کور / تازه خبرونه / په کندهارکې کرونده ګروته تخم ورکول کيږي

په کندهارکې کرونده ګروته تخم ورکول کيږي

دکندهاروالي په افغانستان کې دکاناډاهيواددملکي څانکي له ځانګړي استازي  ميرمن (ليزاګلبرګ )سره په يوه خبري ناسته کې په کندهارکې اعلان وکړ چې دغنمودموسمي کرترپايه پوري به دکندهاردڅووالسواليواليوبزګرانوته اصلاح سوي تخمونه ورکړي .
والي رحمت الله رووفي وويل چې ( ٢٩٣ )ميټريک ټنه اصلاح سوي تخمونه يې دکاناډاهيوادپه مالي مرسته برابرکړي چې دکندهاردميوند،ژړۍ ،دامان ،شاولي کوټ  اوډنډ والسواليو(٥٨٦٠ )تنه کرونده ګروته  به پردوه زره هکتاره کرنېزه ځمکه دکرپه موخه وويشل سي .
دنوموړي په خبره  چې برابرسوي اصلاح سوي تخمونه دښه کيفيت لرونکې دي اودوى طمع لري چې په راتلونکې کال کې به ښه حاصلات هم ورکړي .+
په يادوسويووالسواليوکې داصلاح سويوتخمونودويشل په اړه ويل کيږي چې دميوند،ژړى پ،پنجوايې ،ډنډاودامان والسوالۍ داوبه خورپه برخه کې هم دويالوله اوبوڅخه کرونده کوي .
دکندهاروالي داصلاح سوي تخمونودويشل اصلي موخه  کرونده ګررواکروندې ته هڅول اودغلودانو زيات والي وباله .
تردې څوورځي مخکې هم دکندهاردولايتي ادارې له لورې  ١٦ ټنه اصلاح سوي تخمونه ددغه ولايت پرکرونده گروويشل سوي .
په افغانستان کې دکاناډاهيواددملکي چارومسئولي ميرمن اليزاگلبرګ وويل چې دکندهارله ولايتي ادارې سره په گډه هڅه کوي چې ددنشي موادوپرځايي  ونوروکښتونوده دبزګرانودهڅونې په موخه له هرډول ممکنه لاري څخه کارواخلي .
نوموړې ډاډڅرګندکړي چې دکندهاروځمکه والوته به داوبه خوردسيستم دجوړولوپه  برخه کې هم خپلي همکارى ته دوام ورکوي .