کور / تازه خبرونه / برتانیه غواړی ۲۰۰۰ نور پوځیان افغانستان ته ولیږی

برتانیه غواړی ۲۰۰۰ نور پوځیان افغانستان ته ولیږی

رویټر او بی بی سی خبر ورکوي چی برتانیه ښایی د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پوری نور پوځیان هم افغانستان ته سوق کړی تر څو د طالبانو سره وجنګیږی . دوو چارواکو بی بی سی ته ویلی چی که د امریکا انتخابی ولسمشر بارک اوباما د برتانوی صدراعظم څخه وغواړی چی افغانستان ته نور پوځیان هم ولیږی نو برتانیه به دا کار وکړی . برتانیه همدا اوس هم په افغانستان کی ۸۰۰۰ پوځیان لری . حامد کرزي د لندن څخه د خپلی وروستۍ کتنی پر مهال برتانویانو ته وویل چی موږ نورو بهرنیو پوځیانو ته اړ یو تر څو هغوی د طالبانو سره وجنګیږی او د مخدره موادو کاروبار محوه کړی . ده زیاته کړه چی : نور پوځیان راولی ، هغوی ښه ځای پر ځای کړﺉ . لیکن بی بی سی د ۱۰۰۰ برتانویانو څخه د سروې پر مهال معلومه کړه چی ۷۰٪ برتانویان د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د رایستلو غوښتونکي دي . څیړونکي وایی چی لندن غواړی د واشنګټن د نوي راتلونکي ادارې سره ( چی غواړی افغانستان ته نور پوځیان ولیږی ) ځان عیار کړی .