کور / تازه خبرونه / باراك اوبا: مېرمن كلينټن به د بهرنيو چارو وزيره وي

باراك اوبا: مېرمن كلينټن به د بهرنيو چارو وزيره وي


د امريكا نوي ولسمشر چي دوې مياشتي وروسته به كار پيلوي خپله ګوندي رقيبه هيلري كلنټن د بهرنيو چارو د وزيري په توګه پېشنهاد كړې ده.
ولسمشر باراك اوباما ته نيژدې سرچينې وايي چي نوموړي په شيكاګو ايالت كي له آغلي هيلري كلنټن سره تر يو په يو ليدني وروسته دغه وړانديز كړى دئ.
د هيلري كلنټن له خوا تر اوسه د دې خبر پخلى نه دئ سوى، خو په مطبوعاتو كي له څو ورځو راهيسي په دې باب د مېرمن كلنټن نوم يادېدئ.
د امريكا د پخواني ولسمشر بيل كلنټن مېرمن سناتوره هيلري كلنټن چي په ديموكرات ګوند كي جمهوري رياست ته د باراك اوباما سياله وه، نوموړي ورته په انتخاباتي مبارزه كي سخته ماته وركړه.
د هيلري كلنټن تر ماتي وروسته چي ديموكرات ګوند يې پر دوو برخو ووېشئ، داسي ګنګوسې وې چي ښاغلى اوباما به د يوه مصلحت له مخي آغلې كلنټن د جمهوري رياست د مرستيالي په توګه وټاكي، خو ولسمشر اوباما د يوه جدي او تصميم نيوونكي مشر په توګه دې مصلحت ته غاړه كښېنښوده.