کور / تازه خبرونه / په زرګونو کيلو ګرامه کېمياوي او نشه يي توکي سوځول سوي

په زرګونو کيلو ګرامه کېمياوي او نشه يي توکي سوځول سوي

دکندهار ولايت چارواکي وايې چې نن يې ددغه ولايت له مربوطاتوڅخه دپوليسو لخوا راټول شوي وو، په زرګونو کيلوګرامه هيروئين، چرس، تېزاب او نورکيمياوي توکي وسوځول سول .

دکندهار والي جنرال رحمت الله روفي وويل چي سوځول شويو توکيو کې ١١٤  اعشاريه څلورسوه نهه څلوېښت کيلوګرامه هيروئين، ٨٥٩ اعشاريه ٩٠٠ کيلوګرامه ترياک ٩٤٨٣اعشاريه ٢٤٢کيلوګرامه چرس ،  ٨١٧١ لېټره تېزاب ، ٢٢٥١٠ کيلوګرامه کيمياوي مواد  شامل وو  اوپه دې تور يې ١٥٥تنه شکمن  کسان نيولي چې عدلي اوقضايي ارګانونوته يې سپارلي دي .