نیته: 15 اگست 2008
د روشن د مخابراتی شرکت له خوا څخه پدي وروستيو کی د غوره پوليس د ټا کلو لپاره يوه لړۍ پيل شوي وه. ددی لړۍ له لياری د هيواد هر وګړی کولای شول چی د خپلوګرځنده ټـيلـيفونو له لياری د خپلی خوښي غوره پوليس وټاکی.
په دی پروسه کی څلور تنه پوليسان نومول شوي وه, ولی دوو تنو تر ټولو زياتو رايی ا خيستی وی. ددغو دوو تنو پوليسو له ډلي څخه يو يی ښاغلي جنرال علی شاه پکتیاوال او دوهم تن جنرال باباجان وه چه زما په فکر د هغه د جنایاتو به هکله د هیواد هر و ګری پوره اګاه دی.
به شروع کی ټول په دی باور وه چه ساغلی پکتیاوال به دغوره پولیس په توګه وټاکل شی ځکه چه نوموړی په تیرو څو کلنو کی د پام وړ لاس ته راوړنی لری. که اوس مهال د کابل په ښار کی څوک په ارامه خوب کولی شی نو وجه یی داده چی پکتیاوال خوب نه کوی د زړو او نوو جنایات کارانو د سترګو ازغی دی او نه پریردی چه دغه شرمخان چه اوس یی هم د اولس په وینو لاسونه سره دی بیا د خلکو غوښی وخوری،ِ دی د غلا مخه نیسی ، جنایات کاران د قانون منګلو ته سپاری او له چا بېره نلری.
د پکتیاوال دهلوځلو په وجه بهرنی او کورنی سوداګر کولای شی خپل کار مخ ته بوزی او د هیواد په مخ تګ او ابادی کی ونډه واخلی. خو له بده مرغه داسی ونه شول او د جنرال علیشاه پکتیاوال پرځای جنرال بابا جان د غوره پولیس په توګه وتاکل شو. پداسی حال کی چی باباجان هغه څوک وه چه د کورنیو جګرو په دوران کی یی ډول ډول جنایات وکړل د بی ګناه انسانانو وینی یی توی کړی، د خلکو کورونه یی لوټ کړل، مالونه او جایدادونه یی غصب کړل، او په کورنی جګړه کی یی د ډیرو با عفته انسانانو په عزت تیری وکړ او اوس هم په یوه نوم او بل نوم ورته اعمال ترسره کوی. او د کابل ټول ښاریان پردی شاهد دی یوه لویه بیلګه یی د میرمن ناهید شهادت وه چی د همده د افرادو په واسطه د هغی په حرمت باندی د تجاوز ګواښ په نتیجه کی رامنځ ته شو د خلکو د مالونو په چور او چپاول کی د هغه دوران د ګلیم جمانو څخه ور تیروه او ډیری جنایی کارنامی لری.
نو اوس پوښتنه داده چه ایا خلک ړانده شول چه د ښاغلی علیشاه پکتیاوال پرځای یی باباجان د غوره پولیس په توګه و ټاکه؟ یا داچه د رایو لړی عادلانه او شفافه نه وه؟
که مونر خپل د ولس تاریخ ته رجوع وکرو نو افغان ولس هیحکله هم غل او جنایت کار د خپل غوره پولیس په توګه نه تاکی په حانګری توګه د جنرال باباجان په حیر بدنامه او شرمیدلی حیره چی د افغان نوم ورته نه سایی استعمال شی.
نو که د دغو پوستنو اصلی حواب بسی و ګرحو نو حرګندیری چه د دی لری د رایی اچونو په بهیر کی پوره درغلی شوی ده . او حینو مفسدو کریو په کی پوره لاس درلود. هغه کری او اشخاص چه د ساغلی پکتیاوال د رستینولی او زرورتوب له امله نه شی کولی چه په ازاده توګه غلا ، قتل ، د انسانانو تستونه او د نشه یی توکو قاچاق تر سره کری.
د دقیقو راپورونو له مخی ویلی شم چه یوازی د باباجان لپاره درویشت زره ۲۳۰۰۰ د موبایل سیم کارتونه اخیستل شوی وه او دا چه دا سیم کارتونه چا اخیستی وه او ولی یی اخیستی وه یا یی موخه حه وه دا تولو افغانانو ته د لمر په حیر حرګنده ده .
د علی شاه پکتیاوال د دفتر او نورو سرچینو د معلوماتو له مخی یوازی د اریبا د مخابراتی شرکت له لیاری ساغلی پکتیاوال ته ۲۳۰۰۰ رای ور کرل شوی وی. دا معلومات د اریبا مخابراتی شرکت هم تآید کری او د پکتیاوال دفتر ته یی ورکری.
مګر د روشن د شرکت د کراتو مراتو غوستنی سره سره هم دا معلومات د ساغلی پکتیاوال دفتر ته ورنه کرل شو.
که د روشن په شرکت کی غلا موجوده نه وای یا دا چه د رایو په اچولو کی یی درغلی نه وی کری نو ولی دغه دول معلومات ولس ته نه وراندی کوی او پرځای یی هغه حوک بیا د ولس په سر ور پورته کوی حوک چه نن هم جنایات کوی.
او د روشن شرکت ته چا دا حق ورکری چه ددغی درغلی له لیاری جنایت کار او د بشری حقونو متجاوزینو ته برایت ورکری او یا هغوی ته مشروعیت وروبښی. اول وی که اخر وی دغه دول معلومات به د ولس په وړاندی ایښودل کیری او بیا به هم اولس قضاوت وکړی چه حوک غل دی او حوک غوره پولیس.
دا لومړی حل نه دی چه زمونر د اولس په احساساتو او نظریو لوبی کیری په پارلمان او ولایتی شوری ګانو کی هم هغه حوک ناست دی د باباجان په شان یی جنایات کړی، خلک یی وژلی او یایی د ده په شان په لس ګونو ظالمان، جنایات کاران او جنګ سالاران ساتلی او د هغوی له لیاری خپل سیاسی او اقتصادی اهداف په وړاندی بیایی. نو زه د یو افغان په حیث دا اواز اوچتوم چه د باباجان په حیر دا شرمخان او جنایت کاران ددغه دول رایو او درغلیو له لیاری نه بخسل کیری.
اوافغان اولس باید دوی د انتقالی عدالت له لاری د انصاف او قضاوت میز را کاری او په حای یی د پکتیاوال په حیر ریشتینی او ایماندار اشخاص د تولنی د خدمت لپاره و ګماری.