کور / تازه خبرونه / امریکایی بې پیلوټه طیارو ۱۱ کسان ووژل

امریکایی بې پیلوټه طیارو ۱۱ کسان ووژل

سی ان ان او بی بی سی خبر ورکوی چی نن امریکایی بې پیلوټه الوتکو د شمالی وزیرستان په رزمک کی پر یو کور په خپله راکټی حمله سره یوولس کسان ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل . عینی شاهدانو وویل چی دا محلی طالبان وو او طالبانو ډېر ژر سیمی ته ورتلونکي لاری بندی کړې . ویل کیږی چی اسلام آباد په ظاهره د دغو حملو څخه شکایتونه کوی مګر په باطن کی د واشنګټن سره ولاړ دﺉ . په تیرو دوو ورځو کی د جلا جلا پېښو په ترڅ کی په قبایلی سیمو کی د انتحاری حملو په اثر ۲۴ کسان وژل سوي دي . څیړونکي عقیده لری چی پاکستان د امریکا له لاسه ورو ورو بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې ته په غېږ ورځی .