
و خوړم عالمه غرڅنو سترګو
زه د عشق په سیمه کې مړو، مړوسترګو
مخامخ یې غیشي توغولي دي
کلک زخمي زخمي کړم بې رنجو سترګو
زما د ژوند خانه یې راته وویشته
ټول سپیره سپیره کړمه سپيرو سترګو
داسې له هیبت او ځواکه ډکې وې
مات یې کړم ملنګ یې کړمه دوو سترګو
وکتل ظالمو د ښکلا په ځیر
پوخ یې کړم، لمبه یې کړمه سرو سترګو
زه یې بې له سترګو بل څه نه وینم
داسې کړم بې هوشه میلمنو سترګو
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه