کور / تازه خبرونه / د ترانسپورت وزیر له دندی ګوښه کړای شو.

د ترانسپورت وزیر له دندی ګوښه کړای شو.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د کابېنې په غونډه کې د ترانسپورت وزیر حمید الله قادري له دندی ګوښه کړ او هغه یې څارنوالۍ ته معرفي کړی، د ولسمشرۍ د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي ، چې نوموړي په دنده کې غفلت کاوه او ځېنې مشکوک کارونه یې ترسره کړي. خبرپاڼه دا هم لیکي چې نوموړي بیت الله شریف ته د حجاجو د انتقال په اړه په قراردادونو او حجاجو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې لټي کړې، ولسمشر کرزي د دغه وزارت د کارونو د مخ بېولو لپاره په اقتصادي چارو کې د هغه سر سلاکار عمر زاخېلوال ددغه وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی.