خرما يا كجوره د ډيرو پخوا زمانو څخه پيژندل شوې ميوه ده. د قرآن كريم په ځينو آيتونو كې له خرما څخه د جنت د نعمتونو په توګه يادونه شوې ده. كه چيرې د دغې ميوې په هكله څينه وشي نو وبه ليدل شي چې يو شمير زياتې ځانګړتياوې لري. خرما نن سبا د خوړو د پوهانو پاملرنه ځانته راړولې ده چې لامل نه يوازې خوندوره ذايقه بلكه لوړ غذايي ارزښت دى. د خرما نوې ګټې هره ورځ راڅرګنديږي چې اوس د دوا او هم د غذا په توګه كارول كيږي.
په قرآن كريم كې په سورت مريم كې د خرما ځانګړتيا وې په لاندې توګه بيان شوې دي.
فَحَمَلَتْهُ فَانتَبَذَتْ بِهِ مَکَاناً قَصِيّاً * فَأَجَاءَهَا الْمضخَاضُ إِلَي جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هذَا وَکُنتُ نَسْياً مَنْسِيّاً * فَنَادَاهَا مِن تَحْتِهَا أَلاَّ تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّکِ تَحْتَکِ سَرِيّاً * وَهُزِّي إِلَيْکِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْکِ رُطَباً جَنِيّاً *فَکُلِي وَاشْرَبِي…. ( مريم ۲۲- ۲۶)
ژباړه: مريم (په عيسى عليه السلام) باندې حامله داره شوه نو يو لري ځاى ته لاړله. وروسته د زيږيدنې درد هغه د خرما د ونې بيخ ته راويستله او (د درد له شدت څخه يې ) وويل: كاشكې زه لدې څخه وړاندې مړه شوې واى او هيڅ نښه نښانه مې هم نه واى پاتې . بيا پرښتې د پښو د لاندې څخه ورته وويل: مه خپه كيږه، ستا پالونكي ستا ( تر پښو) لاندې چينه روانه كړې ده. دا د خرما ونه لږ وښوروه نو تا ته به تازه خرماوې را توېې شي. (دا خرما ) وخوره او (د هغو اوبو څخه ) وڅښه .پدې كې چې الله تعالي مريم ته فرمايي تر څو خرما وخوري لوى حكمت پروت دى .اوسني علم ثابته كړې ده چې د اميندوارو ښځو او هغو لپاره چې نوى ماشوم يې زيږولى وي خرما تر ټولو غوره خواه دي.الله تعالى مريم ته د هغې د خوړلو يادونه كړې وه تر څو د ماشوم زيږيدل ورته آسانه شي.
علمی لاس ته راوړنې:
د هغې څيړنې پايلې چې د ننني طب په رڼا ك په كجوره باندې سرته رسيدلې دي په لاندې توګه بيانيږي: كجوره په خپل تركيب كې د قند لوړه اندازه لري( د ټولو ميوو 60- 65 په سلو كې ). د دې قند لومړى ځانګړتيا دا ده چې په بدن كې په آسانۍ سره مصرفيږي او دويمه يې دا چې دغه قند ګلوكوز ندې كوم چې په بيړه د وينې د ګلوكوزو سويه لوړوي،په وينه كې د ګلوكوز چټك لوړيدل په ځانګړې توګه د شكر (Diabetes) په مريضانو كې د بدن په ډيرو غړيو او سيستمونو باندې ناوړه اغيز لري په ځانګړې توګه په سترګو، پښتورګو، زړه، د وينې دوراني سيستم او عصبي سيستم. بلكه دا د ميوې قند (فركتوز) دى.
داكتران اميندوارو ښځو ته د ماشوم د زيږيدلو په ورځ د هغو خوړو سپارښتنه كوي چې د ميوې قند (فركتوز) ولري. د دې كار موخه دا ده چې د مور ضعيف شوي بدن ته انرژي وركړي او د شيدو د افراز هورمونونه تنبه كړي . سربيره پردې د ولادت په مهال د وينې ډير ضايع كيدل د بدن د قند د كمښت سبب كيږي خو لكه څنګه چې وړاندې مو وويل خرما ډير قند لري او د وينې د فشار د ټيټيدلو مخه نيسي. همدا شان خرما چې لوړه كالوري انرژي لري د هغو كسانو په بيا پياوړي كولو كې ډيره ګټوره ده چې د ناروغۍ له امله يې بدن ضعيف شوي وي او ډيرې انرژى ته اړتيا لري.
دا حقايق د هغه حكمت څخه پرده پورته كوي چې الله (جل جلاله ) مريم ته د خرما د خوړلو امر كړى وو تر څو هغې ته انرژي وركړي او د هغې شيدې چې د ماشوم يوازينۍ غذا ده زياتې كړي.
همدا شان دا هم ثابته شوې ده چې خرما په خپل جوړښت كې ټول هغه لس ګوني توكي چې د بدن د روغ او ځواكمن پاتې كيدو لپاره اړين دي لري له همدې امله ساينس پوهان وايي چې انسانان د كلونو لپاره يوازې د خرما او اوبو په خوړلو سره ژوندې پاتې كيدلاى شي. V.H.dowsonد خوړو د څانګې وتلى ماهر وايي چې يوه دانه كجوره او يوه پياله شيدې د يوه انسان د ټولو ورځنيو غذايي اړتياوو د پوره كولو لپاره بسنه كوي.
کجوره اوکسی توسین لری:
اوكسي توسين هغه هورمون دى چې د نخامي غدې څخه افرازيږي او د زيږيدو په مهال ټول تيارى په هغه پوري تړاو لري چې په لاندې توګه يې ځينې دندې بيانيږي:
الف. د ماشوم د زيږيدلو لپاره بايد د رحم تقلصات زيات شي او د زيږيدلو پر مهال د رحم پياړوى تقلص اړين دى ، چې اوكسي توسين عضلاتو ته دا توانمندي وركوي تر څو رحم په ډير قوت سره تقلص وكړي.
ب. لكه څنګه چې څرګنده ده د نوي زيږيدلي ماشوم لپاره يوازيني، لومړني او تر ټولو غوره خواړه د مور شيدې نو د هغې افراز او جاري كيدل هم د اوكسي توسين دنده ده. اوس نو دې ټكي ته راځو چې په لس ګونو او آن په سلګونو خوړو كې يوازې خرما ده چې اوكسيتوسين لري.
همدا شان كجورې په خپل جوړښت كې ويټامينونه(B3,B2, B1,A(نياسن), B6,فوليك اسيد)، منرالونه (سوديم، پوتاشيم، كلسيم، مګنيزيم، اوسپنې، سلفر، فاسفورس او كلورين )، فايبر، شحم او پروټينونه لري.
د اميندوارۍ په موده كې د دغو ويتامينونو او منرالونو د ګټو نچوړ په لاندې ډول دى.
1. فوليك اسيد: فوليك اسيد هغه ويتامين دى چې د B په كورنۍ پورې اړه لري او د اميندواري په موده كې خورا ارزښتمن توكى دى.فوليك اسيد(B9) د وينې د نويو حجرو په جوړښت او د امينواسيدونو په تركيب كې خورا زيات ارزښت لري. د اميندوارۍ په موده كې د بدن اړتيا فوليك اسيد ته په څرګند ډول لوړيږي. كله چې د فوليك اسيد اندازه د نورمال حالت نه كمه شي نو د وينې سره كريوات خپله دنده پوره نشي سر ته رسولى، حجم يې نظر نورمال حالت ته لوييږې چې د يو ډول كمخوني د رامنځ ته كيدو لامل ګرځي. همدا راز فوليك اسيد په حجروي تقسيماتو او د حجرې په جنتيك جوړښت كې خورا مهم رول لري او يوازينى ماده ده چې بدن يې بايد په ورځني ډول واخلي او دا ضرورت د اميندوارۍ په موده كې دوه برابره كيږي.له نيكه مرغه خرما په خپل تركيب كې په لوړه كچه فوليك اسيد لري.
2. پوتاشيم: خرما په خپل تركيب كې لوړه اندازه پوتاشيم لري چې لاندې دندې تر سره كوي
الف: د اميندوارۍ په موده كې د پوتاشيم د كمښت له امله اوږد مهاله استفراغ را منځ ته كيږي.
ب: پوتاشيم د بدن د اوبو د توازن په برابرولو او دماغ ته د اكسيجن په رسولو كې مرسته كوي.
ج: پوتاشيم د بدن د مايعاتو لپاره الكلوييد ماحول هم جوړوي چې پښتورګې تنبيه كوي تر څو اضافي توكسيك مواد له بدن څخه اطراح كړي.
د: همدا راز پوتاشيم د لوړ فشار په ټيټولو او د پوستكې په ښكلا كې مرسته كوي
3. اوسپنه : هغه اوسپنه چې په خرما كې موجوده ده په سرو كريواتو كې د هيموګروبين جوړول كنترولوي او په وينه كې د سرو كريواتو مناسبه اندازه تضمينوي. دا د اميندوارۍ په موده او د ماشوم د رشد په مرحله كې د كمخونې په مخنيوي كې د اوسپنې حياتي ارزښت دى.همدا راز سره كريوات د اوكسيجن او كاربن داى اكسايد د انتقال له لارې د حجراتو په ژوندي ساتلو كې پوره ارزښت لري.
وينو چې اوسپنه د انسان په بدن كې څومره مهم رول لوبوي خو بيا هم د الله دې ستر نعمت ته ګوره چې خرما په هغه لوړه كچه اوسپنه لري چې انسان كولاى شي په ورځنې ډول يوازې د پنځلسو خرماوو په خوړلو سره ځان د ټولو هغو ناروغيو څخه وساتي چې د اوسپنې د كموالي له امله رامنځ ته كيږي.
4. كلسيم او فاسفيت: د خرما كلسيم او فاسفيت د اسكليت د نمو لپاره او د هډوكو په جوړښت كې مهم عناصر دي . په خرما كې د كلسيم او فاسفيت لوړه كچه د بدن د هډوكو د كمزورۍ مخنيوى كوي. ساينس پوهان همدا ډول ټينګار كوي چې خرما د سترس، فشار او تشويش په كمولو هم رول لري.
5. ويتامين B6 او مګنيزيم: د هغې څيړنې له مخې چې د بركلي پوهنتون ماهر ترسره كړې ده څرګنديږي چې خرما په لوړه كچه ويټامين B6 او مګنيزيم لري چې لومړنى اعصاب تقويت كوي او دويم د پښتورګي لپاره ډير اړين دى. يو انسان كولاى شي يوازې د دوو يا دريو خرماوو په خوړلو سره د مګنيزيم ورځنى ضرورت پوره كړي.
6. ويټامين B1: هغه ويټامين B1 چې په خرما كې شتون لري د عصبي سيستم په روغتيا كې رول لري، له كاربوهايدروتو څخه د انرژي په لاس ته راوړلو او همدا راز په پروتين او شحم باندې د هغې په اړولو كې مرسته كوي تر څو د بدن اړتيا پوره كړي.
7. ويټامين B2: ويټامين B2 د بدن د انرژۍ د پوره كولو او د حجرو د بيا جوړيدلو لپاره د پروتين، شحم او قندو په استقلاب كې مرسته كوي .
8. ويتامينA : ويټامين A ته د بدن اړتيا د اميندوارۍ په موده كې لوړيږي. خرما لدې امله چې په لوړه كچه ويټامين A لري، د سترګو ځير او د بدن مقاومت زياتوي او د غاښونو او هډوكو جوړښت كلكوي. په همدې ډول خرما (بيتا كاراتون) لري بيتا كاراتون د هغو ماليكولو د مخينوي له امله چې په حجرو باندې حمله كوي د سرطان څخه مخنيوى كوي.
9. سربيره پردې، د نورو ميوو برخلاف خرما په خپل تركيب كې پروتين هم لري. له همدې له امله خرما د ناروغيو په وړاندې د بدن ساتنه كوي، د حجرو په توليد او د بدن د مايعاتو په توازن كې هم رغنده ونډه اخلي.
غوښه هم پيژندل شوي ښه خواړه دي خو كيداى شي د خرما سره چې يوه تازه ميوه ده سيالي ونشي كولاى په ځانګړې توګه د اميندوارى په موده كې، ځكه پدې دوره كې د ډيرې غوښې خوړل كيداى شي مريض د تسمم په لور بوزي.
د حامله دارو ښځو لپاره غوره دا ده چې په خوړو كې سابه او ميوه انتخاب كړي ځكه چې سپك دي او په آسانۍ سره هضم كيږي.
د خرما په هكله دا طبي معلومات يوازې پدې وروستيو كې لاس ته راغلي دي خو په قرآن كريم كې څوارلس پيړۍ وړاندې راغلي دي چې الله مريم ته الهام كړى وو چې د ماشوم د زيږيدو د آسانتيا لپاره خرما وخوري.
اوس نو وینو چې:
د خرما په هكله دا لنډ حقايق د الله تعالى لايتناهي علم او د انسان سره د هغه خواخوږى او په هغه باندې يې كړې پيرزوين څرګندوي. د هغه رب پيرزوينې چې
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَکُم مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً
بيا نو اى انسانه!
فَبِأَيِّ آلاَءِ رَبِّکُمَا تُکَذِّبَانِ