په ولسي جرګه کې د غزني ولايت استازي دولسي جرګې د ليندۍ دمياشتې په څلورمه غونډه کې ګواښ وکړ، که چېرې د کرنې انکشافي بانک ١٤ پوړيزه ودانۍ وپلورل شي ، دى به استعفى ورکړي.
ښاغلى اميري صاحب ! داخبره خودې يا د زړه له کومې نه ده کړ ې او يا هم ډېر ناوخته خبر شوي يې اميري صاحب ددې بانک دودانۍ دپلورلو ترڅنگ لاندې پلورولو ته هم پاملرنه وکړه، په هېواد کې لا تر اوسه په لسګونو تصديو د پلورنې له درکه هغه غبنونه اوشوکې چې شوي داوښ په بډه وهولو مثال لري چې دبېلګې په ډول به تاسو ته (دمشت نمونۀ خروار) په توگه وړاندې شي .
په هغه لار چې هره ورځ تګ کوي، په خواجه ملا کې د حجارۍ اوبتون فابريکه، د کابل د برښنا دتصدۍ ويجاړه ودانۍ، د پامير سينما تر څنگ درهنى او تعميراتى بانک ودانۍ ،همدلته دکوداوبرق ودانۍ ، دجنګلک تصدي، افغان ترکاڼي تصدي، افغان نساجي تصدي، دآهو بوټانو تصدي، غازي لوبغاړي ترڅنګ دنفتي موادو دټاټا ددرې سوه موټر لرونکي نفتي موادو تصدي چې پخوا دممتاز شرکت په نوم يادېدله ، دکاماز لومړۍ دوهمه او درېمه تصدي، چې هرې يوې يې په سلهاوو کاماز موټر درلودل په څرخي پله کې د مرمرو رخامو تصدي، د کليمد تصدي، دسمون دمميزوشرکت تصدي، د کارتن جوړولو تصدي، په ګلبهار کې د نساجي فابريکې ځمکې، په بګراميو کې د نساجي لويې فابريکې ځمکه، د ملي دفاع وزارت دسکارد او توپچي قطعې ځمکې، دريشخور داوومې فرقې ځمکې، د قرغې دلواى راکټ ځمکې، دلسمې اتلې فرقې ځمکې او د پنځوغونډو اړوند ځمکې يې، حربي پوهنتون ځمکې، دهوخست دفابريکې تصدۍ، دکابل پخوانۍ سيلوپه مفته بيعه وپلورل شوه، دقرغې دبنددولتى عايدات دپلخمري دنساجۍ ،دبغلان دقنداوسمنټودفاميليوځمکې ، په سلګونه تصدي او نورې شوکې او وهنې که تاسو ددې دولتي غبنونو او شوکو دڅېړلو توان او دا ځګر لرئ چې ځان ورته ټينګ کړئ، مهرباني وکړئ ويې څيړۍ او پايڅې ورپسې رابډوهي چې په هغه وخت کې به مو دملت استازى وبلو خو دا دخپل موقف ټينګښت او ګرانښت لپاره خبرې به مو سرسري وبلل شي ځکه ټول پوهيږي چې غوا توره او شيدې يې سپينې دي.
دانټرکانټينيټال هوټل دميليونوډالرو دغبن درابرسېره کولو په خاطر يو تکړه ژورنالست له خپلې دنده ګوښه شو، چې تاسو پارلمانيانو غوږ هم پرې ونه ږراوو .