د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د رياست دوه کارکوونکي چې ، دوه ورځې وړاندې تښتول شوي وو ، تېره شپه را خوشې شول .
ددې ولايت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس انجنير عبدالرحمن ناصري نن رسنيو ته وويل چې د خان زمان او علي زمان په نومونو دغه دوه وروڼه د شپې لس بجې تړلې سترګې خوشې شوي دي .
د نوموړي په وينا ، تښتوونکيو ياد شوي مامورين د بره کي برک ولسوالۍ په برکي راجان کې خوشي کړي دي .
د نوموړي د څرګندونو له مخې ، ياد شوي کسان د خلکو په همکارۍ خوشې شوي او تراوسه يې د تښتونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى .
ناصري ، د تښتول شويو مامورينو له خولې وويل چې هغوى د ورځې له خوا په يوه څلور متره ژور کوهي او د شپې له خوا په يوه خونه کې ساتل کېدل .
له دغې تښتونې درې ورځې وړاندې له يادې شوې سيمې څخه درې زده کوونکي هم تښتول شوي وو ، چې دوه شپې وړاندې راخوشې شول .