دامرېکا د متحده اېالاتو په ګډون د نړې پر سطحه دافغانستان او د سېمې په اړه دنوې ستراتېژې بدلون تر سترګو کېږې . داوباما د سېاسې او انتخابې (چېنج) ترسلوګن وروسته داسې برېښې چې د هغو اشخاصو او ډلو ارزوګانې په غوړېدو ښکارې چې د سېمې او افغانستان په اړه په پالېسې کښې د ژورو بدلونونو غوښتونکې وو .
د القاعده او طالباناېزېشن د ژورو رېښو د مطالعاتو لپاره ېوه ژور غور اوسېاسې عملې مېکانزم ته د افغانانو او افغانستان د تارېخې درېځ او غوښتنو په رڼا کښې څېړنو ته اړتېاده .
دهند تر ولقې لاندې د کشمېر د کشالې د مسلمانانو(پاکستان) په حق
کښې د بدلون او ازادې په پلمه د تېر افغان جهاد نه په الهام چې پاکستان د کومې وړېا جهادې ستراتېژې پلان تعقېباوو هغه ېې د طالبانو د اسلامې تحرېک په راتګ سره په افغانستان کښې تر لاس لاندې ونېوه .
د طالبانو له اسلامې تحرېک سره ددې غېر فطرې هېواد هر اړخېز ملاتړ هم پر غېر فطرې (غېردېنې) جزبې ولاړ وو .
که څه هم د اسلامې تحرېک له نظره له دوې سره هر مخالفت او د هرچا مخالفت په اصل کښې له اسلام سره په دښمنې کڼل کېده او هم دارنګه له دوې سره دهرچا خواخوږې دوې له اسلام سره اخلاص ګاڼه خو ولې په اصل کښې دا ددوې له اوسنې نړېوالې سېاست سره چې د اقتصادې اړېکو پر سېمېزو بنسټونو بنا دې له ناخبرتېا او نا اشناېې ښوده .
وروسته دامرېکې د متحده اېالاتو تر ملاتړ لاندې د نړېوالو په سېاسې او فوځې ننګه د طالبانو دافغانستان د اسلامې امارت پر ضد دپراخ فوځې کمپاېن په پاېله کښې د طالبانو دظاهرې شکست نه ورورسته د ښاغلې حامد کرزې په مشرې کښې د طالبانو د اسلامې تحرېک او د حزب اسلامې افغانستان د ګوند پرته د نورو تارېخې سېاسې تنظېمونو او سېاسې مخورو پشمول تقرېبا ټول افغانان په ېو داسې دولت کښې سره راغونډ شول چې کنډ کپر افغانستان ورته په مېراث پاتې وو دهېواد په شمال کښې د قومې تربګنېو لانجې ، په جنوب کښې د پښتنو سېاسې نماېنده وحدت د نشتوالې له کبله په دولت کښې ددوې د پوره ونډې د نه در لودنې لانجه او همدا رنګه څه ناڅه شېعه سنې تعصب ورته په مېراث کښې پاتې ول .
د ددې لانجو پر وړاندې دملې روغې جوړې د بهېر د پلې کولو لپاره د ښاغلې حامد کرزې شتون د ېو نعمت غېرمتراقبه نه کم نوو .
ده وکولاې شول چې ملې روغه جوړه ترډېره حده بېرته په خپله نرمه ژبه او نرم چلند کنترول او اعاده کړې .
لږ وروسته دپښتنو پر اساسې وزارتونوله ګمارلو خصوصا د دفاع پر وزارت د پښتون وزېر دفاع له ټاکنې د پښتنو و ډېرو ګلو ته ېو مثبت ځواب وو .
د هېواد پر لوېو لارو چټک تعمېراتې کار د بېا ودانولو د بهېر د پېل لوېه نښه وه .
طالبان هم له خپلې وارخطاېې ، د راتلونکې لپاره دمشرتابه د امر له نشتوالې ، د حالاتو دجاج په تمه او له فوځې لارې د نوېو نوښتونو سره داشناېې په موخه او په ځانګړې ډول له دې لوې پېښې سره د پښتنو وعکس العمل ته منتظر پاتې شول او همدا هغه ښه چانس وو چې باېد ترې استفاده شوې واې او دکرزې غوره دور هم همدا ګڼل کېږې .
کله چې کابل ته د اېن جو ګانو بهېر رامات شو د هېواد دبېا رغاونې په موخه بېشمېره مرسته او سرماېه انتقال شوه لدې سره د دولت متوازې ډالر مافېا ، رشوت او سپارش مافېا ، قاچاکبر مافېا منځ ته راغلې چې د ټولنې دودېز عادلانه سېستم ېې دړې وړې کړ او په مقابل کښې د کرزې د نرمو پالېسې نه پرته هېڅ ډول د چېک او بېلنس زورور غښتلې او ناترسه عادلانه ملې ځواک نه ښکاره کېده .
طالبانو ددې تشې د ډکولو په مخه ژر تر ژره خپلې عسکرې لېکې تشکېل کړې او له قندهاره ېې دخپلو عملېاتو پېل وکړ .
طالبانو د جګړو د تودولو په موخه لومړې خپل خونړې برېدونه پر دولتې مامورېنو معلېمېو او د موسېساتو پر کارمندانو وازموېل او دا به ېې په زغرده وېل چې له امرېکانو سره نه کېږې اول باېد داخپل لار ته راواړوو .
دوې پوهېدل چې په اقتصادې او سېاسې لهاذ خودکفاه پښتون افغان اولس خداې خبر چې بېا ددوې المتراه ته غوږ ونېسې .
ورو ورو دوې دهغو برېدونو له امله چې اقدامې عملېات به امرېکاېې عسکرو پر دوې کول له امرېکاېې عسکرو سره ډغرو ته لېواله او زړه ور کړل .
وروسته په هلمند کښې دوې جبهېې جګړو ته خپل مورال اوچت کړ چې د ملادادالله پدې تکتېک کښې لوېه ونډه وه .
ددوې له دې تحرېک سره نړې راوېښه شوه او د ناټو تر مشرې لاندې ېې فوځونه له کابله دباندې ولاېاتو ته ولېږل ولې امرېکاېې ځواکونه د عراق له مهاذه دې ته وزګار نشول چې د طالبانو داسلامې غورځنګ ددې نوې تحرېک له نوې تکتېکونو نه ځان اګاه کړې .
دډغرو مېدان ېواځې دناټو دېوې مشترکې قوماندې اوبرنامې نه درلودونکې عسکرو او نرم درېزه حامدکرزې ته پاتې شو .
د اې اېس اې هغه ډلې چې د پاکستان ملې منافعو ته تل وفاداره دې او تر هېواد ځان قربانولو ته ژمن دې مېدان ته راودانګل او د طالبانو لپاره ېې د بلوچستان صوبه د اسلامې امارت دمشرتابه او لوړپوړو قوماندانانو له پاره خوندې ځاې او شمالې وزېرستان ددوې دافرادو لپاره د بېا ترېننګ لپاره معاسکر وګرزاوه البته کراچې ددوې د مالې مرستو لوې مرکز پاتې شو چې د طالبانو هرې ډلګې پکښې په بېلابېل ډول د خپلو هغو سېډې کېسټونو د ثبوت په مرسته د مخېر حضراتو توجه ځان ته راماته کړه .
او داسې ېې د اې اېس اې پټې او ښکاره مرستې ځانته راجلب کړې نورې مالې منابع ېې مخدره مواد او دغنېمت په نامه د موسساتو او شتمنو هغو افغانانو د تېښتونې په بدل کښې د پېسو په ترلاسه کولو پوره کول پېل کړل چې دوې ېې ددولت ملګرې او ېاجاسوسان بولې .
هغه که مالداره وې په ملاماتونکې مالې خسارې سره خوشې کېږې اوکه غرېب وو نو هغه پر نس حلالېږې ، چې دا دملادادالله اخند ېو سېاسې سنت دوې ته پاتې دې .
له عربو . چېچنو او پاکستانې تنکې ځوانانو نه دوې د ځان مرګې (اشتهادې) حملو لپاره کار اخلې .
همدا لړې تر ننه دوام لرې .
کرزې صاحب لومړنې غلطې دا وکړه چې کابل ته دهوا له لارې داخل شو دې باېد له قندهاره د پرګنو او قومونو د ېو عسکرې مسلح کاروان په بدرګه کابل ته ننوتلاې واې . دوهمه غلطې ده داوکړه چې د پښتنو لپاره دېو نماېنده تنظېم د نشت والې خلا ېې ډکه نکړه . درېم ېې دمحاسبې سخت درېځ خپل نکړ ، اوس غواړې له طالبانو سره دخواخوږې او دامرېکې سره دترنګلې ماحول په رامنځ ته کولو سره خپل باېللې ارزښت بېرته اعاده کړې .
که له ېوې خوا داولس مشر حامدکرزې بېچاره بخت کوټه دې نو له بل لورې ددې ټولو ناخوالو د خارېجې قواوو د شتون پشمول علت جنګ او بې امنې ده او ددې عاملېن د جنګ سالاران دې . د افغانستان لانجه اوس بربنډه له پولو اوښتې ده د لانجې مرکز اوس پاکستان ده افغانستان اوس ېواځې داخلې استحکام او عدالت اجتماعې ته سخت ضرورت لرې په خارېجې پالېسې کښې باېد د پښتونستان مسله ګرمه کړې شې ترڅو نړې پدې قانع کړې شې چې په پاکستان کښې پښتنې افغانې سېمې بېرته له افغانستان سره ونښلوې او ټولې متاثره سېمې ته ېو دولت ېوه ستراتېژې غوره شې پدې ډول به نړې او سېمه دترورېزم له بلا نه ژغورل شوې وې . دا د تارېخ جبر دې ، هغه سېمه چې برطانېې دخپل امن ،سېاسې اوفوځې ګټو لپاره دوې ټوټې کړې وه نن به بېرته دهم هغو موخو لپاره دا سېمه سره ېوه کوې بله هېڅ عملې مېکانېزم نلرې او هم دا موږ ته د اوباما له نوې ستراتېژې نه لوېه هېله ده .
*