نن په پيښور کې د ايران د قونصلګرۍ يو لوړ پوړي ډيپلوماټ تښتول شوی او موټروان يې وژل شوی دی.
بي بي سي د ځايي امنيتي چارواکو له خولې ليکي چې دا پيښه په حيات اباد کې هغه مهال پېښه شوې چې ايرانی ډيپلوماټ ، حشمت اطهر زاده د خپل کور څخه د دفتر پر لور روان وو. د خبر له مخې لومړی د هغه په موټر ډزې شوي اود هغه د موټروان له وژلو وروسته ، اطهرزاده تښتول شوی.
په دې وروستيوو کې دغسې وژنې او تښتوونې ډيرې شوي دي.
پرون سهار يو امريکايي چې د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې سره يې د قرار دي په بڼه کار کاوه او په قبايلي سيمه کې د بيارغوني د پروژوسمبالوونکې موسسې ) ايف، ايچ، ايس( مشر وو، د خپل موټروان سره د پيښور په يونيورسټي ټاون کې ووژل شو.
څه موده وړاندې په پاکستان کې د افغانستان نوی ټاکل شوی سفير، عبدالخالق فراهي او له هغه وروسته د افغانستان د ماليې وزير ورور هم نامعلومو وسله والو تښتولي چې تر اوسه يې هيڅ درک نه دی معلوم.