کور / تازه خبرونه / په پېښور کښې د افغان ژورنالست سميع يوسفزي د تښتولو هڅه

په پېښور کښې د افغان ژورنالست سميع يوسفزي د تښتولو هڅه

حيات اباد سره نزدې شاکس روډ باندې په افغان صحافي سميع يوسفزي چې ده سره د جاپان يو ژورنالست په موټر ډزې وشوې.
دواړه ژورنالستان د يوه کالعدم مذهبي تنظيم د مشر سره خېبر ايجنسۍ ته روان وو چې نامعلومو وسله والو کسانو د دوي د موټر د ودرولو کوشش وکړو چې کله ډريور موټر ونه درولو نو وسله والو کسانو د دوي په موټر ډزې وکړې چې په نتيجه کښې ئې دواړه ژونالستان سميع يوسفزى او جاپانى ژونالست سره د ډريوره سخت ټپيان شوي دوي د حيات اباد ميډيکل کمپلکس ته يوړول شول چې د هغې نه وروسته جاپانى ژورنالست اسلام اباد او سميع يوسفزى ليډي ريډنګ هسپتال منتقل کړى شول.
افغان ژورنالست سميع يوسفزى د يو بېن المللي مجلې دې نيوز ويک نمائنده دى او جاپانى ژورنالست لوټ سکورامټو د ورځپاڼې اساهي په کابل او پاکستان کښې نماينده دى.
د جمعې په ورځ دوي دواړه د يو کالعدم مذهبي تنظيم د مشر سره قبائلي سيمو ته روان وو چې د حيات ابآد سره نزدې په ساکس روډ د دوي د تښتولو هڅه وشوه، خو د مزاحمت په وجه په دوي ډزې وشوې چې په کښې دواړه ټپيان شوي دي ويل کيږي چې دا ډزې په دوي په قبائلي سيمه کښې شوې دي.  جاپانى ژورنالست په پښه لګېدلى دى او سميع يوسفزى هم سخت ټپي شوى دى.
د دوي دواړو د تللو نه مخکښې په يونيورسټي روډ واقع په يوه ريستورانټ کښې سره ليدل کتل وشول چې د هغې ځاى نه بيا د اسلام ابآد نمبرپلېټ لرونکي موټر کښې سواره شول او د هغې ځاى نه خېبر ايجنسى ته روان شول.