اقتصادي وده اوپرمختګ دهرهېوادپه بېلابېلوکړيوپورې تړل شوي ده خوپه ځانګړي ډول کرنې اومالدارۍ ته په ګڼ شمېرهېوادونوکې پام اړول کېږي .داقتصادي چارو دماهرينودويناپربنسټ ويل کېږي ،چې کرهنه ديوه هېواد په بډاينه او اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لري او ورسره جوخت دهرهېواد پياوړی زراعت دهغه له سالم طبعيت سره اړخ لګوي . يانې په هرهېواد ياسيمه کې ،چې له زراعتي کبله شنه اوښکلې وي ونې اوځنګلونه ډېرولري هوايې هم صافه اوپه زړه پورې وي .
که راشوميدان ښار ته اوددې ولايت په زراعت اوپه ځانګړي ډول مڼوباندې خبرې وکړو،چې مڼې له څه وخت راپه دېخوپه نوموړي ولايت کې دود شوې کوم ډول مڼې هلته کېږي چېرته اوپه څه ډول پلورل کېږي.
هغه مهال ،چې ارواښادښاغلی ډاکټر عبدالوکيل دسردارمحمد داود دواکمنۍ پرمهال دکرنې وزيرشويونوښت يې دا وو،چې له بهرڅخه يې دګڼ شمېر مېووترڅنګ ډول ډول د مڼونيالګي هم دې هېواد ته له ځانه سره راوړل اودنورو ولاياتوپه پرتله يې په ميدان ښارکې دازاموينې په موخه بزګرانوته ووېشل ترڅوله ازموينې وروسته دافغانستان په يوشمېرولاياتوکې وکرل شوې .ترډېروکلونوپورې يې په ځينوولاياتوکې بزګرانو هومره پاملرنه ځکه نه کوله ،چې يونوی شی ورته ښکارېدل اودنوموړودنه پاملرنې په ترڅ کې له منځه ولاړل اوډېرلږشمېردمڼو ونې لاپه يوشمېرولاياتوکې شنې پاتې دي.خوپه ميدان ښاراوپه ځانګړي ډول دنرخ په ولسوالۍ کې آن دښاغلي ډاکټرصاحب دوخت ۳۵ کلنې ونې ترسترګوکېږي .هغه ځکه ،چې نوموړي خلک دېته اړوېستل ترڅوددې ونوپوره ساتنه وکړي اوديوګټورې مېوې په سترګه ورته وګوري.همدالامل دی ،چې دنرخ ولسوالۍ مڼې نوموتې اودښه کيفيت لرونکي دي .
دتېروڅوکلونوپه ترڅ کې دميدان ښارمڼې دپاکستان واڼه ،ميرانشاه ،پېښوراونوروښارونود بېلابېلوکورنيواوبهرنيوسوداګروپواسطه لېږدول کېدې ،چې ددې صادراتوپه پايله کې له هغه هېواده زمونږګران افغانستاته په لکونواوحتی په ملياردونوپيسې لاس ته راتلې ،چې په ملي اقتصاداوبډاينه يې دپام وړاغېزپريښی وو.
ديوې سرشمېرنې له مخې ويل شوي دي ،چې دڅوکلنې وچکالۍ وړاندې دتلې له مياشتې څخه آن دمرغومي دمياشتې تروروستيوپورې دورځې په منځني ډول ۸۸ بارلارۍ يواځې دنرخ له ولسوالۍ څخه په مڼوباردپاکستان دبېلابېلوښارونوپه لوروړل کېدې،چې په هره لارۍ کې په منځني ډول ۴۵۰ صندوقه ځای پرځای کېدل اودورځې کابو۳۹۶۰۰ صندوقه مڼې له نوموړې ولسوالۍ څخه بهرته لېږدول کېدې اودهرصندوق بيه هم په اوسط ډول دهغه وخت ۴۰۰ پاکستانۍ کلدارې اټکل شوې وې.يانې دورځې د نوموړې ولسوالۍ بزګرانو ته ۱۵۸۴۰۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په لاس ورتللې اوپه واقعيت سره هم هغه مهال ،چې نرخ يادميدان ښارنورې سيمې څوکلنې وچکالۍ نه وې ځپلې خلک يې له اقتصادي پلوه ځواکمن وه دبېوزلۍ اواقتصادي کمزورۍ احساس يې نه کاوه .
نه يوازې هغه مهال په ميدان ښارکې دمڼودلوړې کچې دپيداواروله کبله په ټوليزه توګه اقتصادي بڼه ښه اوپياوړې وه بلکې نوموړي ولايت اقتصادي ودې دافغانستان پراقتصادي پرمختګ کې پوره ونډه لرله .داپه دې مانا که په يوه ولايت کې اقتصادي وضعيت پياوړی وي اوپه هغه سيمه کې دمېشتوخلکوبېوزلي لږوي اوترخپلې کچې يې اړتيا پوره وي يايې اقتصادي حالت دومره پياوړی وي ،چې آن نوروته هم دمرستې لاس غځولی شي نوښکاره ده ،چې دنوروسيمودخلکوپراقتصادي وضعيت اغېزښندي اودهغوي حالت ورسره ښه کېږي.
که راشواو اوس مهال دميدان ښاردباغونواومڼوروان حالت دوچکالۍ له پلوه اودغه رازدلاس ته راغلومڼوپېراوپلوروڅېړو بايدوويل شي ،چې وضعيت يې له هرې خواځپل شوی دی او ورځ تربلې يې روان حالت له خطرسره مخ کېږي هغه ځکه ،چې په ټول افغانستان باندې سخته اونه جبرانېدونکې وچکالي تېره شوه اکثره سيمې يې وچې کړې اوشنه باغونه يې دسره لمرخوراک کړل . دغه راز دميدان وردګو ولايت تېرې ياروانې وچکالۍ سخت ځپلی دی هغه شنه باغونه ،چې ميدان يې ښکلی کړی وه اوس نه ترسترګوکېږي دشنوپاڼوپرځای اوس هلته لغړې او وچې ونې ولاړې دي هغه ښکلادسرومڼوپه هغوغرنيوسيموکې اوس بېخونده ده .که په کومه سيمه کې شين بڼ وليدل شي ضروربه يې خاوند دزړه په وينوستاتلی وي خوګټه به يې هېڅ ترې نه وي ليدلي .يانې په کوموځايونوکې ،چې لږشمېرشنه باغونه ليدل کېږي هغه لومړۍ مزه نلري اوهومره حاصل هم نه کوي اوکه په څه کچه ورکې وليدل شي دکيفيت له پلوه کمزوري دي .
که څه هم داوس مهال مڼې په ميدان ښارکې لږدي خوبيايې هم بيه ټيټه ده .هغه مهال ،چې دځينوتوکيوتوليدپه ټولنه کې لږشي ضروردخلکواړتياوې نه پوره کوي اوډيره اړتياورته ليدل کېږي او ورسره جوخت يې بيه هم لوړېږي خوکه څه هم دمڼودپيدا واروکچه ترډېره بريده راټيټه شوې ده خوبيايې هم ارزښت ټيټ دی داځکه ،چې بهرته نه لېږدو ل کېږي که دميدان ښاراودغه رازدنوروولاياتومڼې بهرنيوهېوادونوته ولېږدول شي اودولتي چارواکي په دې اړه له بزګرانوسره مرسته وکړي له يوې خوابه دمڼوارزښت لوړشي اوله بلې خوابه دافغانستان مڼې په نړۍ کې مشهورې شي او ورسره جوخت به دهېواد په اقتصادي وده اوپرمختګ کې مرسته وکړي .
خوله بده مرغه دکرنې وزارت په دې اړه کوم تصميم نلري اونه بهرني سوداګردزراعتي پيداوارودښه پلورپه موخه هېواد ته رابولي
وروستۍ زياتونې …
چېرته چې د جنګ جګړو او مسلمان وژنې او انسان وژنې لمن خپره شي هلته الله ج رنګارنګې بلاوې نازولي. د ميدان وردګو په خلكو دغه بلاوې نصراني وهابي ملا ياسر نازلې كړي دي الله دې په اولاد هم ورته نازلې كړي. دى خو د اى ايس اي په كالدارو بسيا دى او وردګ يې له لوږې او بېوزلۍ لولپه كړل.
د افغانستان خلكو ته يو ښه زيرى دا و چې په كوټه كې الله ج كوى كنان خپله په كوى كې وغورځول. د كوټې په باى پاس سيمه كې د ځانمرګو واسكټونو د جوړولو د اى ايس اي فابريكه په خپل بم والوزوله چې په كې د افغان ولس غټ قاتل چې د دغو واسكټونو د جوړولو انجينر و او د طالبانو د بادغيس او زابل واليان چې د پنجابي نصرانيت پيروان و هم ووژل شول. په دې پېښه د پاكستان اى ايس اي ډيېر خواشينى شوى او ژورناليستانو ته يې ګواښ كړى چې دغه چاودنه به نه رسوا كوي.
گرانه سلامونه مي ومنه
ديره شكلي ليكنه دي كري واقعآهم او س مني له بدحالت سره مخ دي
الله دي به ليكنه بركت كره روغ اوسي او قلم دي تيزاوسه
مننه