سيد جمال الدين افغان
سريزه ( مقدمه) :
_ د تاريخ په اوږدو كې د ژوندانه په ټولو چارو كې د نړۍ په ګوډ ګوډ كې عالمان ، مخترعين، مكتشفين ، ساينس پوهان ، ادب پوهان ، جيولوجستان ، نبات پيژندونكې او داسي نورپوهان را زيږيدلي او خپله پوهه يي د بشريت په خدمت كې وړاندې كړې ده او ځانته يي هميشني وياړ ګټلي دي او د نني نړۍ پرمختګ په ټولو برخو كې د دغو پوهانو د زيار او هڅو پايله ده ، بالمقابل يو شمير انسانانو د بشريت دهيلو په وړاندي ګام پورته كړى او خپل ټول استعداد او عمريي يي د نړۍ په بدبختي او نا ارامې كې صرف كړيدى او دا هم د ضدينو تقابل دى چي پديده منځ ته راوړي .
ټولنپوهان ټولنې مطالعه كوي په هغه كې د ظالم او مظلوم ، د استثمارګر او استثمار شوي ، مفت خوران او زيارايستونكې سره بيلوي او د هغوي اسبآب او عوامل رابرسيره كوي او هغه ته د حل لاره لټوي او بالاخره هغه ته عملي جنبه وركوي .
د شرق نابغه يا علامه سيدجمال الدين افغاني هم د همدي ټولنپوهانو د ډلي سړي وو ، كله چي دي ماشوم وو او ديني زده كړې يي كولې د خپل كور او وطن په هكله ورته ډول ډول فكرونه پيدا كيدل چې وطن مو ولي بي تعليمه ، بي روزګاره او بيوزله دى . هغه خپلي ورستي زده كړي په هند كې ترسره كړي او كله چي له هغه ځايه خپل كورته راستون شو اوس يي د خپل كور او ټاټوبي په كله يي فكر نه كاوه اوس يي د نړى د بدبختيو د لارو چارو د حل په هڅه كې وو همدا وو چې ژبي زده كړي او سفرونه يي پيل كړل او د خپلي مبارزي اهداف يي يو يو جهانيان ته ښكاره كړل او د عمر ترپايه پوري په خپلې پريكړي هوډ مند پاتي شو .
دا دي اوس د ستر نابغه ، علامه او د وياړ ډك شخصيت په اړه غواړم ډير لږ څه وليكم دا ځكه چې دا يواځي
زما له توانه نه بلكي د نړۍ د ډيرو لويو عالمانو له توانه لرى خبره ده چي د سيد جمال الدين افغاني يا د شرق د نابغه په اړه څه وليكي .
زيږيدنه :
سيد جمال الدين افغاني د سيد صفدر ځوى چې د نسب شجره يي مشهور محدث سيد علي ترمزي له طريقه حسين بن علي بن ابي طالب ته رسيږي په كال 1838 م كې په اسعد اباد كې زيږيدلي او په كال 1897 م كې په تركيه كې وفات شويدي ، نوموړي د كنړ ولايت په پشد كې اوسيده .
د سيد جمال الدين افغاني كورنۍ د امير دوست محمد خان په امركابل ته را وستل شوه پدي وخت كې سيد اته كلن وو ، سيد د هغه وخت مروج عربي علوم په كابل ، ننګرهار او كنړ كې زده كړل سيد چې كله خپلي ورستي زده كړي په هند كې سرته ورسولي هيواد ته راستون شو پدي وخت انګريزانو په هيواد يرغل كړي وو .
مبارزى:
د سيد جمال الدين افغاني مبارزو دري بعده درلودل
۱ ضد استثمار : هغه هيوادونه چې مستعمره شوي وو اوورسته پاتي هيوادونه وو د هغه هيواد وګړي يي د سالمى مبارزي لپاره هڅول او له هغو څخه يي غوښتنه كوله چې په خپلو ټولو كړو اوړو دوي خپله بايد واك لري
۲ ضد استبعداد (ظلم او جبر): په هغو خلكو او يا هيوادونو چې ظالم حاكمان او ياهم جابر حكومتونه او د هغوي په مادي او معنوي حقوقو يي خيټه اچولي وه، هغوي يي هم د سالمي مبارزي لپاره چمتو كول .
۳ ضدخرافات : سيد د خرافاتو ضد وو په دي لاره كې يي د حكومتونو دنده ګنله چې خلك له خرافاتو څخه منع كړي او هغوي تعليم او تربيي ته را وبلي . همدا دريم بعد وو چې سيد جهان ګرځيدنې ته مجبور كړ او په سفرونو يي پيل وكړ
سفرونه:
كله چې سيد په لمړې ځل اروپا ته سفر وكړ په پاريس كې يي د خپل شاګرد محمد عبده په مرسته د (االعروة الوثقئ ) جريدي په خپروولو لاس پوري كړ دغه جريده د اتلسو ګڼو خپرولو ورسته د فرانسي د حكومت لخوا بنده شوه . يادي ګڼي په كال 1933 م كې د سيد د شاګردانو لخوا په بيروت كې د يوكتاب په بڼه چاپ شوه . سيد د خپل څپانده ژوند په اوږدو كې په پښتو عربي ،فارسي ، انګليسي ، فرانسوي ، اردو او تركې ژبو په سلګونو مقالي ليكلي او خپري شويدي.
د سيد يو مهم اثر چې( تتمة البيان في تاريخ الفغان) نوميږي په 1901 م ميلادي كال كې په قاهره كې چاپ شويدي .
ماخذ:
۱ نسب و زادګاه سيد جمال الدين افغاني ليكوال : مرحوم پوهاند عبدالحې حبيبي
۲د سيد جمال الدين افغاني د ژوندانه هدف ليكوال : سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار
غواړم په لنډ ډول د سيد سفرونه يو شمير هيوادونو ته بيان كړم
مصرته :
سيد د 1871 م كال د مارچ په 22 د دوهم ځل لپاره مصر ته ولاړ، سيد په لمړې سفر كې د دغه هيواد اوسيدونكو ته د خپل عمليت څرګندوينه كړي وه او دا چې كله دغه هيواد ته ورسيد د مصر د چارواكو لخوا يي تود هركلې وشو او له دي څخه و غوښتل چې د تل لپاره مصر كې پاتې شي او د دغه هيواد د بچيانو په روزنه كې برخه واخلې . دا داسي وخت دى چې مصر د انګليس او فرانسي د استمعارګرو په لاس كې ګير وو ، يادو هيوادونو هغه قرضه چې مصر ته وركړي وه له هغه څخه كالنې دولس فيصده ګټه غوښتله او مصر د دغه فيصدي د وركو توان نه درلود نو همدا وود قرضي په بدل كې ورته د سويز كانال پريښود چې دا د مصر د اقتصاد لپاره يو غټه ضربه وه دا ټولې پيسي د مصر واكدارانو (اسماعيل پادشا) د قاهري په ودانيو لګولي چې نقشه يي له فرانسي او انګلستان څخه راوړل شوي وه خو كله هم سرته ونه رسيد ، سيد افغاني د مصر ذهني او عيني شرايط د انقلاب لپاره مساعد و ګڼل .
سيد ددي ترڅنګ چې په الزهر پوهنتون كې تدريس كاوه ، زده كوونكو ته يي د ملې ازادي احساس هم وركاوه په يقين ويلې شو چې د احمدعلي پادشا او د هغه د ملګرو فداكاري او ضد استعماري مبارزه د سيد د افكارو ښه بيلګه بللي شو .سيد په مصر كې د پان اسلاميزم ياد د مسلمانانو د اتحاديي په جوړلو كې ښه رول ولوباوه او ډير داسي شاګردان يي په مصر كې لكه شيخ عبده ورزل چې په يقين سره د هغه ځاي ناستي ورته ويلې شو ، كه لنډ يي ووايو د سيد د هلو ځلو په پايله كې د 1953 م كال په ورستيو كې مصر د فرانسي او انګليس له استمعاره خلاصون وموند، او په دي ترتيب د شاهې نظام ظلم او اسبتداد ړنګ او دجمهوريت بيرغ و رپول شو.
ايران ته:
سيد جمالدين افغان د 1886 م كال په سپرلي كې لندن نه د ايران بوشهر ښار ته راغى او د 1886م كال د اګست په مياشت كې له بوشهر څخه شيراز او بيا اصفحان ته ولاړ او د همدغه كال د سيپټمبر په مياشت كې يي تهران ته سفر وكړ . سيد په ايران له تود هركلي سره مخ شو . ځكه چې مخ تر مخ د سيد د افكارو او كړنلاري په اړه عروةالوثقى ورځپاڼي ايرانيانو ته كافي مالومات وړاندي كړي وو . ايرانيانو هم غوښتل چې د يوداسي شخصيت په لارښود خپل ځان ، ملت او هيواد د استمارګرو له منګلو څخه وژغوري .علامه سيد څو څو ځلي د ايران له ولسمشر ناصرالدين شاه سره هم وكتل او د ظالمو حاكمانو د ظلمونو په اړه يي چي په مظلومانو باندي كول شاه ته كافي مالومات وركړل او تري ويي غوښتل چې په اداره كې بدلون راولي او خلكو ته بايد واك وركړل شي چې خپل سرنوشت په خپله تعين كړي او هم يي په شرق كې د بريتانيا د مقاصدو په اړه شاه ته پوره مالومات وركړل ،خو د شاه دغه خبري نه خوښيدي ځكه چې هغه غوښتل له بريتانيا سره حسنه اړيكې ولري . همدا وو چې د شاه او سيد ترمنځ اړيكې ترخي شوي او شاه سيد ته ايران څخه د وتلو امر وكړ ، سيد ورسته تر شپږو مياشتو له ايران څخه د تركي په لور روان شو ، خو د ايران خلكو د سيد له افكار څخه په مرستي په كال 1905 كې په پاڅون لاس پوري كړ او شاه ناصرالدين په قتل ورساوه ، نوموړې د سيد د شاګرد رضاكرماني لخوا ووژل شو چې بيا ورسته نوموړي د هغه په وژنه په نره اعتراف وكړ چې بيا د وخت د حكومت له لوري رضاكرماني په دار وځړول شو او نوموړې په ايران كې د ازادي د لاري لمړي شهيد دي .
تركې ته : كله چې ناصرالدين شاه قاجار سيد جمال الدين افغان له ايران څخه و ويست ، سيد انګلستان ته ولاړ هلته يي (ضياالخافين) ورځ پاڼه په انګلسي او عربي ژبه خپره كړه ددي ورځ پاڼي چاپ لامل شو چې د ياد هيواد چارواكې هم سيد ته د وتلو حكم وګړې ، له هغه ځايه څخه سيد نيغ په نيغه د تركې استانبول ښارته راغې هلته يي د سلطان عبدالحميد لخوا چې د وخت واګې يي په لاس كې وي تود هركلې وشو ، پدي وخت كې د تركې سلطان د استعمار بين المسلمين په نامه يو نهضت جوړ كړ او غوښتل يي په دغه نهضت كې د سيد له افكارو او پوهي څخه ګټه واخلې خو ځيني كسان وو چې د سيد له علميت څخه په ويره كې وو لكه شيخ الاسلام حسن افندي او داسي نور چې ويريدل چې ګواګې داسي نه شي چې سيد د شيخ الاسلام لقب د ځان كړي ، دوي هڅه وكړه چې سلطان د سيد په وړاندې بدګمانه كړې هماغه وو چې سلطان امر وكړ چې سيد زر تر زره د تركې خاوره ترك كړې . همدا وو چې بلاخره سيد ته په تركې د كال 1897 م د سه شنبي په ورځ د سهار د اووبجو او ديارلس دقيقو په شاوخوا كې زهر وركړل شو او شهيد كړاي شو او په استانبول كې د شخ المزار په هديره كې د امانت په توګه خارو ته وسپارل شو او په كال ____
كې د خت د چارواكو لخوا د سيد هډونه او خاوري وطن ته راوړل شوي او په كابل پوهنتون كې د ساينس پوهنځې سهيل او د انجينري پوهنځې لويديځ لوري ته خاورو ته وسپارل شو .
په هيواد كې د كورينو جګړو له امله ډير دولتې او شخصي مالونه لوټ او ودانې ړنګې شوي او دا چې كابل پوهنتون د تنظيمونو ترمنځ د جنګ جګړو ډګر و ګرځيد د سيد مزار هم په مردګيو سوري سوري شو چې تر اوسه كومي خيره موسسي او ياهم كومې ټولنې د بيا جوړولو په موخه غوږ ندي ګرولي .
د سيد جمال الدين ټول سفرونه له كال 1838 څخه تر 1897 پورى
د نوموړي د سفرونو ترتيب د شميرى په اساس په لاندي ډول دى
1_ افغانستان 2 _هندوستان 3_ حجاز
4_ شام 5_ بيت المقدس 6 _عراق
7_ ايران 8 _روسيه 9_ افغانستان
10_ هندوستان 11_ مصر 12_ تركيه
13_ مصر 14 _هندوستان 15_ لندن
16_ امريكا 17_ لندن 18_ پاريس
19_ روسيه 20_ پاريس 21_ بوشهر
22_ تهران 23_ روسيه 24_ جرمني
25_ پاريس 27_ روسيه 28_ ايران
29_ بصره 30_ لندن 29_ تركيه او كال 1897 م كې د سيد وفات
د سيد جمال اليدن افغان افكار :
علمي څيړنى: ټولو څيړونكو چې د سيد په اړه څيړني كړيدي په دي سره متفق الرايه دي چې سيد له دينو علومو سره ډيره علاقه درلوده او اسلام كې هرډول جداوالي د اسلام لپاره غټه ضربه بلله اود كاميابي يواځني لار يي د سيرت النبي نه پيروي ګڼله او په دي به يي تل ټينګار كاوه چې د خداي او د هغه د رسول د اومرو اطاعت وكړى .
دين :
سيد افغاني دين داسي تعريف كړى
دين د اصولو هغه ټولګه ده چې د خداي ج له لوري د پيغمبرانو په واسطه د بشر د ښيګني لپاره راليږل شويده . سيد به تل په ديني مسايلو كې انسانان استدلال او منطق ته رابلل چې ډير وخت په ورسره ځينو تنګ نظرو مخالفت هم كاوه ، سيد به هميشه دا ويل چې ټول څه چې خداي ج پيدا كړيدي دا يواځې د ظالمانو حق ندي دا ټول بشريت حق دي .
دين عقايد:
په دى برخه د سيد افكار ډير روښانه دي ، هغه به وويل چې د عقيدي ځاي او پرورشګاه زړه دى چې په اعمالو او كردارو كې د زړه دغه عقيده جوتيږي ، نو پدي اساس ويل به يي چي د عقيدي او عمل ترمنځ واټن ډير نژدي دى چي حتي د ليدو وړ هم ندى ، نو عقيده بايد پاكه اوسي ترڅو نيك او ښه اعمال تري رابرسيره شي .
د نړۍ د اسلام يوالې يا پان اسلاميزيم :
ډيره لويه مسله چې د سيد جمال الدين په مغزو كې ګرځيده هغه دا وه چې د نړي د اسلام ترمنځ يوالي او اتحاد رامنځ ته شي ، همدا وو چې هغه د نړى ټول مسلمه امت رهبرانو او مشرانو پيغام وليږه چې د قران حكم دي چې ټول مسلمانان سره ورونه دي راځي چي د قران د حكم له مخې ټول سره يوځاي شو ځكه چې په بيلتون او جداوالي كې وركيدل او نابوديدل دي .
غړې او ټولنه يا فرد او اجتماع :
سيد به ويل چې فرد د ټولنې اساسي ركن دى . خداي ج په ټولو مخلوقاتو كې انسان ته افضل خطاب كړيدى . انسان څرنګه چې الله ج فرمايلي خپل مقام وساتې او د نورو ژونديو په اړه له ظلم او زرو څخه كار وانخلي .
تعليم او زده كړه :
دسيد جمال الدين افغان له زده كړي نه مقصد دا وو چې انسان بايد داسي زده كړه وكړي چې خپل وطن ، خپلو خلكو او حتي ټول نړۍ ته مفيد تمام شي په زده كړه كې بايد له وطن او خلكو سره مينه پيدا شي . او هغه كړنې او لاري چې د فرد او ټولني د انحرافاتو او بدبختيو سبب كيږي له كلكه ځان ورځني وژغوري او انساني معيار د ځان كړي .
سيد به د امام غزالي نه په نقل سره ويل هغه څوك چې دا ادعا كوي چې اسلام د رياضي ، فزيك ، تعقل ، استدلال او نورو سره تضاد لري خپله د اسلام دښمن دى .
ژبې :
ژب پوهان وايي ژبه د پوهولو راپوهولو وسيله ده . سيد جمال الدين افغان به د خپلو اهدافو د تحقق لپاره د شرق او غرب سفرونه پيل كړل او په دغه برخه كې ورته د ژبو زده كول ضروري ښكاريدل . سيد جمال الدين افغان په پښتو ، دري ، روسي ، انګليسي ،فرانسوي ، تركي ، هندي ، او فارسي ژبو پوهيده او په دغو ژبو ويناوي ليكنې او كنفرانسونه وړاندي كړيدي .
دا چې سيد پخپله پښتون وو په خپل مشهور اثر تتمة البيان في التاريخ الافغان كې د پښتون قوم د تاريخ ، نسب ، عرف او عادت په اړه پوره بحث كړيدي . مګر د ژواندانه په برخه كې يي په عربي ژبه زده كړي او ليكني كړيدي لكه صرف ، نحوه ، منطق ، فقه ، د فقي احكام ، كلام ، حكمت او داسي نور
پايله يا نتيجه :
لنډه دا چې سيد افغاني به د نړي ټول مسلمانانو ته دا پيغام وركاوه چې د جابر او مستبد واكدار د قدرت نه و پرزوي او خپل كور په خپله اباد كړى او د غلامي كړى د غاړى لرى كړي ، په خداي ج باندي توكل وكړي او ټول څه چي تاسي غواړى په خبرو نه تر لاسه كيږي خوځښت او عمل هم پكار دى . ا
ددي ټولو سفرونو څخه د سيد جمال الدين افغاني اهداف د هغه د مبارزي هغه دري اړخه وو ضداستعمار ، ضد استبداد او ضد خرافات . او ويكولاي شول چې د نړي ټول هغه خلك چې له دغو دريو مرضونو څخه رنځ وړي خبر كړې . نوموړې تر خپل مرګه پوري خپله لار جدي تعقيب كړه او ډيرو هيوادنو له ده څخه په ګټي اخيستني سره وكولاي شول ځان له كړاونو څخه خلاص كړي
سيد د خپل مرام د لاسته راوړلو په برخه كې هيڅكله هم په شاه شوي ندي ددي ترڅنګ چې په ډيرو هيوادونو كې دي له خپل هيواده ايستلي دي .خو ده په هغه سيمه كې داسي شاګردان روزلي چي د ده له مرګه يي ورسته په قدم قدم د ده لار ګز او پل كړيده .
ماخذونه
د ټولو پاڼو
1_ د سيد جمال الدين افغان د ژوند هدف
ليكوال:سرمحقق عبدالله بختانى خدمتګار
2_ نسب و زادګاه سيد جمال الدين الافغاني
ليكوال:مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبي
3_د سيد جمال الدين افغان شخصيت او افكار
ليكوال: ډاكټر شاه عبدالقيوم
ژباړونكى: عبدالرحيم احمد پرواني
4_ سيد جمال الدين افغان و افغانستان
ليكوال : څيړونكى حبيب الله رفيع
چمتوكوونكى
آباسين زهير
2008-11-02