کور / شعر / شعرڅه دي؟

شعرڅه دي؟

 


شعر څه دي دشاعر دزړه ګوهر دي
ددې وران جهان له حاله بصر دي
شعر وايي ترانې دعشق له زړه څه
شعر واړه كائناتو ته عنبر دى


شعر اوري الهامونه پر دردمنو
شعر دژوند وغمځپلو ته  اختر دى
شعر وايي زمزمې خولې له شپونكي څه
شعر هر ګاه مينانو ته زېور دى


شعر وزن دي  رديف او قافيې ته
شعر سيمبول دي دشاعر پيغام زېور دى
شعر سوځي پتنګان دلمبې شور ته
شعر شمعي ته عطا لكه انور دى


شعر ګل دي خوشبويي لري فيضه بويه
شعر هر ځاي وهر چاوو ته شعر دى
شعر كړي سخراني درو غو جوړو
شعر جنګ لره تشويق دشور او شر دى


شعر تل ښندي ټيټتوب وعاجزۍ ته
شعر سر پورته كوونكى لكه غر دى
شعر تل ايسارت وميرڅمن ته
شعر تل دى ازادي ازاد لښكر دى


شعر اور دى هر څوك ورېتي په سكر وټو
شعر آب دي بې جوهر لره جوهر دى
==========================


نوې !
دزړه په وينو دتن باغچه او به كړه نه وې
محراب دوصل كي تيرتروخت كاته كړه نه وې
باڼو لا څه چي پر دوو كسو به ديدن ته در تلم
خالي كوګل مي غمازانو هديره كړه نه وې
اشناتلوارمي عادت نه ووستا ليدل مي هدف 
پر اغزو ايښې مي دستر ګو آئينه كړه نه وې
ګرېوان څيرلي صحرايي هم راته بد كتله
په څو كتو يې ټوله مېنه را سپېره كړه نه وې
مر شده اه مي له زړه مه باسه پټ خولي ښه يم
دزړه له داغه يې را خوړينه ديرينه كړه نه وې
دسر سودا يې ورېتيدل دي او بازل دميني
قسمت په برخه دغمو جوړه جرګه كړه نه وې
دخماري سترګو سپاس مي په رندۍ كي اوره
راته هواره يې كمپله فاتحه كړه نه وې
دخداي لپاره اشنا پرې كړه دبېلتون مزي دي
زما قرانمل مينه يې واړه را سپېره كړه نه وې



اعتراف
ما د اور په نار خانه كي
دافغان په وران كاله كي
ځان حامي دخپلواكۍ كړى
دپردو په نذرانه كي
ماتي ماتي مي كړې كړې
په شلېدو مي زو لنې كړې
دشپې غېږ كي روڼ سهار سوم
په چوپ تيا مي اندېښنې كړې
تر پښو وختل اغزي مي
دتيارو په شوا خون كي
دلور يال له مرستي برته
بل څه نه وه په مضمون كي
را څر ګند سوم واك ته څېرمه
داز مون په فو قانه كي
زحموتونو زه برى كړم
زې برى زې بريالى كړم
نومور مډال مي يووړ
زماني هم تور يالى كړم
افوسوس ټول كړه شاته
سوم په نوې تجريبه كي
دپسونو ورمې ته
مي لېوه بيته چو پان كړ
چي پرون ترېنه په وير وم
نن مي بيرته قهرمان كړ
دا زما لوه اشتباه ده
چي يې ګير يم  په دوكه كي
ما سننګسار كى هيواد والو
راته پاته مو دوستي ده
رشتيا تاسي مي حاميان واست
زما هېره دا نيكي ده
قرانمل له تاسي درو مم
ژوند مي خوښ دي هديره كي
كندهار غريپك كتابتون
۱۳۷۳ /۱۰/۱۱/