د امریکا په مشرۍ د ایتلاف سرتیرو ادعا کړې چې تېره ورځ یې د پکتیا ولایت د ځدراڼو په ولسوالۍ کې لس وسلوال وژلي دي، امریکايي ځواکونه وايي دوی په دی سېمه کې په ګزمه بوخت ول او دا لس وسلوال یې هغه مهال ووژل کله یې چې له دوی سره مخامخ جګړه وکړه.
ایتلاف وايي دا لس وسلوال د مولوي جلال الدین حقاني ډلې پوری اړوند وسلوال ول.
جلال الدین حقاني د جهاد په کلونو کې د مجاهدینو یو نومتو قومندان وو ، هغه دسرو لښکرو په وړاندی سخته مبارزه کړی وه. جلال الدین حقاني د طالبانو له ماتې وروسته د بهرنیو ځواکونو په وړاندې هم جنګیږي او د ولسمشر کرزي د حکومت وسلوال مخالف دی.