دافغانستان لپاره نوی ټاکل شوي امریکایي جنرال ډیود پیټروس په اسلام اباد کې ددغه هیواد دفوځ دمشر پروزکیانی سره وکتل . دډیود پیټروس سره دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستال ریچرباورچر هم راغلی ترڅو په قبایلی سیمو کې دروان وضیت په باب خبري وکړی .
دلمړنیو رپوټونو له مخي پرویزکیانی امریکایي جنرال ته پر قبایلی سیمو دامریکا دهوایئ بمبار له امله خواشنی وښوده اوهیله یی وکړه چې دا ډول بمباردونه دی بند شی .
که څه هم تراوسه دامریکایی جنرال خبری نه دې په ډاګه شوی خو ویل کیږی چې امریکایی جنرال به پر قبایلی سیمو دپوره عملیاتو دترسره کیدا هیله وکړی .
که څه هم دنوی مقرر شوی جنرال څخه دامریکا دبریا لپاره ډیری هیلی کیږی خوپه دې وروستیو کې په منطقه په ځانګړئ توګه په افغانستان کې امنیتی وضیت دخوار اندیيښنی وړ ګرځیدلی دی .