غونډه کي ستاسو سره يوځاي گډون ولرم ،خو متاسفانه  کله کله دژوند بوختياوي  دهرڅومره غوښتنې اوعلاقې سره دغه امکان له انسان څخه واخلي . ولي په معنوي لحاظ زه اوزموږ دټولنې ټول غړي ستاسو سره پدي ښکلې علمي او ادبي غونډه کي ځانونه شريک بولو.

زه نه غواړم  پسله هغه نه چي په بلجيم کښي دافغانانودکلتوري بهير په نوښت جوړي سوی غونډي کي دبرخي اخيستلوپه پلمه  مي دښاغلي ډاکتر عبدالواحد نظري سره درسنيواوپه ځانگړې توگه دراډيو ټلويزيون  دارزښت اوملي رسالت په هکله پوره دزړه خواله اونظرتبادله وکړه په تکرار اوتفصيل سره دلته خپل نظر څرگندکړم .خوپدې درنه غونډه کي ديوه ټکي  په څرگندولوځان اخلاقأ مکلف گڼم ،هغه داچي دافغانستان ملي تلويزيون  نشرات  هغه وخت په ټوله نړۍ کښي تر افغانانو ورسېدل اودنشراتوپه ماهيت کښي ئې نظري صاحب دصلاحيت او امکاناتوپه نظرکي نيولوسره تغير راغلي کله چي دغه ددنده هغه ته چي زموږ دهيواد يو وتلی اومسلکي کدردی وسپارل شوه . موږ پدې باوريوچي ښاغلي نظري به نورهم ددې لپاره زياروباسي تر څوددې ډله ايزی رسنۍ  چي ددولت ياپه بله اصطلاح دملت په پيسو ملت ته خپرونو کوي شته  نيمگړتياوي هم ليري کړي . موږ پدې پوهېږوچي ټول کارونه په يوه ورځ سرته نسي رسېدلاي بياپه داسي يوه هيوادلکه افغانستان کي چي دملي گټو،ملي پخلاينې اويومټي کېدوپرخلاف لاتر اوسه  ډير وپردولتي چوکيوناستوکسانومټي رانغښتي دي ،اونه پرېږدي چي زموږ ولس په خپلو کښي ديوه واحد هيواد داوسېدونکو او اتباعو په توگه خپلي ستونزي حل اوهرڅوک دشميرپه اندزه برخمن شي  . اوداهم راته معلومه ده چي يوازي يورئيس دهرڅومره صلايتونوسره بياهم پدې لويه اوپراخه برخه کښي څه نشي کولاي  ،پدې برخه کښي ددولت دمشرتابه په کچه دملي مسوليتونودرک اودهغودپلي کېدوسره يوې خاصي علاقې ته اړتياشته ،چي متاسفانه تر اوسه ددولت په مشرتابه کښې پدې برخه دعلاقې اومسوليت ترسره کولوڅرک لانه ليدل کيږي .

متاسفانه  له ورايه ئي وينوچي له دولتي جگپوړومقامونوڅخه دوصل پر ځاي  دفصل اواختلافاتو درازېږېدو هڅي رواني دي اوزموږځوان نسل دخپلو نارواموخولپاره دايراني اخوندانواوپاکستاني جنرالانودغوښتنې سره سم لوبوی . ځکه به نو دغسي يوه فرهنگی شخصيت ته چي هدف ئي يوازي اويوازي ملي چوپړ اودافغان ولس روښانه راتلونکې وي ،کار اوفعاليت له يوشمېرستونزواوکږلېچونوسره مخامخ وي  . همدا اوس موږدا ډارلروچي که نن دپوهنتون دکليمې پر سريوشمېرځوانان  دلاريون لپاره واټنوته راايستل کيږي ،سبابه لکه په هرات کي همدا اوس اوياداستادبرهان الدين رباني دحاکيمت په وخت کي په دولتي اداروکښي پښتو ويل منع اوويونکی به ئې په  جزامحکوم وي .

زموږ مشوره ښاغلي ډاکتر واحد نظري ته داده چي که يو لحظه هم دولتي مسوليت پر غاړه ولري هغه بايد دملي گټوپه نظرکي نيولوسره سرته ورسوی . اوکه چيري له نه ماتېدونکو مقاومتونوسره مخامخ کېده ،په افغاني شهامت دی خپل ولس ته اعلان کړی چي نوردغه  دنده دولس په گټه اوددوي له غوښتنې سره سم سرته نشي رسولاي ،ددې لپاره چي دنوروهيواد دښمنوپه ليکه کي رانه شم له دي دندي ځان گوښه اعلانوم .

دافغانستان داطلاعاتو اوفرهنگ  دښاغلي وزيرنه  هيله کوو چي په دولتي  ډله ايزورسنيوکښي  بې له هيڅ نوع معاملې نه دافغان ولس ملي اوفرهنگی گټي په نظرکي ولري،دملي ترمينالوزی اوپښتوژبې سره سپک برخورد ته دخپل وزارت په مربوطاتوکي دپاي ټکی کښېږدي . دوزارت  اړونده ادارومسوليت داسي کسانوته وسپاري کوم چي له هر ډول سياسي ،مذهبي ،ژبنی اوتوکمی تبعيض نه خلاص وي . دغه اوسنۍ افغان دښمنه لړئ چي دايران په نېغه مداخله اوهڅونه دافغانستانيانوياخراسانيانولخوادگران هيواد چي بېله دېنه ددې کړېدلي ولس دجنگولواوټوټه کولو لپاره په يوه اوبل نامه روانه ده دافغانستان داساسي قانون  اوتاريخي اسنادوپه نظر کي نيولي سره بايد شنډه اوعاملين ئي لکه چي رسوادی نورهم رسواشي .دملي گټوپه مقابل کښي دسياسي ملحوظاتوپه موخه تېرېدل ملي خيانت بلل کېداي شي . گورۍ ! پدې بايد ټول پوه وي که ددې ولس دصبر کاسه ډکه شوه دسېلابونه به ځينې جوړشي !!!

پدې پوهېږو چې دولتي تلويزيون  دولتي نشرات  کوي ،کله چي دولت ناکامه اوياضعيف  وي نونشرات به ئې هرومرو ورته بڼه ولري  . زه فکر کوم دابه دتلويزيون دسياسي  خپرونو په هکله تر يوځايه صدق وکړی ،ځکه دا طبعي ده چې دولتي نشرات ددولت په خوښه تر سره کېږي  او ددولتي رسنۍ ددولت  ژبه ده . خودې ټکي ته بايد جدي پاملرنه وشي کله چې خلک ددولت نه ناخوښه وي  نودتبليغاتواورېدوته ئي هم زړه نه ښه کوي . ځکه نو بايد ووايو چې تلويزيون  يوازي ددولتی خبرواوپاليسيودنشرمسوليت نلري بلکه ملي مسوليتونه اود هيواد په فرهنگی برخو کښي دزياتوسترو وظيفودسرته رسولو دنده هم پر غاړه لري . نشرات په هره بڼه چې وي ديوه هيواد په سياسي اقتصادي اوفرهنگی ژوند کې ستر ارزښت لري ،بهتره داده چي دنشراتو موخه دروښانه راتلونکي لپاره لارپرانيزي اوتر خپل ولس  پوري دنوی عصردعلم اوتخنيک برياوي ددوي په ژبه اوفرهنگی سويه ورسی .ملي رسنی بايد دملت دارادې هنداره اودملت په جوړېدوکښي خپل رغنده رسالت ترسره کړي .

زه ژورناليست نه يم اونه هم ځانته دا حق ورکوم چې پر تلويزيوني اوراډيوي  پروگراموپدې پيغام کښي بحث وکړم .هيله مند يم چې دمسلک خاوندان دافغانستان دملي تلويزون اوراډيو دپروگرامونو د پياوړتيا،ښکلا اوپوره کېدو په خاطر په همدې پرتمينه غونډه کي دښاغلي نظري صاحب  سره چي تل دمشورو تږ ی اواورېدو نکۍ دی  مرسته وکړي ،خپل اندونه او سالم وړانديزونه  له هغۀ  څخه ونه سپموي . دنشراتو سره مرسته  ديو هيواد دفرهنگي پياوړتيااوپراختيا سره مرسته ده . له دولتی چارواکو سره دبرخورد په کچه له دولتي نشراتو اوپه ځانگړې توگه  له ملي تلويزيون اوراډيو سره کړنه به  لويه  تيرو تنه وي . دولتي چارواکي چې هر څه  کوي هغه ددوي کاردی  .دهغوي سره به دهغوي دکاروپه اړوند برخوردکوو،ښه ئي بولم تر هغو چي دافغانستان دراډيو تلويز يون دمشرتابه  لخوا زموږ مشورې اوگوت نيونې  اورېدل کيږي اويامرسته منل کيږي ملي تلو يز يون  اوراډيوبايد پيا وړې اوپراگرامونه ئي دنړيوالوتلويزيونونو دپروگرامونوسره که دسيالی جوگه کېداي نشي نو ورونږدې خو وي . دابه دافتخار ځاي وي چي موږ داسي تلويزيوني اوراډيويي پروگرامونه ولر و کوم چي نه يوازي افغانان  بلکه نړيوال ليدونکی او اورېدونکی هم ولري اوله پروگرامو نه  ئي گټه اخيستنه زياته  شي .

درنو دوستانو !

موږدراډيو تلويزيون  دپروگرامونوپه اړوندتر  ډير زور بحث وروسته دافغانستان دشراطوپه نظرکي نيولوسره خپل گران دوست نظري صاحب ته  وړانديزونه لروپدې هيله که ئي پلي کېدل دده تر دولتي صلاحيت پورته وه چي تر اړونده جگپوړچارواکوپوري ئې  ورسوي :

۱ / متاسفانه تر اوسه لايوشمير ولايتونه دراډيو اوملي تلويزيون  تر نشراتي چترلاندي ندي راغلي  که دملي راډيوتلويزيون  خپرنې دټول هيواداونړی په کچه داورېدو اوليدووړوگرځي  دابه لويه اوملي بريا وي  .

۲ /  دتلويزيوني اوراډيویي خپرونود ټولو پروگرامودنشراتو دملا تيربايد دملي يوالي ټينگښت ،يوه اوبل قوم ،ژبې اومذهب  ته درناوی  جوړکړي  . ملي تلويزيون بايد بېله هر ډول سياسي ،مذ هبی ،ژبني اوقومی توپيرنه پرته دملي گټودساتلواوانعکاس  پر بنياد خپلې خپرونې عيارکړي ،ديادولووړئي بولوچي تر اوسه پوري دراډيو اوتلويزيون په نشراتوکښي دپښتوژبې تله سپکه اوونډه ئي خواره معلومېږي  .

په نشراتوکې دژبو انډول اوهغوي ته درناوي ساتل اړينه مسله ده، متاسفانه  تر اوسه په ټولو دولتی  نشراتو اوخپرونوکښي  له پښتوسره سپک برخورد شوۍ حتادورکېدولپاره ئې تلاښونه محسوس دي ،اوياخوکله ناکله دډيروکوچنيويابېگانه ژبو سره پر تله کېږي . په يوه خبره ،متاسفانه دپښتنوپه هيوادکښي پښتوته په سپکه او خواره سترگه کتل کيږي ،يوشمېربې وطنه اودپردېونوکران شپه او ورځ تلاښ کوي زموږپه خپل کورکي دپښتو ژبې کمبله ټوله کړي   .

خوکه شپه تياره هم وی مړې بايد په شمار ووېشل شي .

۳ / که دنشراتو ډيره برخه دځوان  نسل سالمې  اوپه ملي روحې روزنې  ته وقف شي په راتلونکی کښي به زموږ ډيري ستونزي  حل شي . دماشومانو لپاره دماشومانو اودځوانانو لپاره دهغوي په سطحه اورواني غوښتنوسره برابردځانگړو ورځنيزو پروگرامونوخپرېدل به دځوان نسل په سالمه روزنه اوپالنه کښي  تاريخي ارزښت ولري .

دلته پرځاي بولم يادونه وکړم چي  په بهرکې دافغاني ماشومانو،ځوانانو، اوبهر مېشتوافغانانو دژوند شکل ،فرهنگی  اوعلمي فعاليتونو انعکاس  به  هم ډير گټور تمام شی . ددي کار لپاره بايد په بهرکې دتوان تر کچي نماينده گۍ جوړي اودولتي تلويزيون دنړۍ په هرگوټ کي چي وي دافغانانوتر منځ دپله ياارتباط دکړئ حيثيت ترلاسه کړي .

۴ /  ترکومه ځايه چې زموږ دهيوادلويه برخه دسواد له نعمت نه محرومه ده ،ملي تلويزيون  دنده لري تر څود خپلو نشراتو له لاري د ټول هيواد دتاريخي پېښې اوجغرافيايي موقيعت ،پيدا وارو ،تر مځکه لاندي شتمني ،دود دستور، ژبو، اوکلتوري مناسباتوپه اړوندکره معلوماتونو تر څنگ دنړۍ مشهور اوتاريخي ځايونه اوښارونه هم خپلو ليدونکوته ورمعرفي کړي  .

۵ / دمور اوماشوم حق پېژندنه زموږ په هيواد کې  دنشراتو لومړئ درجه دنده شميرل کېداي شي .

تلويزيوني نشرات کولاي شي په ژوندی  بڼه دټولنې له ناخوالونه،دمور اوماشوم سره دترينگلتياوو،تېريو  اوزورونوپرخلاف تبليغات وکړي ،او ځوان نسل  ته دټولنيزوناخوالو او افتونوڅخه دخلاصون لاري  ورپه گوته کړل شي. هغه ځوانان چي په ښوونځيو اودعالي تحصيلاتوپه موسيسوکښي خپله درسی اومسلکي وړتيا ښکاره کوي دتلويزيون  اوراډيويي نشراتوله لاري وهڅول شي ،ملي تلويزيون  اوراډيو بايد له ښوونځيواو پوهنتونو اونورو ښوونيزو موسيسو سره پياوړي اودوامداره اړيکې ولري .

پدې باورلرو چې دافغانستان دملي تلويزيون مشرتابه دې ټکي ته پاملرنه کړېده چې دبهرنيو موسسو مالي اوتخنيکی مرستو راجلبول به دنشراتودکيفيت اوکميت دپياوړتياسره ستره مرسته وکړي  اوډيري  ښې پايلي به ولري ، تر اوسه لاموږ په يوازي سر هيڅ کار نشوکولاي  نړيوالومرستواوپرځاي مشورو ته جدي اړتيالرو.

۶ / په هيواد کښي دننه اوله هيوادنه بهر دټولوځوانو اوپېژندل شوو هنرمندانومرسته اوهمکاري راجلبول  به  دهيواد دفرهنگی پياوړتيا اودملي تلويزيون دموسيقی اوهنري  آرشيف دپياوړتياسره لويه مرسته وکړي .

پدي پوره ډاډه يو چې دافغانستان ملي تلويزيون مشرديوه مسلکي شخص په توگه  ترموږپدې کارو ډير ښه پوهېږي  ولي ديوافغان په توگه  مو ځانونه  مکلف وبلل خپل اندونه اووړانديزونه چي په حقيقت کښي دلته دافغان مهاجرودنظرياتواوغوښتنوانعکاس دی  دملي ټلويزيو ن له مشرتابه سره شريک کړو .

ملي تلويزيون  بايد دامهارت  اودرايت  ولري چې مليت  ځانته جلب کړی ،خودابه هغه وخت وي چې دملي تلويزيون اوراډيو په پروگراموکښي ټول افغان ولس  خپل ځانونه  اوملي گټي وويني  اوداامکان ترلاسه کړي چې دهمدي هنداري اولودسپېکر له لاري خپل اواز،غوښتنې اوپوښتنې ترجگپوړو چارواکو ورسولاي شي  .

په حقيقت کي  ملي ،دامعني لري چي دملت په خدمت اودهغوي دارادې منعکسوونکي وی .
موږپداسي حال کښي  چي د دغه شان علمي  اوفرهنگی څېرواو شخصيتونویاد ژوندی ساتل  اودهغوي سره ددوي پکاروکښي مرسته کول په گټه بولو يو ځل بيا تاسو ددي درني غونډي جوړونکو اوښاغلي ډاکتر واحد نظري ته پدي ملي اوفرهنګي چوپړ کي دلوي څښتن  له دربارنه دزياتو برياليتوبونواوپراخې هوسلې هيله کوو.  


دټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور