دهلمندوالي وايې هغه افغان طالبان چې په موسى كلاكې له جنګ څخه لاس واخلي اوخپله وسله پرځمكه كيږي دي نودى به يې هركلي وكړي .
نومه وړي په پيل كې په موسى كلاوالسوالي كې له جنګيدونكوافغان طالبانوڅخه غوښتنه كړي وه چې له جګړي څخه دي لاس واخلي اودولسي خلګوپه ژغورنه كې دي برخه واخلي .
اسدالله وفا لراوبرته وويل هغه افغان طالبان چې خپل ځان دولت ته وسپاري اوله جګړي څخه لاس واخلي (زه يي ملاتړكوم اوخداي دي راولي )
له څلوروورځووسختونښتوسره سره اوس هم دموسى كلادجګړي په اړه جوزيات ندي وركړل سوي .
چارواكې وايې چې وروسته به هرڅه دخبريالانوپه واك كې وركړي .
دموسى كلادجګړي مشري دافغان ملى پوځ په غاړه ده .
دسيمي اوسيدونكي وايې چې جګړه دموسى كلاوالسوالۍ مركزته نږدي سوي اويوازي دشپږكيلومتره په واټن افغان اوبهرني ځواكونومورچې نيولي دي .
له موسى كلاوالسوالۍ څخه تازه وركړل سوي راپورونه وايې چې ځايي خلګ دجګړوله ويري له خپلوكورونوڅخه دباندي راوتلي اوپه دښتوكې ترخيمولاندي ژوندكوي .
سيمه ييزخلګ وايې چې دچښاك دپاكواوبواوخواركې توكوله نشت والي سره مخ دي .