نن چهار شنبه د لړم ۲۲ جنرال عزيز الدين وردګ پكتيا ولايت ته د نوي امنيه قومندان په توګه و وپيژندل شوو، په د غه مراسمو كي چي له همدي امله نن د پكتيا ولايت د غونډو په تالار كي نيول شوي وو .
د ولسمشر سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد وويل : مونږ له وړانديني امنيه قومندان ښاغلي جنرال عصمت الله عليزي څخه ډير خوښ يو او له تاسو نه مو همدا هيله ده چي د خلكو او دولت تر منځ نوري هم اړيكې ټينګې كړي .
نوي امنيه قومندان جنرال عزيز وردګ خلكو ته ژمنه وركړه چي په ټول صداقت به په ډيره سپيڅلتيا كار كوي .
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چي تيره ورځ د پكتيا پخواني امنيه قومندان جنرال عصمت الله عليزي په داسي حال كي له پكتيا والو خداي پاماني واخيسته چي د ټولو سترګې له اوښكو ډكې وي .
دا په داسي حال كي ده چي جنرال عصمت الله عليزي د ښه كارګردګې له امله د هرات امنيه قومندان په توګه په دنده ګومارل شوي، او ډير ژر به په هرات ولايت كې كار پيل كړي.
پكتيا – د دوه ولسواليو د ودانۍ د بسټ ډبرې كيښودل شوي
تيره ورځ د پكتيا ولايت د ډنډ پټان او څمكنيو ولسواليو د ودانۍ د بنسټ ډبري كيښودل شوي، په دغو مراسمو كي د پكتيا د والي مرستيال برخه اخيستي وه .
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل : چي پر دغه دواړو ودانيو به څه د پاسه ۱۲۰۰۰۰ امريكايي ډالره ولګيږي ، چي د امريكا پرمختيايي اداره USAID/LGCD لخوا وركول كيږي ،
د سمون په وينا هره ودانۍ به ۳۰ كاري خوني ، يو سالون ، د ولسوال لپاه كور او داسي نور ملحقات ولري .
سمون زياته كړه چي ددي پروژوه كال به په راتلونكي كال كي پاي ته ورسيږي ،
دا په داسي حال كي ده چي سږ كال USAID/LGCD په پكتيا كي ډيري پروژي پلي كړي ، چي د پكتيا چارواكي او ولس يي تري خوښ ښكاري .
*