د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو په لاس په فراه ولایت کې د یوه دیني عالم وژنه په کلکه غندلې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دفراه ولایت د د انګور دری ولسوالۍ دیني عالم مولوي شمس الدین وسلوالو طالبانو تېره سه شنبې تښتولی وو او بیا یې یوه ورځ وروسته د مړي جسد په خاک سفید ولسوالۍ کې اچولی ،
ولسمشر دا کار غندلی او نوموړي مولوي کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.
خبرپاڼه دا وايي چې مولوي شمس الدین د جمعې په لمانځه کې د خطبې پر مهال ځانمرګي بریدونه ناروا ګڼلي وو.