په اېوان صدر اسلام اباد كښې د بلوچستان پر مسله و جوړې شوې جرګې ته د اورنګزېب كاسي وينا.
تر ټولو د مخه زه ستا څخه مننه كوم چې تاسو د بلوچستان پر مسله چې نن تر ډېره زياته حده پورې د خرابۍ پر لورې روانه ده، د هغې د حل لپاره مو هڅې پېل كړې دي، او د بلوچستان دانشوران او د بېلابېل مكتب فكر دوستان مو دلته اېوان صدر ته رابللي دي.
هسې خو د اېوان صدر دا روايت ګرځېدلى دى چې له دې ځايه د كوچنيو قامونو په خلاف د ظلم او جبر احكامات به وتل، او د جمهوري حكومتونو په خلاف به هم له دې ځايه سازشونو وده كوله.
جناب صدر _ زه دلته د يوې ضروري خبرې نشاندهي كوم چې د دغه اېوان صدر او د وفاقي حكومت په مقابل كښې له لومړۍ ورځې څخه يو متوازي قوت يا يو Invisiable حكومت [نه ښكاره كېدونكى] وجود درلود، تاسو ودې ته پوځي او سېول بيروكرېسي ويلاى شي، اسټېبليشمنټ ورته ويلاى شي، يا د پنجاب بالادسته طبقه.
د دې ملك تاريخ ګواه دى چې كله هم بېلابېلو سياسي قوتونو د ملك او اولس د ګټې په خاطر د متنازع معاملاتو د سياسي لارې د ايستلو لپاره هڅه كړې نو دغې ټولۍ داسي حالات رازېږولي دي چې سياسي قوتونه يې په خپل منځ كښې سره لاس او ګرېوان كړي دي، چې په نتېجه كښې يې دغې طبقې تر ملك پوځي امريت تپلى دى.
جناب صدر _ د بلوچستان مسله نننۍ نه ده، دغه د صوبو او وفاق تر منځ د يوې رويې نوم دى، چې له پاكستان جوړېدو سره سم يې خپل ځان ښكاره كړى دى، تاسو تر ما په تاريخ ښه خبر ياست د كوچيني قامونو د مايوسۍ، بداعتمادۍ، او له وفاق سره د ښخړې تاريخ ډېر اوږد دى.
په ۱۴ اګست كال ۱۹۴۷ كښې هند تقسيم كېږي او پاكستان منځ ته راځي، په ۲۱ اګست د صوبو وزراء اعلٰى په دويم ځل حلف اخلي، او ډاكټرخان صاحب چې د باچاخان ورور او په صوبه پښتونخوا كښې وزير اعلٰٰى ؤ په دغو شپو كښې باچاخان و مسټر محمدعلي جناخ ته د صوبه پښتونخوا د دورې بلنه وركوي، لومړى خو بلنه مني بيا دغه سازشي ډله چې هغه ډېره نوينه [نوزائيده] وه د مسټر جناح دوره ځكه منسوخه وي، چې په دغه دوره كښې يې د مسټر جناح د وژلو منصوبه جوړه كړې ده، له دې ځايه لوبه پېل كېږي، د باچاخان او مسټر جناح تر منځ بد اعتمادي رامنځ ته كوي، او تر دې لا زيات چې مسټر جناح چې هغه ګورنر جنرل ؤ له لاري په صوبه پښتونخوا كښې د ډاكټر خان صاحب اكثريتي حكومت چې د ۵۰ په اسمبلۍ كښې پر ۳۳ غړو وو په عېر آيني او غېر سياسي جمهوري ډول ختم كوي، له دې ځايه د صوبو د واك او اختيار او د اولس رايي نه منل لړۍ پېل كېږي، د دغه ناوړه عمل اثرات په بنګالايانو، بلوڅانو، او سينديانو باندې هم پرېوت، د خوف او عدم اعتماد فضاء رامنځته كېږي، په نتېجه كښې يې پښتانۀ، بلوڅان، سينديان، بنګالايان، او د پنجاب روڼ اندي [روشن فكر] سياسي مشران د خپلو خپلو سيمه يز شناخت په مقابل كښې د وفاق جابرانه اقداماتو په ضد يې د نيشنل عوامي پارټۍ په نوم يې يو ملكي ګوند جوړ كړ.
جناب والا ! د باچاخان او خدايي خدمتګارانو دا قصور وو چې د تقسيم پر وخت د دوى دا غوښتنه وه چې په پاكستان او هندوستان كښې دي د انتخاب حق و ريفرنډم پر ځاى اسمبلۍ ته پرېږدي، يا د دغو دواړو ملكونو په منځ كښې د پښتونستان لپاره دي هم پلېټۍ [بيلټ بكس] كښېښوول شي، له ۱۹۴۷ء څخه تر كال ۱۹۵۸ء پوري د سياسي قوتونو د خپل منځي شخړو څخه اسټيبليشمنټ ګټه تر لاسه كړه، او د جنرل ايوب خان په مشرتابۀ كښې يې پر ملك پوځي مارشلاء و تپله، بيا تر ۱۹۵۸ء وروسته ټولو سياسي قوتونو د اوږدې مبارزې په نتېجه كښې ايوب خان دې ته اړ كړ چې اقتدار پرېږدي، او جنرل يحٰى خان د صوبو حق تسليم كړ، نو يې لومړى ون يونټ مات كړ، او دويم كار يې د ۱۹۷۰ء آزاد انتخابات وكړل.
جناب والا! د ۱۹۷۰ء په انتخاباتو كښې د بنګال اولس و عوامي ليګ او شېخ مجيب الرحمٰن ته په ملك كښې د حكمرانۍ مېنډيټ وركړ، په سيند او پنجاب كښې د پي پي پي په صوبه پښتونخوا او بلوخستان كښې اولس د نيشنل عوامي پارټۍ او جمعت علماء اسلام مفتي محمود ډلې ته د حكمرانۍ حق وركړ.
جنابِ صدر_ ستاسو پاملرنه د دغې ډلې و لورته راګرځوم چې په اسلام آباد كښې د حكومت په مقابل موجوده وي، كومې چې پرېكړه وكړه چې اقتدار به له مغربي پاكستان څخه و مشرقي پاكستان ته نه انتقاله وو.
زه دلته د يوې واقعې زكر كوم ماته خپله باچاخان وويل چې خان عبدالولي خان، ميرغوث بخش بزنجواو ارباب سكندر خليل ډهاكې ته ولاړل، او له شېخ مجيب الرحمٰن سره يې وليدل او د دغې مسلې د حل كولو دپاره يې د خبرو اترو لاره غوره وګڼله، نو مجيب الرحمٰن ورته وويل چې خان صاحب ته د خبرو اترو خبره كوې له مغربي پاكستان څخه يې دلته پوځيان راوستلي دي او د ډهاكې پر هوايي ډګر يې كښته كوي، دلته زموږ په ضد د طاقت د استعمالولو پرېكړه شوې ده، بيا چې ولي خان او ملګري يې بېرته راغلل نو يې له جنرل يحٰى خان سره ولېدل، نو يحٰى خان ورته وويل چې زه خو مجيب الرحمٰن ته اقتدار وركوم خو ماته څلورو پنجابي جرنيلانو ويلي دي كه مجيب الرحمٰن له ښپږو نكتو څخه پر يوه هم اتفاق وكړي موږ بنګاليانو ته اقتدار نه وركوو.
نو جناب صدر يوې خواته څلورو پنجابي جرنېلانو د بنګاليانو د صوبايي واك او اختيار غوښتنه و نه منله خو كله چې نوي زره [۹۰۰۰۰] پوځيان بنديان شول د دوى د خوشي كولو معامله رامنځ ته شوه نو نه يې يواځې د هغه عوامي ليګ حكومت ومانۀ بلكې د صوبايي واك او اختيار په مقابله كښې يې آزاد بنګله دېش ومانۀ.
جناب صدر! بيا وروسته په پاكستان كښې درې ډليزه اتحاد پي پي پي، نيپ، او جميعت يو د بل اولسي رايه مني په مركز پنجاب او سيند كښې د پي پي پي حكومتونه جوړېږي، په پښتونخوا او بلوچستان كښې د نيپ او جميعت ګډ حكومتونه او ګورنرۍ جوړېږي، يو آيين د اكثريت په رايه سره جوړېږي، د اتفاق رايه آيين ځكه نه شو ورته ويلاى ځكه چې د كال ۱۹۷۳ء پر آيين نواب خېربخش مري او ډاكټر عبدالحى بلوڅ لاسليكونه ونه كړل.
د قامونو او صوبايي واك او اختيار په مسله دوى څه تحفظات درلودل، په مسټر بهټو باندې يې پنجاب پلوه آيين جوړ كړه، نوي زره پوځيان يې ورباندې خوشي كړل او په مسټر بهټو باندې دغې سازشي ډلې په بلوچستان كښې د سردار عطاالله اكثريتي حكومت ړنګ كړ، په نتېجه كښې يې ټول پښتانۀ او بلوڅ سياسي مشران يې په حيدرآباد جېل كښې بنديان كړل، د دوى خلاف يې د بغاوت مقدمې درج كړې، او د بلوڅو خلاف يې پوځي عمليات پېل كړل، د دغو پوځي عملياتو په ضد خصوصاً مريانو د وسلوالي مبارزې له لاري مقاومت وكړ، دلته د ملك په كچه يو سياسي بحران رامنځ ته شو، د پي اين اې په شكل يو سياسي غورځنك رامنځ ته شو.
جناب صدر! دلته خبره بيا د غور وړ ده هغه دا چې په كال ۱۹۷۷ء كښې مسټربهټو او مولانا مفتي محمود چې د پي اين اې د وفد مشر ؤ تر منځ يوه سياسي سمجوته وشوه، او مزاكرات كاميابه شول، نو جنرل ضياءالحق او نورو پوځي جرنېلانو و مسټر بهټو ته صفا صفا وويل چې ټول نكات موږ ته د منلو وړ دي خو حيدرآباد سازش كېس به نه ختم كوو، مسټر بهټو ورته وويل چې بيا به مزاكرات ناكام شي، نو جنرېلانو ورته وويل چې موږ سره تاسو فكر مه كوئ.
جناب تر دې وروسته چې حالات نور وران شو نو پر ځاى د دې چې د مسټر بهټو ملګرتيا وكړي د دۀ حكومت يې ختم كړ، او له سيند څخه تعلق لرونكى لېډر يې په كوټ لكهپت جېل كښې بندي كړ.
اوس نو يوې خواته پښتانۀ او بلوڅ مشران په حيدرآباد جېل كښې بنديان وو، نو بلې خواته سيندي لېډر چې پنجاب په زيات شمېر كښې اولسي رايي وركړې وې په كوټ لكهپت كښې پس زندان كړ، تر څو ورځو وروسته ولي خان او د دۀ ملګري د دار كېدو پر ځاى جنرل ضياءالحق او د هغه ملګري جنرېلانو چاچې مسټر بهټو ته د حيدرآباد سازش كېس د بېرته نه اخيستلو مشوره وركړه، او مزاكرات يې ورته ناكامه كړل په خپله وراغلو ولي خان او د هغه ملګرو ته يې سلام وكړ، او هغه يې په عزت ناكه ډول له بنده خلاص كړل، او وروسته يې د ولي خان پر ځاى مسټر بهټو په دار كړ.
جناب صدر!
كه تاسو يا اوسنى حكومت په سياسي توګه خپل ځانونه آزاد ګڼئ نو د بلوچستان د مسلې د حل كېدو امكانات شته د بلوچستان جغرافيه تاسو تر ما ښه پېزنئ كوټه د صوبې زړه دى چې په شمال كښې يې پښتانۀ آباد دي او په جنوب كښې يې بلوڅ آباد دي، د بلوڅو په شورش زده سيمو كښې د مري له سيمي سره سره يې د بګټي سيمه هم اوس په ضد كښې ده، دلچسپه خبره دا ده چې نواب اكبر بګټي شهيد هغه بلوڅ مشر ؤ چا چې په خپلو لاسونو د صوبايي واك او اختيار دستاويزات تيار كړل، او وفاق ته يې پېغام ورواستاوۀ چې زه په وفاق پاكستان كښې اوسېږم خو جنرل مشرف په ځواب كښې په عسكري قوت شهيد كړ، په نتېجه كښې يې له نواب خېربخش مري پرته برهمداغ بګټي د جمهوري وطن ګوند په مقابل كښې د بلوڅ ريپبلكن ګوند جوړ كړ، او د بلوڅ د آزادۍ و سياست ته يې مخه كړه.
دغه ډول د نواب بګټي شهيد د صوبايي واك او اختيار يوه مضبوطه ډله د نواب خېربخش مري پر سياسي پلۀ روانه شوه.
جناب صدر! په پاى كښې د بلوڅو د مسلې په باب به دا ووايم چې په خپله نواب خېربخش مري په ډېرو ساده ټكو كښې بيان كړې ده چې نواب خېربخش مرى يې د جسټس نوازمري د قتل په كېس كښې سېشن ګورټ ته د سماعت دپاره راوستى ؤ، نو په دغه ورځ سردار عطاوالله مېنګل او رسول بخش پلېجو هم موجود ول زه هم د يوۀ وكيل په صفت هلته موجود وم، نواب صاحب مخ ته ناست د يوۀ سړي وخواته يې اشاره وكړه او و يې ويل چې دا هم بلوڅ دى او زه هم بلوڅ يم دى وايي چې موږ ته دي په سيندك كښې دوه سوه نوكرياني راكړي، دى وفادار دى زه وايم چې دغه سيندك زما دى دا د بلوڅ دى د دغه اختيار زما دى زه غدار يم بيا يې وخندل.
نو صدر صاحب! كه تاسو و بلوڅانو ته د دوى پر قدرتي وسايلو خپل واك او اختيار وركوئ يا يې وركولاى شئ كوم چې دوى د خپل اولس په ښه كولو كښې په كار راوړي نو زه په يقين سره ويلاى شم چې هغه ورځ لېري نه ده چې نواب خېربحش مرى دي مزاكراتو ته تيار نه شي، او بېرته دي د نيپ په ډول په سياست كښې رانه شي، او كه هغه مخصوصه ډله كومې چې باچاخان او مسټر جناح او عبدالولي خان او مسټر بهټو تر منځ غلط فهميانې پېدا كړې ستا په مقابله كښې د كال۱۹۴۷ء – ۱۹۷۰ء – او ۱۹۷۳ء په څېر په خپلو عزايمو كښې كاميابه شيې، نو بيا دغه خبره يقيني ده چې نور لبرل او جمهوري بلوڅان به د برهمداغ بكټي په څېر د مزاحمت پر لاره و تګ ته اړشي.
نو لهٰذا زه تجويز دركوم چې تاسو په نواب خېربخش مري او نورو بلوڅانو مشرانو سره چې د هغوى له پارليماني سياست څخه زړونه تور شوي دي براه راست مزاكرات وكړئ، او د اسفنديارولي خان په څېر يې په اعتماد كښې واخلئ
ستاسو او د نورو ملګرو شكر ګزار يم وسلام
اورنګ زېب كاسى كوټه
*
*
*
پاكستان نور غواړي او ته پور غواړې، پاكستان نن سبا د افغانستان د خپلولو خيال لري او نوم به ورته ږدي پنځمه صوبه شمال، كه يو ځل پنځمه صوبه جوړه شوه نو بيا به د بلوچو د وفاق او تيپ خبره بابيزه وي او څوك به بيا پنجابيان بلوچو ته د يوې مړۍ ډوډۍ په وركولو هم قانع نه كړي، وخت همدا دى اول بايد د پنځمې صوبې خيالونه ډيس ميس شي او بيا د بلوچانو حق هلته ادا كېداى شي چې بلوچان ازاده او د بلوچستان خاوندان شي. پنجابيان درس ته تر هغه غوږ نه نيسي او درس نه اخلي چې درس ورته ور نه كړ شي او سر يې له تنې پرې نه شي.
*
*
*
*
*