" /> " /> " /> " /> په کابل کې دجرمني پر سفارت د بريد وروستی حال  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په کابل کې دجرمني پر سفارت د بريد وروستی حال  Fotos

په کابل کې دجرمني پر سفارت د بريد وروستی حال  Fotos

په کابل کې دجرمني سفارت پرپوځي اتشه باندې دوسله طالبانو لخوا يوځانمرګي بريد وشو چې په ترڅ کې يې دپوځي اتشه موټر ويجاړ او دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي اوديوپوليس په کې ټپيان شوي دي . 

 

دکابل دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيقاتو دچارو مشر بريد جنرال عليشاه پکتياوال وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي ديوبايسکل  په واسطه باندې بريد کړي اويوپوليس اوده عام وګړي په کې ټپيان شوي اودوه تنه ملکي وګړي په کې مړه دي .

بريد دحبيبي ليسي مخې ته په هغه غزيدلي سړک شوي کوم چې ددهمزنګ څخه دارلمان ته دپارلمان دسړک پرمخ تيرشوي دي .

دغه بريد پړه طالبانو پرځان منلي ده

د وسلوالو طالبانو  وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګنده ځايه  وويل چې دغه بريد د صديق الله په نامه د کندهار يوه طالب ترسره کړى دى .

هغه ادعا وکړه چې په بريد کې د بهرنيو وګړيو موټر په نښه شوي وو، چې اته  بهرنيان په کې  وژل شوي او ددوى دوه موټر هم ويجاړ دي .

په کابل کې دروان کال له پيل څخه دا ١١ ځانمرګي بريد دي چې دبهرنيانو په وړاندې ترسره کيږي

درې ورځې و ړاندې دعامي روغتيا وزارت په څلورلاري کې هم ځان مرګي بريد شوي وو خو په کې بهرنيانوته مرګ ژوبله نه وه  اوښتي .