کور / تازه خبرونه / د امریکا د بېکارانو شمېر شل ملیونو ته ورسېد

د امریکا د بېکارانو شمېر شل ملیونو ته ورسېد

فرانس پریس آژانس خبر ورکوي چی د امریکا د بېکارۍ سلنه خپل لوړترین حد یعنی ۶٬۵٪ ته ورسېده . د کار لوی ریاست وایی چی صرف په اکتوبر کی ۲۴۰۰۰۰ کسان بېکاره سوي دي او دا پرله پسې لسمه میاشت ده چی خلک بېکاره کیږی . راپور وایی چی د سږ کال په لسو میاشتو کی جمعأ ۱٬۲ ملیونه امریکایان بیکاره سوي دي چی دا د ۱۹۹۴ راهیسی لوړترین حد دﺉ . اقتصادی ماهرین وایی چی د انتخاب سوي ولسمشر بارک اوباما لپاره ستری مالی او اقتصادی ستونزی منتظر دي . دﺉ نن د خپلو اقتصادی مشاورینو سره ګوری او ښایی نن ناوخته د امریکا د لوی مالی او اقتصادی روان بحران په هکله مطبوعاتی کنفرانس هم ورکړي . اقتصادی ماهرین وایی چی د امریکا د څه باندی درې سوه ملیونه نفوس تقریبأ شل ملیونه کسان بېکاره او بې روزګاره دي چی دا پر دولت او ملت یو ستر بار دﺉ . د دې عظیم بحران د څو علتونو څخه یو هم د عراق او افغانستان د جنګونو ستر پوځی مصارف دي .