د 2008 ع کال د نوامبر د میاشتی په 7مه نیټه دجمعی په ورځ دجرمنی د بن په ښار کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) او د عوامی نیشنل پارټئ Awami National Party (ANP) ګډه غونډه وکړه.
غونډه د ماښام په اته بجو پیل شوه په غونډه کی دPSDP له خوا د PSDPجنرال سیکرټری ښاغلی هدایت الله خان بنګش، د PSDP دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال، او د PSDP مشرتابه دفتر (دارالانشا) سرپرست ښاغلی نصیر ستوری او د ANPله خوا دANP ایډیشنل سیکرټری ښاغلی هاشم بابر، د پښتونخوا سوبایی اسمبلئ غړی او دANP د بهرنیو چاروسیکرټری ډاکتر حیدر علی خان ، د پښتونخوا د ښوونی او روزنی وزیر ښاغلی سردار حسین بابک او د باچاخان فاونډیشن مشر ښاغلی رضا محمد خان ګډون درلود.
په غونډه کی د سیمی، د لری او بری پښتونخوا او په ځانګړی ډول د پښتنو په اوسنى تازه روانو دردیدونکو حالاتو هراړخیزه رڼا واچول شوه ، د نظريو څرګندونی وشوی،او ددواړو ګوندونو(پارټیو) په ګډ کار زور واچول شو.
دواړه ګوندونه په راتلونکی کی یو له بل سره خپلی رابطی او همکاری جاری ساتی او د ورورنو ګوندونو په حیث به یو بل سره کار کوی. او د پښتنو د اوسنی کړکیچنو او دردونکو حالاتو د سمونی لپاره به هلی ځلی کوی.
غونډه د شپی په یولسو بجو پای ته ورسیده.