کور / تازه خبرونه / کاناډایی خبریاله پسله ۲۸ ورځو خوشی سوه

کاناډایی خبریاله پسله ۲۸ ورځو خوشی سوه

سی بی سی خبري څانګه وایی چی د دې شبکې تکړه خبریاله ۳۵ کلنه « میلیسا فنګ » چی ۲۸ ورځی مخکی په کابل کی وسلوالو تښتولې وه ، پرون ایله سوه . د دې د تښتولو خبر سی بی سی او کاناډایی مقاماتو پټ ساتلی و . فنګ د اکتوبر پر ۱۲ هغه مهال په کابل کی تښتول سوې وه چی د ښار په لویدیځ کی یې د افغانی کډوالو په کمپ کی د خلکو سره مرکې کولې . د دې څانګی مشر « جان کروک شنک » په ټورنټو کی یو مطبوعاتی کنفرانس ته وویل چی فنګ روغه رمټه ده او موږ د مسألې د حساسیت په خاطر څوک نه خبرول . ده زیاته کړه چی فنګ طالبانو نه بلکی مجرمانو تښتولې وه . د وردګو د ولایت ویندوی آدم خان سیرت وویل چی موږ د قومی مشرانو د کومک په نتیجه کی دغه ژورنالیسته را خلاصه کړه . جان کروک شنک وویل چی فنګ د پیسو په بدل کی نه بلکی د خبرو اترو او زاریو په اثر خوشی سوه . دا اوس د کاناډا په سفارت کی ده او خپل هېواد ته د تګ انتظار لری .