کور / تازه خبرونه / چین : موږ افغانستان ته پوځیان نه لیږو

چین : موږ افغانستان ته پوځیان نه لیږو

رویټر د بیجنګ څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی چین دا آوازې په کلکه رد کړې چی وایی دا هېواد غواړی افغانستان ته خپل پوځیان ولیږی . د برتانیې صدراعظم ګورډن براون تېره اوونۍ په نیویارک کی ویلی وو چی امکان لری چین هم افغانستان ته پوځیان ولیږی . خو د چین د خارجه وزارت ویندوی کین کنګ وویل چی چین به تر هغه وخته افغانستان ته خپل پوځیان و نه لیږی څو چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هلته د سوله ساتونکو پوځیانو لیږل تصویب سوي نه وی . ده وویل چی فعلی ګنګوسې ټولي بې اساسه دي .