له ډېر وخت راهيسي د طالبانو سره د خبرو اترو ، سولي، او روغي جوړي موضوع ډېره گرمه ده. افغاني او غربي سياسي حلقې، مطبوعات، او ځيني عالي رتبه مامورين پدې عقيدې دي چي د طالبانو سره بايد د اور بند، سولي، او سياسي روغي جوړي په باب خبري وسي. ځينو نرمو او په اصطلاح اصلاح سويو طالبانو ته په حکومت کي ونډه ورکړه سي. ځينو ته عفوه وسي، او د ځينو سره ” د گازري او سوټي”پاليسي عملي سي. د مکې شريفي غونډه، عربستان ته د ملا عمر د مهاجرت نوي اوازې، او ملا عمر او طالبانو ته د کرزي لخوا د سر او مال د ضمانت گرمي وعدې د همدې کوښښونو يوه برخه ده. بلخوا، د امريکا نوي منتخب جمهور ريس باراک اوباما ژمنه کړېده چي پخپله دوره کي به افغانستان ته توجه لا زياته کړي. نوې پاليسي، نوري منابع، او اضافه عسکر به هغه هېواد ته واستوي.
بل پلو، د طالبانو پرخلاف د قومي اربکيانو د تشکيلولو نقشې هم رواني دي. دغه راز، د طالبانو د تجريدولو او کمزوري کولو لپاره د قومي او سيمه ايزو مشرانو او خلکو سره د مرستو د کولو مفکورې هم ډېر پلويان لري. دوى گومان کوي چي کېداى سي د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کي پراته پښتني اقوام د طالبانو پرخلاف مسلح سي. البته، پدې کي شک نسته چي القاعدې او طالبانو په سيمه کي ډېري ورانۍ او ظلمونه کړي دي، خو امريکا نسي کولاى چي د کرزي په حکومت کي اصلاح او بدلون راولي. په هر صورت، د عامه افغانانو او القاعدې تر مينځ پټ مگر زياتېدونکى تاوتريخوالى بايدلا زيات سي. د عراق په شان قومي مليشياووي د طالبانو او القاعدې پر ضد وکارول سي. دا هغه نظريې او اندېښنې دي چي د امريکا مهم چارواکي، پوځي مشران، سياسي مبصرين، او په متحده ايالاتو کي د راتلونکې ادارې مسولين نن سبا غور او فکر باندي کوي.
څرگنده خبره ده چي د سياسي او نظامي مخالفينو او دښمنانو سره خبري کول په اصل او پرنسيپ کي موجه او غوره ستراتيژي ده. د ملي ستونزو د حلولو لپاره د مخالفانو سره خبري کول يوه ضروري مسله ده. زياتره جنگونه بالاخره د سولي په خبرو فيصله سويدي. نو بنا، د طالبانو سره خبري او روغه جوړه کول يو ضروري کار دى. په بل عبارت، د طالبانو سره خبري پخپل ذات کي بده خبره نده. د طالبانو په صفوفوکي درز اچول او له هغوى څخه ځيني ډلي او سيمي را بېلول ښه او عملي پاليسي ده. په افغانستان کي، اکثره اوسني مخالفان د کابل د حکومت او د هغه د خارجي حاميانو له ظلم، زور زياتي، او ناوړو پاليسيو په نتيجه کي را پيدا سوي دي. ځيني خلک له وچ مجبوريت څخه غرونو ته ختلي دي. اکثره ځوانان سپېره فقر او پراخي بېکارۍ د طالبانو په صفوفو کي پاته کېدو ته اړ ايستلي دي. باقي پاتي خارجي بې کوره او وطنه عرب، چيچن، اوزبک، تاجيک او نور مذهبي ډانگيان د القاعدې په تور دام کي بند دي. ځينو نورو ياغيانو بيا_ البته د پردو په لسمون _د پښتني سيمو او ښارونو د بې امنۍ او خرابۍ ژمنه کړې ده. په بل عبارت، په افغانستان کي يوازي طالبان په نظامي ساحه کي ندي فعاله، بلکي هلته ډېري نوري ډلي سته چي د طالبانوسره چندان کنکشن او ارتباط نلري. د مثال په توگه، د قاچاقبرانو منظم او مسلح مزدور جگړه ماران، د محلي قومندانانو او مخورو کسانو شخصي مسلح ډانگيان، ظالم غله او بېشماره جنايتکاران، د شمال د ايتلاف وسلوال بانډونه، او داسي نوري محلي او سيمه ايزي مسلح ډلي چي د افغانستان په گوټ گوټ کي فعاله دي. په شمال کي، د پخواني جنگسالارانو او قومندانانو ظلم او ستم شپه و ورځ محلي خلک تهديدوي. مطلب مي دا دى چي د ځينو طالبانو سره خبري کول د افغانستان سياسي او نظامي بحران نه سي فيصله کولاى.
زه پدې ټينگه عقيده لرم چي وايي: هغه ولسونه چي د خپل ځان لپاره حکومت نه سي جوړولاى، پر هغو باندي نور خلک حکومت کوي. د همدې سياسي اصل سره سم، افغانستان يو قوي مرکزي حکومت ته اړتيا لري چي ملک پخپله اداره کړي، امنيت ټينگ کړي او ماليات راغونډ کړي. امريکا او اروپايان بايد پدې قانع سي چي د افغانستان حکومت ته بايد د داخلي او خارجي پاليسيو په جوړولو کي زياته ازادي او استقلال ورکړه سي. دا د افغاني حکومت د پايښت او مشروعيت خبره ده. د ژوند او مرگ مسله ده. افغانانو ته بايد واک او اجازه ورکړه سي چي د خپل ولس ستراتيژيکي او مهم پلانونه خپله جوړ کړي. هيځ افغاني دولت ته ممکنه نده چي له يوې خوا د څه د پاسه څلويشتو خارجي هيوادونو گټي وساتي، او له بلي خوا، د افغان ملت گټي هم خوندي کړي. دا يو محال انډول دى. کوه قاف ته ختل دي. هيڅ حکومت نسي کولاى چي ددغو شرايطو لاندي د استقلال او يا ازادۍ دعوه وکړي. که يې چيري وکړي هم، هيڅ څوک يې پر سورنا غوږ نه نيسي. ځکه هر عاقل او بالغ بني ادم پدې پوهېږي چي د دغو شرايطو لاندي د استقلال او ازادۍ ادعا هسي خوشي خبري دي. تشي لاپي شاپي دي، او رډه سپين سترگي ده.
په افغانستان کي، تر بل هر شى اول بايد حکومت جوړ سي. دولتي موسسات را ژوندي او تقويه سي. مرکزي حکومت ټينگ او غښتلى سي. د قانون حاکميت خور سي. د تېرو اوو کلونو په جريان کي له بده مرغه د کابل حکومت بې پروگرامه، لټ، او شډل را وخوت، او د بلي خوا، خارجي حاميان يې يا د هر مشکل حل په نظامي عملياتو او بمباريو کي لټوي، او يا په بې فايدې او عبثو خبرو کي. د بوش ادارې نه غوښتل چي په افغانستان کي لمړى د هر اړخيز فقر، عامي بېکارۍ، محسوسي او ډارونکې لوږي، او د نورو په پېخر اقتصادي مشکلاتو غم وخوري، مگر غوښتل يې چي طالبان، القاعده، او نور مخالفان تباه او سټ کړي. يو څوک بايد ښاغلى بوش وښوروي؛ را وېښ يې کړې؛ او بيا ورته ووايي: ياره! څکه يې لا و الله که وکې.
زه عقيده لرم چي د خبرو ترڅنگ دي لمړى د هر څه تر مخه د نويو کارونو د خلقولو لاري چاري ولټول سي. اقتصاد دي غښتلى او پياوړى سي. افغانانو ته دي دننه په افغانستان کي د کار او زحمت زمينه برابره سي. هغو طالبانو او يا نورو مخالفانو ته چي خپلي جبهې او مورچلونه پرېږدي، بې وسلې کېږي، او اساسي قانون او مدني حکومت مني، د هغوى لپاره دي امنيت، د کار ضمانت، او ارام محيط برابر سي. په افغانستان کي د يوه امن محيط ايجادول يوه حياتي مسله ده. ددې ترڅنگ دي اقتصادي پرمختگ او ودي ته پوره توجه وسي. د بياودانولو پروژې دي گړندۍ او ډېري سي. د يوې ښې راتلونکې وعدې دي عملي سي. د هېواد په مختلفو سيمو کي دي د بياودانولو په پروژو کي په لکهاوو بېکاره او روزگاره ځوانان استخدام سي. په ښارگوټو او کليو کي دي د کار او بيارغوني فرصتونه برابر سي. ملي اقتصاد دي پر داخلي توليداتو باندي جوړ سي. د برق، سړک، بندونو، پلونو، او اوبو لگولو پروژو ته دي پوره او جدي توجه وسي. په هېواد کي بايد د وړو فابريکو د تاسيس سره پوره مرسته وسي. خصوصي پانگه اچونه دي تشويق سي. د هېواد په مېکرو او مکرو اقتصادي سکتورونو کي دي د خصوصي سکتور د را داخلولو لپاره پوره کوښښ او پانگه واچول سي. د مکتبونو، ادارو، کتابتونو، درسي کتابونو، او لابراتوارونو په برابرولو کي دي جدي گامونه واخيستل سي. او تر ټولو مهمه، په درس او تعليم کي دي د نننى ضرورياتو سره سم ستراتيژيک او په کافي اندازه منابع او پيسې ولگول سي. د عصري علومو ترويج او خورېدل دي محوري ټکى وټاکل سي.
زه عقيده لرم چي د کابل د اوسني حکومت او يو څو جنگي طالبانو تر مينځ خبري نتيجه نه ورکوي. ددې ادعا دلايل دا دي. دکابل حکومت د اوو کالو په ترڅ کي د افغانانو د اکثريت ملاتړ تر لاسه نه کړ. امنيت يې تامين نه کى. سياسي اتوريټي او مشروعيت يې هډو سته نه. په ملک کي، ادارې فساد او رشورتخوران نخرې کوي. اقتصاد يا سته نه او يا پر مخدره موادو او خارجي بسپنو او چاندو راڅرخي. پراخي بېکارۍ، گرانۍ، او فقر د خلکو بېخ وايست. د کرزي حکومت له هر لحاظه ناکامه دى. له يوه داسي حکومت څخه د هغه د ژوند په اخرو شېبو کي په دپلوماتيکه ساحه کي سياسي معجزه غوښتل څرگنده ساده گي او سپېره کم عقلي ده.
زه عقيده لرم چي سوله يوازي هله ټينگېداى سي چي عدالت او انصاف تامين سي. محکمې، قاضيان، او پوليس دخلکو ساتونکي وي. د يوې دايمي سولي پايښت د قانون حاکميت، عدالت، او د خلکو ازاد گډون ته اړتيا لري. واقعي او دايمي سوله د خلکو رشتين او باصلاحيته استازي او حکومت راوستلاى سي. ډارن او بې ارمانه خلک د دايمي سولي او ثبات له راوستلو څخه عاجز دي. د نورو ولسونو تاريخي تجربې ښيي چي سياسي استقرار او ثبات هغه وخت ټينگ سوى دى، چي ملي او دردمنو مشرانو د ملک واگي پلاس کي نيولي دي. د ملک ملي گټي خوندي سويدي، او د اقتصادي پرمختگ لپاره ښې او موثري ستراتيژۍ وضع سوي دي. او بالاخره زه عقيده لرم چي د کرزي وروستۍ هلي ځلي او طالبانو ته د هغه گرمي وعدې د انتخاباتو د گټلو لپاره د هغه وروستي کوښښونه دي. هغه له مسلې څخه سياسي استفاده کوي. هغه غواړي چي د ايتلافي قواوو د مرگانيو بمباريو سره د عامه افغانانو د مخالفت واگي پخپل لاس کي واخلي. هغه غواړي چي داسي وښيي چي گواکي دى د ملي گټو څخه دفاع کوي، او د طالبانو سره د خبرو کولو طراح هم دى دى. والسلام.