کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د کلنۍ غونډې خبرتيا

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د کلنۍ غونډې خبرتيا

د افغان کلتوري ټولنو جرګه غواړي، چې خپله کلنۍ کاري غونډه د هیواد په پلازمینه کابل کې جوړه کړي.
له نېکه مرغه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د جوړېدو او فعالیت څخه دادی څه د پاسه يو کال تېرېږي د جرګې د کړنلارې سره سم بايد د جرګې غړي، کارډله، ولایتي استازي او د کلتوري ټولنو مسوولین په کال کې لږ تر لږه  يو ځل ګډه غونډه ونيسي. ددې ګډې عمومي غونډې په ترڅ به د تېر کال د فعاليتونو راپور د غوڼدې ګډون والو ته وړاندې او د راتلونکي کال لپاره به په پلان جوړونه او ستراتيژۍ باندې خبرې او پرېکړې کېږي. همدارنګه له دې فرصت نه په ګټه اخيستنې سره په ټول هېواد کې د کلتوري فعاليتونو او هڅو د لاښې همغږۍ لپاره هم عملي طرحې جوړېږي.
نو موږ په ویاړ سره اعلان کوو، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګه خپله کلنۍ غونډه د را روانې جمعې په ورځ، چې د ۱۳۸۷ ل کال د لړم په  ۱۷ مه نېټه په کابل ښار کې جوړوي په همدې مناسبت د افغان کلتوري ټولنو د جرګې ټولو ولایتي استازو او د کلتوري ټولنو مشرانو  ته خبر ورکول کېږي، چې په نوموړي مجلس کې خپل ګډون زموږ د اړیکو د کمیټې له لارې یقیني کړي. په دې لړ کې د ولایتي استازو او د ټولو  کلتوري ټولنو له مشرتابه پلاوي څخه په ډېر درنښت هيله کېږي چې د خپلو فعاليتونو، بریاوو، ګواښونو او خنډونو په هکله د اړوندې کلتوري ټولنې راپور زموږ د اړيکو څانګې ته مخکې له مخکې  را واستوي، چې د جرګې د پلان جوړونې او ستراتيژۍ په جوړولو کې ورته پاملرنه وشي.
د افغان کلتوري ټولنو د جرګې کارډله ستاسو راتګ او ګډون ته سترګې په لاره دي.
په درنښت
ځای: د کابل ښار، ميرويس ميدان ( کوټه سنګي) ، د کابل اريانا هوټل، A سالون
وخت: د سهار له نهو بجو څخه تر نيمې شپې پورې خو د میلمنو راتګ له نهو بجو څخه مخکې ټاکلي ځای ته صورت مومي.
نېټه: د جمعې مبارکه ورځ ، د ۱۳۸۷ ه ل کال د لړم  ۱۷ مه  ، چې د ۲۰۰۸ ز کال د نومبر د مياشتې له ۷ مې نیټېې سره برابره ده.
يادښت: ( د هیواد له لرې سیمو څخه د غونډې ګډون وال کولی شي، چې په کابل کې د جرګې د کلنۍ غونډې تر پيل کېدو مخکې او یا وروسته د شپې تېرولو تابيا په خپله ونيسي خو هغه کسان، چې د ځای ستونزه ولري نو د جرګې کارډلې په دې هکله ترتیبات نیولي او تاسو کولی شئ د اړيکو له څانګې سره په دې هکله خبرې وکړئ.)
د ټليفون شمېرې:
۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸
۰۷۷۷۳۹۱۳۹۱