نن دسوات په خوزه سيمه كې دفوځيانو پري يوې پوستي ځانمرگى بريد څلور پاكستاني فوځيان ووژل . ځايى چارواكي وايې يوه تن چې موټر يې دبارتو څخه ډك كړي ود فوځيانو دپوستي سره ټكر كړ او په ترځ كې يې څلور فوځيان ووژل شول او دري تنه ژوبل شول . كه څه هم تر اوسه دياد بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستي خو دا ځانمرگي بريدبه هم دنور هغو په شان دځايي طالبانو له خوا تر سره شوي وي چي دمگړئ په دغه سيمه كې دفوځ سره په جنگ بوخت دي.دا په داسي حال كې ده چې پرون هم په سوات كې فوځيانو ديولسو تنوطالبانو دوژلو او طالبانو ددريوتنو فوځيانودنيول ادعاوي كړي وي .