video " />  video " />  video " />  video " /> بلجيم: د ډاکټر واحد نظري په وياړ دغونډي راپور    – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / بلجيم: د ډاکټر واحد نظري په وياړ دغونډي راپور Fotos video 

بلجيم: د ډاکټر واحد نظري په وياړ دغونډي راپور Fotos video 

راپور، عکسونه او ويډيو ( لراوبر ډاټ کام )  –  Slide Show

د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر د مياشتي پر اتمه نېټه په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير په زيار او نوښت د افغانستان د نوميالي سېنماپوه ، سناريست او طنزليکونکي ډاکټر واحد نظري په وياړ يوه درنه غونډه جوړه سوه .
په غونډه کي د بلجيم مېشتو افغان هنرمندانو ليکوالو او فرهنګپالو تر څنګ د جرمني ، ډنمارک ، سويډن او هالنډ څخه هم د کلتوري ټولنو مشرانو او استازو برخه اخستې وه .


 



په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير مشر حاجي محمد امين باوري د غونډي د پيل په خبرو کي د ډاکټر واحد نظري په ګډون ټولو برخه والو ته ښه راغلئ ووايه ،



وروپسې د غونډي چلوونکي انجنير سيد حضرت سادات په لراوبر افغانستان کي د نېکمرغۍ په هيله د غونډي اجنډا واوروله او په لومړۍ برخه يې پيل وکړ ، دا برخه دغونډي په نوم رالېږل سوو پيغامونو ته ځانګړې سوې وه .




لومړی پيغام تنکي ځوان عتيق جان باوري ولوست چي له کابله د سلام فرهنګي ټولني له خوا رالېږل سوئ و ، د سلام فرهنګي ټولني مشرتابه د افغانستان د هنر او سېنما په ډګر کي په ځانګړي ډول د ملي تلويزيون په پرمختګ او نړيوال کيدو کي د واحد نظري کار او هڅي د پام وړ بللي وي ،



ورپسې په جرمني کي د افغان تياتر او سېنما مرکز مشر ښاغلي مطيع الله رؤفي د ډاکټر واحد نظري د د ژوند او هنري کارونو په اړه وږغېد ، نوموړي د افغانستان په ملي تلويزيون کي د ډاکټر واحد نظري هاند او هڅي وستايلې ، ورپسې يې د واحد نظري په نوم خپل يو نظم هم واوراوه .
دريم پيغام له استراليا څخه د بشردوستانو ټولني او دوست اواز راډيو له خوا رالېږل سوئ و چي د انجنير سيد حضرت سادات له خوا ولوستل سو ، په دې پيغام کي هم د افغان ادبي بهير له خوا د ډاکټر واحد نظري په وياړ د غونډي جوړېدل ستايل سوي و .
دغونډي چلوونکي وويل دوخت د کموالي له امله ټول پيغامونه نه سي لوستل کيدای خو ژمنه يې وکړه چي يو شمېر راغلي پيغامونه به د انټرنټي سايټونو له لاري خپاره کړي ، د پيغامونو په لړ کي  په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر داکټر سيد نصيراحمد ، له لندن څخه ډاکټر طارق رشاد ، له کابل څخه د ښاغلي زرين انځور او عاشق الله غريب ، ډاکټر صابر ، ډاکټر ماخان شينواري  او له عرب متحده اماراتو څخه د يو شمېر پيغامونو د رارسيدلو يادونه وسوه .
د غونډي دوهمه برخه :



ددې برخي د پيل ويناوال ښاغلي حاجي محبوب احمدزاده و ، نوموړي د ډاکټر واحد نظري د مسلکي کارونو پر بېلابېلو اړخونو په تفصيل سره وږغېد .



 په سويډن کي دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکز، دوستۍ فرهنګي ټولني او روزګان خپروني مسول ښاغلي حبيب الله غمخور په خپله وينا کي د ډاکټر واحد نظري پر بېلابېلو علمي او هنری کارونو وږغېد ، نوموړي د ښاغلي نظري هغو دوو طنزونو ته اشاره وکړه چي يو يې ( زموږ هيواد بيرغ نه لري )  او بل يې د ( اخير به څه کيږي ) په نوم دي ، ښاغلي غمخور وويل زموږ هيواد اوس بيرغ لري مګر دا چي ( اخير به څه کيږي ) لا اوس هم څوک نه پوهيږی ، بدبختانه افغان ولس د جګړو او غميزو اووم کال هم تر شا پريږدي . نوموړي د خبرو په يوه بله برخه کي ډيورنډ کرښي پر دواړو خواو پروت افغان ولس ته د ورپېښي غميزي په اړه اشاره وکړه او وې ويل (( موږ يو واحد ملت يو او د يوه واحد ملت د جوړېدو لپاره کار کوو ، ستاسو يوازنی رسالت دا دی چي د افغانستان ملي راډيو تلويزيون ددې کړېدلي ملت و خدمت ته وقف کړئ )).




ښاغلي غمخور او حاجي حکمت الله حکمت په جلا جلا توګه په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني د غړو له خوا د تازه ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړې .




 ازاد ژورناليست ښاغلي فضل رحيم رحيم د ډاکټر واحد نظري د ژوند او کار په په اړه ليکنه ولوسته ، نوموړي د ډاکټر واحد نظري د طنزونو په اړه هم خبري وکړې ، نوموړي وويل ډاکټر واحد نظري نه يوازي د طنز او فلم په برخه کي لوړ استعداد لري بلکي ښاغلي نظري په دې برخه کي ګڼ شمېر استعدادونه روزلي او په کار اچولي دي ، ښاغلي رحيم د افغانستان د ملي تلويزيون په اړه پوښتني او وړانديزونه هم مطرح کړه .



وروسته په جرمني کي د افغانستان د ملي تلويزون استازي ښاغلي نجيب شفقيار د خپلو خبرو پر مهال وويل (( زه به د ښاغلي نظري د سېنما او فلم په اړه څه نه وايم ځکه موږ د مسلک په اړخ کي ډير نژدې  پاته سوي يو ، زه که د نظري د کار ستاينه کوم لکه دی چي خپله د ځان ستاينه وکړي )) ، ښاغلي شفقيار د واحد نظري پر طنزونو پر بېلابېلو برخو وږغېد او د نوموړي د طنز ليکني هنر د ستايلو تر څنګ يې د ( کله ابا لاندي کله . . . . ) له ټولګي څخه د قبرکښانو طنز ولوست .



دغونډي بل ويناوال ښاغلی نقيب الله رادمل و ، نوموړي د خپلو اوږدو خبرو په ترڅ کي وويل (( موږ وليدل چي د ډاکټر واحد نظري تر مشرۍ لاندي دافغانستان ملي تلويزيون څنګه تغير وکړ او څنګه يې د خلکو پام ځانته راواړاوه ، ښاغلي نظري په هغو دولتي امکاناتو چي د تجارتي چينلونو په پرتله ډير کم دي خورا ډير کار کړی دی ، وړانديز کوم چي دولت دي د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د کارکوونکو لپاره د مادي پلوه ښه پاملرنه وکړي ، په داسي حال کي چي اوس هم ډيرئ کسان د توپک له لاري ډوډۍ خوري او سرمايې راټولوي د يوه ښه مشر وظيفه ده چي هغه مايکروفون چي يې په اختيار کي دئ د ولس او ملت په ګټه وکاروي )) .
نوموړي د خپلو خبرو په پای کي پر بي بي سي راډيو نيوکه وکړه او وې ويل چي د بن د توافقاتو راوروسته بي بي سي په شخصيت جوړولو شروع وکړه ، يو څو ټاکلي کسان به يې په هره خپرونه کي پر هر ډول موضوع د نظر غوښتلو لپاره د هر مسلک د کارپوه په توګه راږغول او تحليل به يې په کاوه ، چي هماغسي هم وسوه ، اوس وينو چي يو شمېر د بي بي سي له خوا جوړ سوي شخصيتونه په کابل کي پر لوړو چوکيو ګمارل سوي دي ، مګر ښاغلي ډاکټر واحد نظري د خپل استعداد او وړتيا پر بنسټ اوسني مقام ( د ملي راډيو تلويزيون رياست ) ته رسيدلی دی .د ښاغلي رادمل تر خبرو وروسته ښاغلي ډاکټر واحد نظري په بلجيم کي د افغان ادبي بهير له خوا لراوبر ويبپاڼي ته ستاينليک او د همدې بهير مشر حاجي محمد امين باوري دګلونو ګېډۍ وړاندي کړه .

د ډوډۍ خوړلو او تفريح وروسته په جرمني کي د افغان سېنما تياتر مرکز مشر ښاغلي مطيع الله روفي د ډاکټر واحد نظري نظر د طنزونو څخه د ( اخير به څنګه سي ) طنز ولوست ، ورپسې د غونډي چلوونکي انجنير سيد حضرت سادات د ( چيليپا ) په نوم په زړه پوري طنز ولوست ، تر دې وروسته د پوښتنو ، وړانديزونو او دملي تلويزيون په اړه د بحث د پاره بېل سوئ وخت راورسېد .

د غونډي ډيرو برخه والو د ښاغلي واحد نظري څخه د ملي راډيو تلويزيون په اړه پوښتني ، نيوکي او وړانديزونه شريک کړل ،  د بېلګي په ډول :
حبيب الله غمخور : په هلمند او ارزګان کي د ملي راډيو تلويزيون خپروني په عادي انتنونو کي نه اوريدل کيږي ، هيله ده پاملرنه ورته وسي .
فضل رحيم رحيم :
دافغانستان ملي تلويزيون سمبول ( لوګو ) په انګريزي ده ، دا په هيڅ ډول د ملي د کليمې سره سر نه خوري ، هيله ده چي په لوګو کي پښتو يا دري هم وکاروله سي ، نوموړي د ايمايل ادرسونو او ويبپاڼي نشتوالي ته هم اشاره وکړه .
حاجي حکمت الله حکت :
په ملي تلويزيون کي دي کورنيو او ځوانانو د روزني لپاره پروګرامونه زيات سي ، هغه د خپلي يوې ګاونډۍ کيسه وکړه چي غوښتل يې خپل ايراني دوستان په دې مېلمانه کړي چي ورته وښيې ددوی هيواد هم تلويزيون لري او په هيواده بهر د ليدلو جوګه دئ ، نوموړي وويل دا چي بهرميشتي افغانان د خپل هيواد تلويزيوني خپروني په دومره مينه ګوري ، ددې تلويزيون ادارې ته ښايي چي د تلويزيون د خپرونو د معيار په اچتولو کي لا ډير ګامونه پورته کړي .
رادمل :
په تلويزيون کي يو شمېر سندري ډيري زړې او کيفيت يې ډير ټيټ وي ، هيله ده چي د کم کيفيته سندرو له نشر څخه ډډه وسي .




د غونډي يوبل برخه وال :
ملي تلويزيون د تخار د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کړکېچ ته ولي پاملرونه  ونه کړه ، هلته په سلګونو پښتنې کورنۍ د ظلم او ستم سره مخامخ دي مګر موږ يې له ملي تلويزيونه څومره چي ښايي هغومره څه ونه ليدل .




د پوښتنو او وړانديزونو سلسله کي په تلويزيون کي د مسلکي کسانو د نشتوالي ، تخنيکي نيمګړتياو او نورو موضوعګانو په اړه پوښتني وسوې ، چي وروسته ښاغلي ډاکټر واحد نظري د خپلو خبر پر مهال هغه ځينو ته جوابونه وويل ، نوموړي وويل چي له ځان سره يې يادښتونه او د غوښتنونکو تصويرونه واخيستل ژمنه يې وکړه چي تر خپله وسه به د چارو په لا ښه سمون کي کوښښ کوي . د ښاغلي واحد نظري د خبرو ځيني برخي په ويډيو کي وګورئ :


لومړۍ برخه







دوهمه برخه






 


د غونډي وروستۍ برخه د موسيقۍ او اتڼونو لپاره ځانګړې سوې وه ،



تنکي ځوان نويد جان ساپي او ملګرو يې خوږې سندري وويلې ، ښاغلي حاجي محمد ايازي هم په سندرو کي برخه واخيسته ، ځوانانو مست اتڼونه وکړه او په دې ډول غونډه تر نيمې شپې وروسته پای ته ورسېده .






 


ددې غونډي ټول البم د لراوبر په عکسونو کي وګورئ .


په لاندنۍ ويډيو کي د لراوبر سره د ډاکټر سيد نصير احمد د مرکې يوه برخه وګورئ :