کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتونستان له مشرانو سره زما پېژند ګلوي او اړيكې



د پښتونستان له مشرانو سره زما پېژند ګلوي او اړيكې



پوهندوی عبدالرؤف خپلواک دکابل پوهنتون پخوانی استاد

كله چې زه په  ۱۳۳۴  كال كې  د خوست د مركز له لومړني ښوونځي څخه فارغ  شوم نو 
په كال ۱۳۳۵ كې  د ابن سينا مينځيني ښوونځي كې د درس ويلو  لپاره كابل ته ولاړم. 
 زه  هلته د لومړي ځل د پاره د راديو يي خبرونو او سازونو  سره آشنا شوم٠.زه فكر كوم چې ما په خوست كې راديو نه وه ليدلي او مونږ هم نه درلودله.٠
خو د ابن سينا په ښوونځي كې   به هره ورځ دډوډۍ خوړلو د خونې په مخ كې يو لوډ سپيكر چلا نيده  او په ټاكلو وختونو كې به يې خبرونه ، ترانې،  سندرې او سازونه خپرول او مونږ به هلته   ورټوليدلو.٠

د راډيو په دغو پروګرامونو  كې زه دپښتونستان پروګرام او ترانې سره هم آشنا شوم او زما لومړى سيا سي فكر هم همدلته را په ټوكيدو شو٠

.
په هغو وختو كې يو ځل د  امريكې جمهور رئس  آيزنهاور راغلو چې زمونږ ښوونځى  يې ورته د نوآباد د تېلو ټانك سره  دهركلي  لپاره درولى و.٠  يو ځل جمال عبدالناصر  راغلى وچې مونږ يې ورته د ملك اصغر په څلور لا ره كې درولي وو او د نوموړى  څېره  مې په خپلو سترګو وليد  له ، په داسې حال كې چې هغه په سرخلاصي موټر كې ولاړ او لا سونه يې خوځول..
اوسر بېره پر دې   په همغه وخت كې د اندونيزيا جمهور رئس  سوكارنو هم كابل ته راغلى و او مونږ يې ورته په  نوي ښار كې د پارك سېنېما مخكې  د رولي وو او د نوموړي وينا مو د سينېما له بالكون څخه  اوريدله.
٠ همدارنګه يو ځل يې  غازي ستوديم ته هم د بولګانين او خروسچف  د  هركلي ،  له دوى څخه د يوه تن د  وينا اوريدلو او د  شوروي كانسرت ليدلو ته بو ولي وو.٠ ما د لومړي ځل  لپاره د نجونو او نرانو ګډ ې  ناڅا وې  وليدلې چې ټوله شپه مې په خوب كې هم راتللې.٠


همدارنګه په هغو كلو نو كې د عبدالمالك خان عبد الرحيمزي  د كودتا خبر خپورشو، چې زه يې   په دليل نه پوهيدلم او زما  لپاره يوازې يو خبر و٠.


 خو  زما  لپاره  په اصل كې د  پښتو ژبې ، پښتونوالۍ، او د پښتونستان  د موضوع  او يو څه دسياست   سره مينه د ابن سينا په ښوونځي كې را پيدا شوه٠.ددي بنيادي علت  زما له نظره  د مدير حفيظ   الله امين  كړه وړه او  له همدغو موضوعاتو سره علاقه وه.
٠ ما ته داسې  برېښيدله چې هغه وخت دا يو عمومې حكومتي پرو ګرام و چې  داؤد خان او علي احمد پوپل يې په سر او حفيظ   ا لله امين  يې په ښوونځي كې  همنظره تطبيق كوونكي وو.٠

زه فكر كوم چې امين د داؤد خان په ملتپاله  پاليسۍ  ټينګه عقيده درلودله او خپل ابتكارات يې ورباندې    ور زياتول.
٠ 
يوځل نوموړي د پښتنو ستر سياسي مبارز او ليكوال اجمل خټك  ښوونڅي ته را مېلمه  کړی وه او د هغه د هركلي  لپاره يې د ابن سينا او دارالمعلمين تر مينځ سړك د پاسه يوه سپينه ټوټه  ځوړنده کړي وه چې ور باندې ليكل شوي وه :

„اباسين دى مينځګړى ، افغان يو خوا ،هندكيان بل خوا  „٠

.

هو، رښتيا دلته يوې موضوع ته بايد پا ملرنه وشي چې ما د دې ليكنې په ځېنو برخو كې د حفيظ الله امين د نوم   سره ځېنې مثبت   كړه وړه ياد كړي دي ،خو دا خبرې دلته دهغه وخت دکړو وړو څخه د هيچا دبري ذمه  كولو معنى نه لري.٠

   هر څوك حق لري چې د جناياتونو مسؤلين په ګوته  او د افغانستان 
خلكو ته جوته كړي چې دهغه وخت د خيانتونو ،جنايتونو او افغان وژنو  مسؤل حفيظ اله امين، كه اسدالله سروري،پرچميان ، كې جې بې  اوکه دوى ټول په ګډه  دي٠.


زه دلته يوازې د هغه وخت په كړو وړو غږېږم او هغه وخت يو ګوند هم شته نه و  او د خلق دموكراتيك ګوند هم لا جوړ شوي نه و.٠ او  امين په ابن سينا  كې زمونږ مدير او په رحمان بابا كې زمونږ استاد و.٠  ماته د نوموړي د هغه وخت اعمال جوت دي او دده د بهرنيو چارو وزارت او جمهوري رياست اعمال  ما په خپلو سترګو نه دي ليدلي او زه دهغه په باب كوم اسناد هم نه لرم.

بله خبره خو داهم ده چې  زه په خپلو ټولو خبروكې خپلواك ، رښتيا ته وفادار او ناپييلى يم٠. او ځكه دلته هغه څه په زړورتيا سر ه وايم چې محافظه كاران ترې ډډه كوي.٠  زه پوهېږ م چې ځېنې خلك به پرما تهمت وكړي، خو  كه زه   له حق ويلو څخه ډاريدلى نو  زه به هم د ځېنو نورو خلكو په شان په  چو كيو  ، مقامونو يا ډالرو پيرودل شوى وم او  اوس به په دې شپږ شپېته كلنى   كې په پردي هېواد كې  ټكسي چلولو اوداسې نورو كارونو ته د   ډوډۍ  پيدا كولو په خاطر  مجبور شوى  نه واى٠.



لنډه  داچې  د ښوونځي  د ادارې  پاليسۍ او ورسره  په راديو كې د پښتونستان ترانې  او پروګرامونواو داسې نورو پېښو لكه په مغلګي باندې  د پاكستاني الوتكو بمباران ، د داؤ د خان له خوا د عمومي سفربرۍ اعلان او   ورسره يو ځاى زمونږ د خوست سيمې د خلكو  د پاكستان ضد پاڅو ن او جګړې ته وتل او داسې نورو پېښو  زما پام  د هغو سياستوالو په لو ر وګرځولو 
چې ددغه سياست څرخوونكي وو، لكه صدراعظم داؤد خان، خان عبدالغفار خان  ،حاجي ميرزاعليخان، اجمل 
خټك او داسې نور٠.


خو په دغه لړ كې لومړى سړى چې ما وليدلو هغه اجمل خټك و چې په دارالمعلمين، 
ابن سينا او رحمان بابا ښوونځيو كې را څرګند شولو٠. كله چې زه په ۱۹۶۷  ع كال كې د يوه سفر په ترځ كې پيښور ته ولا ړم نومې ارمان وچې خان عبدالغفار خان ، او اجمل خټك ووينم.٠
زما دا ارمان پوره نه شو ځكه چې  د هغو ى سمه پته مې نه درلودله او اجمل خټک لكه چې په سفر  
كې و٠  دا هغه وخت و چې افضل بنګښ  نوى  له نېشنل عوامي پارټي څخه بېل شوى و٠.
افضل بنګښ مې وپېژندلو او دده نظريات  هم راته جوت شول چې د خپل پخواني ګوند مشران يې خانان  او ناسم مشران بلل..


خو كله چې زه په ۱۹۷۰ ع كال كې  له تحصيل وروسته خپل هېواد ته ستون شوم نو
اجمل خټك په ۱۹۷۱   ع كال كې دخپل ګوند په لارښوونه په پټه دښځې په برقع کې كابل ته پناه راوړله اوددې څخه وړاندې يې د پاكستان 
  له واكمنو سره يې سخت   ټكر كړى و٠

اجمل خټک لومړى په كابل هوټل كې اوسيدلو او زه  له ډاكتر سرزمين كيمور سره  يو ځاى  دده د رارسيدو په دويمه ورځ د ده ليدو ته ورغلم ٠   ما  د همغې ورځې را په دې خوا ، د  ظاهر شاه ، شهيد داؤدخان  د جمهوريت په ټوله دوره او د خلقيانو ـ پر چميانو په وخت كې ، تر څو چې 
دی په افغانستان كې وه،   ورسره سمې او  منظمې اړيكې پاللي دي..

زه به دده كورته په  جمال مېنه ، دريمه كارته او  وزير اكبر خان مېنه كې ورتللم.٠او دى، دده مېرمن ،   زوى يې  ايمل ، لور او زوم   يې څو ځلې زمونږ كورته  هم  راغلي دي.

زمو نږ تر مينځ اړيكې د شهيد داؤد خان په دوره كې دومره  ژورې شوې او داسې پړاوته ورسيدلې چې هغه نور عامې سيا سي اړيكې نه بلكې يو بل ته  د زړه د ننه رازونو  و يل او د زړه بړاس   ويستل بلل كيدلى شي.٠
 زما او د اجمل تر مينځ ځېنې  خبرې   نور دده د سالون په كوټه كې نه بلكې دده د خوب په كوټه كې وې، ځكه چې په سالون كې د خبرو د ثبت كولو ډار  او ويېره ورسره وه٠.
د پېښو په هكله  زما   نظريې  به اجمل صاحب په خپلو كتابچو كې يادداشت كولې  ٠.

كله چې 
اجمل د نجيب په وخت كې  افغانستان پرېښودلو ، نو  دغه كتابچې او يو  څو نور اسناد يې په يوه فلزي بكس كې  ما ته پرېښودل،  چې په لاره كې يې څوك   ورڅخه بېځايه نه كړي.٠
اجمل ماته څو ځلې ويلي دي چې  د پښتونستان د ورځو د تجليل په مراسمو كې دده  وينا ګانې  او دا شان نورې مصاحبې دده شخصي نظر نه بلكې د نشنل عوامي پارتي  د سياست انعكاس  وچې د ى به  كله كله ورسر ه موافق   هم  نه و او   خپلو كړو ويناګانوبه ځورولو٠

خو دى مجبور وچې هغه څه ووايي چې دده د  ګوند  مصلحت و٠اجمل ماته ويل چې يوازې د شهيد داؤدخان  په وخت كې  دده زړه او خوله   سره يو  وو٠.
د داؤ د خان    په   زمانه كې مونږ او دوى داسې فكر كولو ، چې حكومت اصلا د نشنل عوامي پارتي په لاس كې دى.٠   چا به ويل چې ګوندي داؤد خان غواړي چې  وليخان صدراعظم شي٠ اجمل خټک چې  د داؤ د خان  په وخت كې كوم   عمليات له افغانستان څخه  په پاكستان كې تنظيمول، ما ته يې هم  كله نا كله بيانول.٠

داؤد خان يوازينى سړى وچې دخپل صدارت د وخت د مخه آن د دويمې نړيوالې جګړې په وخت كې ، د خپل صدارت په وخت، او بيا د جمهوريت په دوره كې  د بشپړ  افغانستان د جوړولو هيله   يې   درلودله٠.


مرحوم داؤد خان   په دغه لاره كې  د ايپي فقير يا حاجي ميرزاعليخان  يا) دپښتانو چېګواره  ( ا و د سيمې نورو پښتنو ته خپلې او  د آلمان او ايټاليې  دولتونو مرستې رسولې  او د خپل صدارت په  وخت كې  يې له شوروي اتحاد او هند سره  په دغه هكله پوهاوى درلودلو٠.


داؤد خان په ۱۹۴۲ كال كې   چې د مركزي قواو قوماندان و،  د نعيم خان په مشوره  د خپلې شاهي كورنۍ ضد كودتا ته  اقدام كولو ،خو جرمني او ايتاليې دده د كورنۍ پر ځاى 
د امان  الله خان راوستل غوښتل.

په دغه وخت كې  دوى دواړه د پاچاظاهرشاه او سردار محمد هاشم خان د انګرېز پلوي سياست څخه زيات نا خوښه وو٠.  پاچا خان هم  د دغه كورنۍ  د سياست مخالف او د امان الله خان  د راتګ طرفدار و،نود همدغه مخالفت پر اساس كودتا ونه شوه. ٠  په ۱۹۴۲   كال كې خو داؤد خان د بخارا او خېوه د نيولو  لپاره يوه ځانګړې فرقه جوړه كړی وه.


كله چې خان عبدالو ليخان په ۱۹۷۳ كال كې  له بريتانيې  څخه په موټر كې كابل ته راورسيد لو او د صدارت په ماڼۍ كې اوسيدلو، نو ده خپل ځان د هېواد واكمن او د داؤد خان   رښتينى همكار احساسولو او ما همغه وخت د وليخان  څخه پخپله او د اجمل خټك څخه څو ځلې دا شان خبرې اوريدلي دي.٠ يو ځل خو داسې آوازه شوه چې داؤد خان نيت لري چې د خپل  حكومت چارې وليخان ته وسپاري.
٠

د اروا ښادخان عبدالولي خان سره   پښاور ته د تګ په وخت كې زه تر تورخم پورې ملګرى وم٠ 
وليخان لومړۍ شپه په جلا ل آباد كې تېره كړه خو زه تورخم ته ولا ړم او هلته ويده شوم.٠ زما 





دنده دا وه چې پر سبايې هغه مشران چې  له پښور څخه د وليخان هر كلي ته را تلل، له تور خم څخه لعل پورې ته  بو ځم ،ځكه هلته وليخان ته د سهار چاى  (  سهارنى )  په  نامه د څو سوو كسانو لپاره پسونه حلا ل شوي  او په حقيقت كې د غرمې ډوډۍ تياره شوي وه.٠

پر سبا سهار تورخم ته  سكندر خليل ، مفتي محمود (  د اوسني مولانا فضل الرحمان پلار 
چې په نر مفتي مشهور و ) ، اسفنديار  د وليخان ځوى  او په زرګونو نور كسان را ورسيدل ، چې شمېر يې دومره زيات و چې پاكستاني پو ليس د دروازو پرانيستلو  ته اړ شول ٠ ما نوموړي او  نور كسان چې موټران يې درلودل ، لعل پورې ته بدرګه كړل٠.

تر غرمې نا وخته پورې هلته وو او بيا د تورخم سرحد په لوري ولاړو چې  د ننګر هار والي  عزيزا لله واصفي هم تر سر حده پوره وليخان بدرګه كړ.٠ په سرحد كې دروازې پرانيستې وې او  
 هر څوك ېوې او بلې  خوا ته داسې تلل راتلل لكه چې   يې خپل هېواد وي٠

په همدغه دروازه كې وليخان او واصفي  وينا ګانې وكړې  او واصفي ويل چې مونږ دغه دروازه  (  سرحد )  نور نه منو٠ هر چا ډېره خوښي ښكاره كوله٠. د مراسمو وروسته مونږ بېرته كابل ته ولاړو. په كابل   كې    مې د اجمل خټك سره تماس د پخوا په شان دوام وموند.

  ما د اجمل په كور كې د هغه وخت ځېنې لوړ پوړي  ما مورين، سياسي ، ټولنيز او علمي شخصيتونه هم  ليدل او د ځېنو سره يې  آشنا كيدلم هم٠. د ساري په توګه د ډاكتر نجيب الله  پلا ر اختر محمد خان سر ه  مې  همغه وخت آشنايي و شوه .٠ له ده سر ه اجمل خټک د پيښور  له وخت څخه پوره پېژند ګلوي درلودله.
٠

اختر محمد خان افغان ملت ته نېږدې برېښيدلواو فكر يې كولو چې زه هم له افغان ملت سره شايد څه  نا  څه اړيكې ولرم او زما سره يې يو څه اخلاص ښودلو.  دده زوى نجيب   ا لله هم زمونږ  دواړو له اړيكو  څخه هغه وخت خپل پلار خبر كړى و، چې  لا كمونستي كودتا نه وه شوي.٠ نجيب ا لله به كله كله پوهنتون كې زما كوټې ته راتللو٠  يو وخت يې د خپلې مېرمنې  د تبديلۍ په كار كې زمامرسته غوښتي وه چې هغه پوهنې وزارت كې  له كتابت څخه  ښوونكې مسلك ته تبديله شي او ما دا كار ورته وكړ٠


 نجيب ا لله ته زما او اجمل خټك صميمي اړيكې هم ښې جوتې وې٠ نو ځكه يې د خپلې واكمنۍ په وخت كې  زه د تو قيف او داسې نورو سزاګانو څخه بچ كولم ٠   له نوموړي  سره  يو ځل د اجمل په  كور كې مخامخ شوم  او راته ويې ويل چې زه بايد  يو څه احتياط وكړم او  دده خلك ډېر خطر ناك دي. اجمل ما ته كله  كله هغه شيان هم ويل چې كارمل ، نجيب الله ،او نورو لوړپوړو  ما مورينو څخه به يې اوريدل.،  د ساري په تو ګه اجمل د كارمل  له لور  سره   د يوه پيښوري پښتون   واده   يوه ډرامه بلله  چې د ى مجبور و ، د خارجه چارو وزارت په سالون كې د هلك د پلار  اكټونه وكړي ، په داسې حال كې چې هغه  يې سم پېژندلو هم نه.٠

د اجمل له بركته زه  د پاچا خان ليدو ته هم كله له اجمل سر ه ګډ او كله يوازې په دريمه كارته او وروسته په وزير اكبر خان مېنه كې  ورتللم٠

پاچا خان تر هغه وخته چې په  افغانستان  كې و ،  په فكري لحاظ د ځوانانوغوندې هر څه  ته  له خپلو پر نسيپونو  سر ه سم  متوجه و٠ د ساري په توګه يوه ورځ زه او اجمل  يو ځاى  په وزير اكبر خان مېنه كې  دده كور ته ورغلو٠ هلته چې كښېناستو ، نو پاچا خان دوه ليكونه راواخستل  او اجمل ته يې وركړل او ورته ويې ويل :  „ هلكه  اجمله ،  دا  د ضيا الحق  ليك ولوله او بيا نو زما ځواب هم وګوره چې سم دى كه نه.“.

اجمل خټک د ضيا الحق ليك ولوستلو او په دغه ليك كې داسې راغلي وو : „  پلاره  ،  مونږ ټول په تا پسې ډېر خفه شوي يو٠. ټول پاكستان ستاسو د راتګ په انتظار دى٠. هيله ده چې  ژر زمونږ ستر ګې ستا په ليدو  رڼا شي.اوداسې نورې خبرې چې زما سمې په ياد نه دي“.

بيا نوپاچا خان  ورته ځواب په دې ډول ليكلى وه:

„ زه ستا دغه ليك ته حيران شوم٠.كه ته ماته  پلا ر وايې نو ولې دلته په افغانستان كې زما بچيان وژنې؟ ولې زمونږ كور را ورانوې ؟ رښتينى زوى خو داسې كارونه نه كوي. او داسې نور…“

  
بيا نو اجمل او ما ورته وويل چې ددغسې ليك همداسې ځواب وي او….
بيا يې  نو   وويل چې د پاكستان سفارت ته تلفون وكړى چې  دا ځواب ضيا الحق ته ور ولېږي.٠
همداسې هم وشول.٠ د سفارت سكرټر راغلو او هغه هم ډېره زاري  ورته  وكړ ه   چې بابا وطن ته راشه. پاچاخان ورته وويل چې  كور او وطن خو مې دادى چې په كې پروت يم.٠
بيا نو سكرټر مكتوب  له ځان سره واخست او ولاړو.

ما به كله نا كله د ځان، د پوهنتو ن د نورو استادانو  او داسې نورو دوستانو غو ښتنې او 
و ړانديزونه د اجمل خټك غوږو ته رسول، تر څو  يې دى   اړوندو دولتي مقاماتو ته ورسوي٠ ډېر ځلې مونږ  دده  له لارې د خپلو غوښتنو او نظريو  په هكله مثبت ځوابونه تر لا سه كړي  دي٠.
دا چې ماته خصوصا د پر چميانو په دوره كې كوم خاص تاوان نه دى پېښ شوى، نو داټول  زما په آند  د اجمل خټك بركت دى٠ او يو څه د نجيب ا لله د پلا ر او په خپله د نجيب  الله  
سره پخوانۍ پېژندګلوي هم شايد اغېزه درلودله٠

نوموړي حتى زما له دوستانو سره هم مرسته كوله چې پرې خبر به مې كړو، د ساري په تو ګه كله چې زلمى هېواد مل او خوشال روهي د افغان ملتيانو په نوم ونيول شول نو ما اجمل خټك پرې خبر كړ٠. هغه سملاسي   له نجيب الله څخه د دوى دواړو 
د خلا صون غوښتنه وكړه او نجيب هم ومنله٠

.
په ۱۹۸۷  ع كال كې غني خان كابل ته د افغانستان د علومو د اكا ډمۍ له خوا مېلمه شو٠
ښاغلي ظا هر افق ، هغه وخت د علو مو د اكاډمۍ سر پرست  ورته زه  مېلمه پال وټاكلم.٠ دولت غني خان ته د آلمان سفارت ته مخامخ  يو ضبط شوى كور   وركړى  وه  زه د لومړي ځل  لپاره د غني خان  د ستر شخصيت سره   مخامخ  آشنا  شوم٠

دده سره په دغه سفر كې دده لور هم  ورسره وه.٠ اجمل خټك او افراسياب خټك به زياتره وخت  له غني خان سره يو ځاى وو٠.يوه ورځ راته غني خان كېسه كوله چې نو موړي په ۱۹۴۵ ع كال كې دهند په پارلمان كې د پښتونخوا وكيل و٠ هلته نوموړى  له نهرو ا و انديرا ګاندي سره ډېرې نېږدې  اړيكې  او  كور ته  تګ راتګ هم درلودلو٠

يوه بله ورځ  يې   راته ويل  : „چې يو ځل د پاكستان د جوړيدو وروسته علي جناح راته وويل چې نور نو د پښتونخوا سيمې د پاكستان په قبضه كې ساتل  امكان نه لري٠.ښه داده چې دا ټولې سيمې كابل ته وروسپارو٠ په دغه موضوع د خبرو  لپاره بايد   زه او ته  له يوه هيأ ت سر ه كابل ته ولا ړ شو٠ 
زه ډېر خوښ شوم.٠  ما ورته وويل ، ډېر ښه  ،زه به هم تيارى ونيسم٠. نو زه  له كراچۍ څخه پېښورته راغلم او درې ورځې وروسته بېرته ورغلم.٠ او ورته مې خپله تياري وښودله.٠

علي جناح وويل   چې د كابل شاهي نظام   دغه سيمې نه غواړي نو ځکه زما او ستا سفرته اړتيا نشته.٠ غني خان  زياته   كړه چې ماته هغه وخت جوته شوه چې  د افغانستان  شاهي نظام د چا 
د ګټو  ساتندوى دى.“٠
 زما په خيال هغه“ د محمدعلي جناح د افغانستان په اړه روغنيتي „ چې ډاكتر حسن كاكړ يې) په ” لپه، دويمه دوره، دويمه ګڼه،۱۳۸۵ ژمى،  ۷۷ مخ  ” كې يادوي  (، همد غه جناح ته د ظاهرشاه له خوا د  پښتني سيمو   وربخښل   وو،  ځكه  د پاچا خان د اصولو  او په ۲۵.۰۶.۱۹۴۷ ز كال كې د بنو د  جرګې د پرېكړو  له مخې په افغانستان كې  د پاچاهې نظام وخت پوره كيدلو او د جمهوريت او ولسواكۍ  دور پيل  كيدلو٠

په يوه بله ورځ راته غني خان كېسه كوله چې  :مونږ به چې په پښتونخوا کې لاريون كولو نو  مسلمليګيا نو به راباندې د تيږو او لوټو ګوزارونه كول او مونږ به  د بابا(  خان عبدالغفار خان  ) د پرنسيپ پر 
اساس ورته كتل.٠خبره دې ته ورسيدله چې مانور دد ې زغم ونه شو كولى او د بابا د  عدم تشدد پر ضد مې“ د پښتون   ځلمي    „   ډله جوړه كړه اود هرچا د سوك ځواب به مو په سوك وركولو٠ زما دې كارمونږ له لوى 
غم څخه خلاص كړو.


او  يوه  بله  ورځ   افراسياب خټك  د غني خان په كور كې د تاجكي هنر مندانو  د  كنسرت يو كاست تلويزيون ته واچولو٠ كله چې غني خان د تاجكي جليو ښكلا او نڅاوې وليدلې ،
 نو يې په ټوكو كې وويل:  كاشكې پنځوس كاله د مخه مې  دغه نجونې ليدلي واى٠ دده ددې خبرې سره سم  افراسياب خټك ورته وويل „:  خان صاحب، غم مه  كوه ،  همد  غه نجونې  اوس پېښور ته هم  در روانې د ي ، انشا الله ژر  به در ورسيږي.٠“


 زه په دې خبره ډېر په غصه شوم او  افراسياب خټك ته مې وويل  :  په دې پوه شه ،  روسان به 
هېڅكله هم  له افغانستان څخه  تېر نه شي.٠ افراسياب صاحب، دغسې خبرې هېڅكله د كولو وړ نه دي.٠ غني خان غلى و خو اجمل  ما ته مخ كړ او ويې ويل :   ته يې پرېږده، افراسياب خوشي ټوكې كوي٠ او  ما ته يې تسلي راكوله، لاس يې راباندې واچولو چې نور څه مه وايه.. افراسياب هم نورڅه ونه ويل او غلى پاتې شو٠.


 افراسياب خټك  پخوا  په پېښور كې   د  پښتنو محصلينو مشر و٠كله چې كابل ته راغلو نو د پاكستان د كمونست ګوند د مشر په توګه كتل كيدلواو په بهركې  نړيوالوغونډو ته هم تللو٠ كله چې پاكستان ته ولاړ و د عوامي نشنل پارتي څخه بېل شوي  افضل خان لا لا  ګوند ته ورغلو٠ زمونږ اروا ښاد كبير ستوري هم د افضل خان لا لا په خوښه په آلمان كې  پښتون سوسيال 
دموكرات ګوند جوړ كړى و٠

خو ما  په ۱۹۹۴ كال كې   زما  لپاره د مرحوم ورور كبير جان له خوا جوړه شوي غونډه  كې  دده ګوند د پښتنو ستمي ګوند وبللو چې د افغانستان د بېلتانه بوى ترې خيژي٠ لنډه داچې زه د افضل خان  لا لا   له پاليسۍ سره موافق نه وم چې له يوې خوا يې  يوازې پښتون غوښتلو او له بلې خوا د پاكستان د مركزي حكومت د كشمير او سرحدونو چارو  وزير و.

ما هغه وخت دده ګوند ته د افراسياب خټك ورتګ هم   همد ومره  د پښتنو په ګټه نه ګڼلو.
خو اوس ښه شوه چې اسفنديار ولي، اجمل خټك او افضل خان لا لا   بيا سره يو ځاى شول. هيله كيږي چې محمود خان اڅكزى هم ور سره ګډ شي.٠زما په آند افراسياب خټك  ډېر لوړ استعداد لري، نو ځكه   له ده څخه  زمونږ هيلې هم ډېرې اوچتې دي.٠

په ۱۹۸۷ او   ۱۹۸۸  ع كالو كې  د روسانو او نجيب الله پاليسي د اجمل خټك او نشنل عوامي 
پارټي په هكله بدله شوله٠هغه وه چې اجمل خټک د افغانستان پرېښو دلو ته  اړ شو٠ نوموړي  هغه وخت په خپله ناخوښي ماته وغږ يدلو٠ ده ما ته ځېنې شخصي  خاص اسناد  ، كتابونه  او  په افغانستان كې  د خپلې او ستوګنې  په  پنځو دېرشو كتابچو كې دده په قلم ليكل شوي 
يا دداشتونه  يې په يوه فلزي بكس كې   وسپارل چې پټ يې وساتم، ځكه دده پاكستان ته تګ د هند  له لار ې كيدلو او تر خپله كوره ددغو مهمو اسنادو  په وركيدلو ډاريدلو٠ما دده د تګ څخه يو كال وروسته دغه بكس دده د خور يې په لاس  آكوړې خټك ته ور ولېږلو او د و ر رسيدلو ډاډ يې همغه وخت راكړل شو٠

زه په ۱۹۹۲ كې  كې له كابل څخه نړيوالې خوراكي موادو  ادارې  د اسلام آباد دفتر ته تبديل شوم٠ ما يو ځل هلته د آلمان    دفريدريښ اېبرت مؤسسې (Friedrich Ebert Stiftungد دفتر په غوښتنه  د افغانستان د هغه وخت د حالاتو په هكله يو كانفرانس وركړ چې د هغه ځاى د سفا رتونو ، علمي   ـ سياسي مؤ سسواستازي   او نور مينه وال ورته راغلي وو٠

  له كانفرانس نه څو ورځې وروسته دوه تنه  سړى زما د فتر راغلل او زما د پوهې او كانفرانس ستا ينه يې وكړه. بيا يې نو غو ښتنه وكړه چې  زه له دوى سر ه په ځېنو شيانو كې مرسته وكړم .

دو ى به ما حتى جمهور ريس غلام  اسحاق خان ته ور وپېژني او زما  به  ډېر قدرونه وشي٠ ما  له دوى څخه مننه وكړه او زياته مې كړه چې زه كوم سياسي سړى نه يم.او دې کار ته اړتيا نشته ٠

ما دا كانفرانس يوازې د دغه  مؤ سسې  له آمر سره د شخصي پېژندګلوى په اساس وركړ او   بيا به داسې كار هېڅكله ونه  كړم.٠ خو دوى بيا هم  څو ځله راغلل  او همدا غوښتنه به يې تكراروله.٠

زه اجمل ته ورغلم او دا ستونزه مې ورته بيان كړه.٠ نو موړى پر سبا  جمهور رئيس غلام اسحاق خان ته ورغلو او ورڅخه يې زما په هكله مرسته وغوښتله.٠ بس  له همهغې ورځې  راهيسې له دغه جنجال څخه خلاص شوم.
.

كله چې زه  له  ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۷ پورې په اسلا م آباد او كوېټه كې وم نو  مې له اجمل خټك سره كله نا كله كتل٠ اجمل هغه وخت په اسلام آباد كې د پارلمان غړى وچې زه به ورغلم نو دده ځوى ايمل خټك او اسفنديا رولي به  مې   هم ليدل.٠
 ددغو كتنو په ترځ كله نا كله اجمل ماته د هغه ځاى ځېنې خبرې هم كولې٠

.زه يو ځل په 
   كال  ۱۹۹۵د آګست په ۱۴ نېټه هلته ورغلم نو ده راته داسې يوه كيسه وكړه:

زمونږ آن د پخوا څخه   په افغانستان كې  دا عادت و چې ما به دده او ده به  زما ځېنې كېسې ليكلې.
 „ د پاكستان خارجه وزير  څو ورځې پخوا وويل: چې  مسعود او سياف د پاكستان ضد دي.٠
يو دليل يې دادى چې پاكستان  سردار عبدالو ليخان ته شاهانه هركلى  ووايه او ډېره درنده مېلمه پالنه يې وكړه.٠ بله داچې پاكستان د رباني  له مخالفينو سر ه مرسته كوي.
٠

دريم داچې د رباني حكومت د پاكستان  له ځېنو تنظيمونو سره اړيكې لري.٠ بله داچې د كابل حكومت په ټول افغانستان قبضه نه لري٠. نن روس د رباني او مسعود  ملا تړ كوي، بانكي نوټونه ورته چاپوي او آلا ت افزار ورته وركوي٠. هند د مسعود هوايي ځواكونه سمبالوي٠. طالبان  له رباني سره جوړه نه كوي٠.

البته كه د ټولو ځواكونو  تر مينځ جوړه وشي نو  طالبان به يې هم ومني.٠ خو نو موړي سردار عبدالولي ته  ډېر خوشبين و٠. اسماعيل خان ځان امير  بولي خو پښتانه ترې خفه دي.٠ ځكه چې هغوى يې توهين كړي دي، شينډنډ يې رباني ته وركړى دى.٠

دوستم  له پاكستان سره ښې اړيكې  غواړي.٠ نوموړى د سردار عبدالولي  په راتګ خوشال دى.٠ نوموړى وايي چې   زه حاضر يم چې د پاچا هركلي ته اسلام آبادته ورشم.٠

حاجي قدير مقبول سړى دى.٠ لغمان ، جلال آباد او كونړونه يې په لاس   كې دي.٠ نو موړي زياته كړه چې كه په طالبانو كې محافظه كار خلك شته نو  وروسته به معتدل   خلك قوت شي“.

يو بل  ځل چې مې اجمل خټك وليدلو نو يې راته د جمهور رئيس  لغاړي يوه كيسه وكړله 
او هغه داسې وه:

„لغاړي ماته  وويل چې اوس  زمونږ او ستاسو پاليسي يو شان شوي ده٠. 
لغاړي د ANP   مرسته وغوښتله.٠ هغه ويل چې  اوس مونږ هغه څه كوو چې تاسو يې غواړى.
٠

زه صدر لغاړي د لومړي ځل د پاره دوه ساعته  وغږولم او ډوډۍ يې هم راكړه٠

.
اجمل زياته كړه: زه د لغاړي په صداقت  او اخلاص اعتما د لرم.٠ ماته لغاړي وويل چې مونږ د افغانستان د مالك سره خبرو كول غواړو او مرسته يې هم كوواو مونږ ورپسې روان يو٠

سردار ولي  به د افغانستان فيصله كوي٠ اجمل زياته كړه :  ما نن دPPP   تائيد هم تر لاسه كړ  چې هغوى پاچا مني.. ما د PPP  دا پروګرام ومنلو، خو نواز شريف ددې مخالف دى٠ لغاړ ي ما  ته ويل چې  تاسې بايد د امريكې مخالفت ونه كړئ..

اوس هند ، روس او امريكا پر پاكستان فشار راوړي چې د كشمير او جنوبي آسيا په هكله فيصله وكړي“. صدر ويل چې:

  څو موده د مخه يورو پ  افغانستان  وېشلو ، خو مونږ ورته ويل چې واحد افغانستان يو ضرورت دى ځكه چې پنځه زره كاله تاريخ لري٠.تر اكتوبر پورې بايد پاكستان  د امريكې فيصله ومني  او كنه نو په زور  دغه فيصله ورباندې مني٠.
اجمل زياته كړه:پښتنو  او افغانستان ته خطر شته خو كه مونږ د سردار عبدالوليخان سره يو ځاى يو ،نو امريكا به زمونږ خوشالول وغواړي   او مونږ به له دغه خطر څخه بچ شو.٠

مونږ د امريكې د سامراج مخالف يو خو  له آبادۍ سر ه موافق يو٠ صدر زما څخه وغوښتل چې يو ځل لندن ته ولاړ شم  او بيا يې زياته كړه : „مونږ پنځوس زره كسان  په خپل خر څ  په موټروكې د پاچا مرستې ته تيارولى شو٠“ لنډه 




داچې اجمل خټك د لغاړي  او PPP  سياست د افغانستان په هكله منلو ځكه چې هغوى د 
محمد ظاهر شاه  راتګ منلو او د افغانستان د وېشلو  مخالفت يې هم كولو.


داچې د پاكستان د خارجه وزير او جمهور رئس دا خبرې او سياست  به  رښتيا  او صادقانه 
وې، لكه اجمل خټك چې وايي او كنه ، زه  يې نه شم تا ئيد ولى.
٠

يو ځل   چې   اجمل  خټك د شوروي  له سفر څخه  راستون شو نو  ماته يې  ويل چې هلته هر يوه مېلمه  كابو څلوېښت تنه  مېلمه پالې نجونې لرلې چې د شوروي سياسي موخو  لپاره    دهر څه  لپاره   ورڅخه   ګټه  اخستل كيدلى شواى كه چا غوښتلى واى٠

ده زياته كړه چې دا څنګه سوشيليزم د ى چې ددولتي لوړ پوړو كدرونو  لپاره يې   داسې خاصې مغازې لرلې چې هر څه په كې شته. وه .

نوموړي زياته کړه چې زه خو د اسوشليزم نه شم بللى.٠ما خو سوشيليزم بل څه تصور كولو٠.لنډه دا چې اجمل خټك دغه شان  او دې ته ورته نورې خبرې هر چا ته نه شوې كولى، خو د باندې خوا ته مجبور و چې د شوريانو او  خلقيانوـ پرچميانو سياست   منعكس كړي.
٠

كله چې زه په ۱۹۹۷  ع كال كې د خپلې کورنۍ سره آلمان ته راغلم نو ما ته دده له خوا څو ځلې پيغامونه راورسيدل چې حتى ددوى د ګوند د استازي په توګه كار او فعاليت  پيل كړم٠ خو ما دا خبره  ځكه ونه منله چې زه د سيمې  له پېښو څخه ډېر لرې ژوند كوم او بله خو دا چې ما ددغه شان او يا نورو  ډولونو سياسي فعاليتونو لپاره خپل  وسايل هم نه درلودل  او د پرديو د مرستو  پايلې خو ما  په خپل هېواد كې ليدلې وې چې تباهي يې راوستله او مونږ ته    مرګوني زهر  شولې٠.


ما په  ۲۰۰۶ ع كال كې د خان عبدالوليخان د مړي د خښولو په مازديګر د اجمل خټك مصاحبه واوريدله، چې د پښتنو د يووالي  لپاره د سيمې په هكله اوسنيو پر مختياو ته  خوشبين و ،خو  له خبرو څخه يې داسې برېښيدله چې نوموړى  ډېر زوړ شوى او ضعيف 


شوى دى٠.

د ۲۰۰۶ ع .كال په جنوري كې خان عبدالوليخان  مړشو.٠  د ستر  پاچا خان او شهيد داؤد خان  له مړينو وروسته زموږ پښننو  لپاره دا بله  لويه ضايعه وه.٠
شهيد داؤد خان  هم  د افغانستان د  سيا سي خپلواكۍ ، خا ورې بشپړتيا  ، اقتصادي پر مختيا،  ټولنيز عدالت ، د ښځو او نرانو د حقوقود  برابرۍ او د انګرېزانو له خوا زمونږ ځخه بېلې 
شوي خاورې او خلكو بېرته د اصلي ټاټوبي سره يو ځاى كولو  لپاره تر مرګه هلې ځلې وكړې.
٠ ده ددغو اهدافو تر لاسه كولو  لپاره آن په ۱۹۴۲ كال   كې د خپلې كورنۍ سللطنت  ختمولو ته ملا وتړله،د پښتو نستان ورځې نمانځل  يې   رواج كړل، د پښتونستان د ولس سره د اړيكوساتلو  په خا طريې  د قبايلو رياست  او وروسته  د سرحدونو چارو وزارت تا سيس كړل، د همدغو اهدافو تر لاسه كولو  لپاره يې د خوشال خان او رحمان بابا ليسې جوړې كړې،  د راديو خاصه خپر نه او  د پښتونستان ترانه يې  د ملي سرود سره يو شان  مقدسه وګرځوله   او په پاى كې يې  د همد  غو   موخو په خاطر ځان او خپله   كورنۍ  د  شوروي  او امريكايې سياستونو په پايله كې   قرباني  كړل.٠


د عوامي نشنل پارټي په هكله دومره خبره بايد  وشي چې د هغوى  ستونزو د افغانانو له ستونزو سره توپير درلودلو.٠ دوي  ددې ځمكې پر مخ د افغانستان ، هند او شوروي  څخه بل كوم پلوى نه درلودلو٠.
 زه باور لرم چې دوى به له افغانستان، هند او شوروي اتحاد څخه مرستې تر لاسه كولې، خو هغه  وخت د افغانستان د واكمنانو مخالفينو له لوري  به    په دوى تور لګول كيدلو چې عوامي نشنل پارتي د دغو هېوادو  په  اصطلاح مرستې اخستونكي  ،  دهغوى استازي او يا خو دهغوى جاسوسان  دي.٠

همدا دليل وچې   وروسته   مجاهدينوهم   په  دوى پسې بد  او رد ويل ځكه چې دوى د هند ، شوري او افغانستان ، خو  مجاهدينو د پاكستان   او لويديزو هېوادو پلوي كوله  او د پاكستان  او نورو افغان دښمنه ځواكونو هر ډول  پولى او نظامي مرستې يې تر لاسه كولې اود هغوی اجيران وه.٠

د وخت په بدليدو  سره  دعوامي نشنل پارتي پر ځاي  همدغو د 
پاكستان   اوا مريكې اجيرانو  مخ بلې خواته واړولو ،   او حتى همدا اوس هم پر لويديځ  سربيره  د روس، هند، ايران  او نورو هېوادو  مالي او نظامي مرستې په ډاګه  او وياړ  ترلاسه كوي.٠

ماته اجمل  خټك  ويل چې  د عوامي نشنل پارټي پاليسي داده چې مونږ بايد په افغانستان 
كې له هر ډول رژيم سره ښې اړيكې وساتو ځكه مونږ د افغانستان سره يو كيدل غواړو او له افغانستان څخه پرته بل هېڅوك نه لرو٠.نوموړي زياتول :


 تر هغه وخته چې شوروي او هند  زمونږ  څخه مخ  بلې خواته  وانه ړوي، مونږ  له هغوى سره اړيكې ساتو ځکه چې په نړۍ كې  مونږ ددوى سره  كوم ځانګړي تضادونه نه لرو او له پاكستان سره په شخړه كې زمونږ مرسته كوي.
 ٠دا طبيعي ده چې زمونږ د دښمن دښمن زمونږ دوست او زمونږ د دوست دښمن زمونږ دښمن دی  او دا په ټوله نړۍ كې همداسې ده.٠

خو د عوامي نشنل پارټي د مشرانو  او د افغانو كمونستو او جهادي ډلو د مشرانو تر مينځ په دغه موضو ع  كې توپير په دې كې دى چې د عوامي نشنل پارټي مشران  د پښتنو د ګوندقانوني  او منتخب مشران  وو  او د بشپړ  افغانستان  او پښتنو د حقوقو د لاسته راوستلو لپاره  يې دبل چا مرستو ته  اړتيا درلودله او  ترلاسه كولې يې هم ، خو كمونستي  او جهادي مشران  روس ، پاكستان او امريكې انتخاب كړي وو او   دنده او فعاليت يې د  خپل افغانستان ورانول  او دخپل هېواد د وګړو  وژل  او په پرديو  پلورل دي.٠


 د ا دكمونستي او جهادي  ډلو د بل چا په لاس جوړ شوي مشران داسې خيال كوي چې جاسوسي، هېواد پلورنه  او ورانونه  او جيب ډكونه بايد يواځې د دوى حق او انحصار وي٠

ما ليدل  ، زه يې اوس هم  وينم چې ځېنې ناپييلو افغانانو هم  پر دوى  تنقيد كولو ،ځكه چې دوى د شوروي اشغال په وخت كې هم د كابل اوهم  د ماسكو سره اړيكې ساتلې ، خو ددوى ستونزو ، مجبوريت او سياسي موقعيت ته يې  پام نه ساتلو٠