د اسوشيېټيډ پريس آژانس خبر وركړ چي د هندوستان په ګڼ مېشتي اقتصادي مركز ممبيى كي د شكمنو اسلامي تندلارو د وروستي مقاومت كوونكي په مړينه دا ماجرا تر ۶۰ ساعته جنګ وروسته ختمه سوه.
د دكن د اسلامي غورځنګ په نامه يوې نوي ډلي د چارشنبې په شپه ناوخته د ممبيى ښار دوه هوټلونه او د يهودانو مركز تر وسله وال بريد لاندي ونيول او پكښي مېشت كسان يې يرغمل كړل، چي د وروستيو ارقامو پر اساس ۱۹۵ كسان مړه او نيژدې ۳۰۰ كسان پكښي ټپيان سول.
ممبيى چي د هند تر ټولو ګڼ مېشتى ښار او له سمندر سره وصل اقتصادي مركز ګڼل كېږي، د وروستۍ پېښي له امله د نړيوالو خبرونو سر ټكى ګرځېدلى دئ.
د دې ښار د مرګ ژوبلي په اړه د نړۍ د سترو هيوادونو مشرانو د هند له حكومت سره خواخوږي ښودلې او د پېښي د څېړني په موخه د امريكا په ګډون انګليستان او المان ورته د استخباراتي څېړونكو د ورلېږلو ژمنه هم كړې ده، خو هندي چارواكي وايي د دې قضيې د څېړنو دپاره دوى يوازي پر خپلو استخباراتي مامورينو باور كوي.
خبرونه وايي په ۱۹۵ مړو كي شل هندي كمانډويان او ۱۶ تنه بهرنيان هم راځي، چي پر امريكايانو، يهودانو او انګرېزانو سربېره، د اېټاليا، جرمني او اسټراليان اتباع هم پكښي شامل دي.
د هند حكومت وايي له بريد كوونكو سره له پاكستان څخه اړيكي نيول سوي، او له ژونديو نيول سوو وسله والو څخه ترلاسه اسناد ښيي چي د پاكستان ځيني ډلي په دې بريد كي لاس لري.
پاكستان د تل په څېر پر دې پېښه خواشنيي ښودلې او د هند له خوا لګول سوي تورونه يې رد كړي دي.
هندي چارواكو له پاكستان څخه غوښتي چي د خپل هيواد د استخباراتو مشر د دې پېښي د څېړني دپاره ور ولېږي، كه څه هم په لومړي سر كي پاكستان دا غوښتنه منلې وه، خو په وروسته كي بيرته پر شا سو.
د هند او پاكستان ترمنځ اړيكي چي د آصف علي زرداري د حكومت په راتګ د دوستۍ پر لور رواني وې، يو ځل بيا د دواړو هيوادونو تر منځ د دښمنۍ يو نوى باب پرانيستل سو.
څېړونكي وايي په تېرو څو لسيزو كي چي هر ځل پاكستان او هند د دوستۍ پر لور ګامونه اوچت كړي، يوه نامعلوم لاس يې بيرته دوستي په دښمني بدله كړې ده.
هند او پاكستان د كشمير پر سر له شپږو لسيزو راهيسي اوږده دښمني لري، چي درې ځلي يې خپل منځي جګړې هم سره كړي دي.
هندي مقاماتو كه څه هم تر اوسه په رسمي ډول د پاكستان حكومت يا استخباراتي شبكه د دغو بريدونو په باب نه ده تورنه كړې، خو په مطبوعاتو كي وار دمخه د پاكستاني استخباراتو له خوا پر هند او افغانستان سختي نيوكي د دې شاهدي وركوي، چي هندي مقاماتو د پردې تر شا د دې بريد مسئوليت د پاكستان پر حكومت او استخباراتي اداره اچولى دئ.
د پاكستان د ډيلي ټايمز ورځپاڼي د خپل هيواد د استخباراتي مامورينو له خولې ليكلي چي هند افغانستان ته د وركړل سوو مرستو ډېره برخه د پاكستان ضد بلوڅ بېلتونپالو ته وركوي، چي هغوى يې د بلوچستان د خپلواكۍ او پاكستان د تجزيې دپاره كاروي.
ډيلي ټايمز ليكي له افغانستان څخه پاكستان ته ۳۳۴ لاري ننوزي او هند د همدغو لارو څخه د پاكستان په نا ارامۍ كي كار اخلي او افغانستان ته د وركړي ۱۲۵ ميليونو ډالرو ډېره برخه په هغو وسلو مصرفوي چي د بلوچستان له چمن، پښين او كلا عبدالله له لاري تر بلوچستان او آن كراچي پوري رسېږي.
د پاكستاني استخباراتو دې وروستۍ نيوكي ته لا تر اوسه هند او افغانستان غبرګون نه دئ ښودلئ، خو د چارو د څېړونكو په ګومان په داسي حال كي چي هندي مقامات ظاهراً د ممبيى د مقاومت د ختمېدو خبر وركوي، خو په اصل كي د پاكستان او هند ترمنځ يوه نوې لانجه وزېږېده، چي له بدو پايلو به يې نه يوازي افغانستان بلكي د سيمي نور هيوادونه هم اغېزمن سي.