کور / تازه خبرونه / د كليو او پراختيا وزارت سلاكار وتښتول سو

د كليو او پراختيا وزارت سلاكار وتښتول سو


د پاكستان د حكومت تر واك لاندي سيمي چترال څخه د افغانستان د كليو او پراختيا وزارت سلاكار اختر كوهستاني وتښتول سو.
د چترال د پوليسو مشر شيراكبر خان خبريالانو ته وويل چي نوموړى له يوې اونۍ راهيسي دلته د خپلوانو كره راغلى و، چي وسله والو پر يوه نامعلوم لوري وتښتاوه.
دا په داسي حال كي ده چي د اكتوبر پر ۳۱- مه د پېښور له حيات آباد سيمي څخه د افغانستان د ماليې د وزير ډاكټر انورالحق احدي ورور ضياءالحق او د سپټمبر پر ۲۲ –مه پاكستان ته د افغانستان سفير حاجي عبدالخالق فراهي هم نامعلومو كسانو تښتولي دي، چي د پاكستان او افغانستان حكومتونه يې په خلاصولو كي خو څه، چي د تښتوونكو په پېژندلو كي هم پاته راغلي دي.